سیاسی

هر بلوسگر په مناسب وخت کې ټکول کیږی

اسلامی امارت د اشغالګرو ځواکونو دوتلو سره سم په کوردننه او بهر د متقابلو اړیکو د پیوند دغښتلتوب له پاره غیږ پرانستی پریښی هڅه یې کړی چې دڅوکلنی جګړی پرمهال دمقابل لوری سره ښه چلند وکړی او په هېواد کې د ورانو ویجاړو په رغاونه کې ګډی هڅی رامنځ ته کړی ترڅو دجګړییزو کلونو بی باوری له منځه ولاړه شی

متین
اسلامی امارت د اشغالګرو ځواکونو دوتلو سره سم په کوردننه او بهر د متقابلو اړیکو د پیوند دغښتلتوب له پاره غیږ پرانستی پریښی هڅه یې کړی چې دڅوکلنی جګړی پرمهال دمقابل لوری سره ښه چلند وکړی او په هېواد کې د ورانو ویجاړو په رغاونه کې ګډی هڅی رامنځ ته کړی ترڅو دجګړییزو کلونو بی باوری له منځه ولاړه شی او په هېواد کې دیووالی په رامنځ ته کیدو سره هغه تشه راډکه کړی کومه چې دتیرو فاسد و رژیمونو له خوا دواک د اوږدیدو له پاره رامنځ ته کړی وه. اوس هغه ستونزه هواره شوي کوم چې دقومونو ترمنځ د شتون درلود ځکه چې دقومونو او تنظیمونو ټکه داران چې په دولتی تشکیلاتی جوړښت کې یې دقوم او تنظیم په نوم امتیازونه ترلاسه کول اوس نه شی کولی چې په هېواد کې څوسری حکومت رامنځ ته کړی او هېواد یوځل بیا دقومی تاوتریخوالی سره مخامخ کړی. همداوجهه ده چې د اشغالګرو پلوی ګوډاګیان چې د اشغالګرو سره یوځای په تیښته بریالی شوي له بهره په هېواد کې دبیا واکمنی خوبونه وینی او داسی تبلیغاتو ته لمن وهی چې هیڅ ډول حقیقت نه لري. دغه راز اشغالګر هېوادونه چې په تیرو جګړییزو کلونو کې یې په سیمه کې خپلی ناوړه ګټی خوندی وساتی په مختلفه بڼه د اسلامی امارت په وړاندی ستونزی زیږوي او دملګرو ملتونو له لاری داسی هڅی په لار اچولی چې دټولو نړیوالو قوانیو خلاف ګڼل کیږی ځکه چې اسلامی امارت دواکمنی پرمهال داسی کومه سرغړونه نه ده کړی چې دنړیوالو منل شویو اوصولو خلاف وي اسلامی امارت هڅه کړی چې د نړیوالو سره دمتوازن او متقابلو ګټو دخوندیتوب له پاره لار هواره کړی خو په خواشینی سره ویلی شو چې ملګرو ملتونو د اشغالګرو هېوادو د فشار له امله تردي دمه اسلامی امارت په رسمیت پیژندنه کې خڼډونه را پیدا کړی او هڅه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د اسلامی امارت د استازیتوب څوکی دهغه چاله پاره خوندي وساتی کوم چې هیڅ ډول قانونی بڼه نه لري. ځکه دجمهوریت واک نړیدلی او په ملګرو ملتونو کې یې استازیتوب غیری قانونی ګڼل کیږی.
دغه راز په نړیوالو غوڼډو کې د اسلامی امارت د استازیتوب پرته د تورونو لګول بی انصافه اوله واقعیتونو لري شمیرل کیږی ځکه په ملګرو ملتونو کې دغونډو پرمهال درپوټونو څرګندول دهغو نیمګړو رپوټونو څخه شمیرل کیږی چې هیڅ ډول رښتیتوب نه لري. همدا وجهه ده چې اسلامی امارت هغه رپوټونه ردوي چې په افغانستان کې د امنیتی او سیاسی وضعی په هکله خپور شوي هغوي چې د اسلامی امارت پروړاندی دناوړه تبلیغاتو څخه کار اخلی هیڅ وخت به په دي ونه توانیږی چې تراوږد مهاله دپلمه ییزو تبلیغاتو له لاری خپلی موخی ته ورسیږی ځکه نړیوال به ترکومه دمافیایې کړیو په پوچو او دروغجنو تبلیغاتو وغولیږی هرو مرو به د افغانستان په رښتینی وضعه وپوهیږی او د اسلامی امارت سره به د متقابلو اړیکو په پیوند فکر وکړی. ښه به وي چې نړیوال او په ټوله کې ملګري ملتونه خپلی کړنی او وړاندوینی په بی پری توګه څرګندی کړی ځکه دهر هېواد خلک دخپلو ملی ارزښتونو او اسلامی عقیدی له مخی کولي شی چې خپل برخه لیک پخپله وټاکی ځکه په نړي او په ځانګړی توګه په افغانستان کې له بهره رالیږل شوي واکمنان او دولتی تشکیلاتی بڼه نه شی منلی له دی کبله یوځل بیا په نړیوالو سوله غوښتونکو هېوادو غږ کوی چې په فساد او غصب باندی دککړو عناصرو دتبلیغاتو کمپاین ترتاثیر لاندی رانه شی او په افغانستان کې اوسنی امنیت ته په کتو سره هغه لار غوره کړی چې دسولي او امنیت له پاره ګټوره وي. اسلامی امارت باورمن دي چې په هېواد کې د اوسنی امنیت په رامنځ ته سره هیڅ وسله واله ډله نه شی کولی چې په پراخه پیمانه د راټولیدو ځای ذګی پیدا کړی پرته له دی چې کله کله غلچیکی بریدونه چې زیات یې د اسلامی امارت دمجاهدینو له خوا په نطفه کې خنثی شوي اوله منځه تللی دی.
اشغالګر هېوادونه او ملګری ملتونه باید ومنی چې په امریکا، جرمنی، فرانسه او داسی نورو هېوادو کې هم کله کله ترهګرییز بریدونه ترسترګو کیږی هلته هیڅوک دنیوکي ګوته نه نیسی خو کله چې په افغانستان کې کومه عادی پیښه وه شی بیا نو د اسلامی امارت په وړاندی غربی ډڼډورچیان تبلیغاتی کمپاین شروع کړی او هرهغه څه چې دحقیقت او واقعیت څخه لری وي لمن وهې دا ډول کړنی هیڅ وخت دنړیوالی سولي سره سمون نه خوري او دبی باوری فضا رامنځ ته کوي.
اوس د اسلامی امارت مجاهدین په دي توانیدلی چې په هېواد کې سراسری امنیت ټینګښت اوسله ییزه فضا پراختیا ومومی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *