اجتماعیمقالات

مطبوعات دیوه ملک د فعالیتونوڅرګنده هېنداره

حیا ت الله حلیم

د پخوا په پرتله نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې مطبوعات اوس او رسنۍ دومره پرمختللې چې نړۍ ته یې یوه کوچني کورهیثیت وربښلی دی، همدا وجه ده چې د اهمیت اومهمیت له مخې مطبوعات اوس په نړۍ کې د څلورمې قوې په توګه پېژندل شوي، حق هم داسې دی ځکه مطبوعات دي چې یوملک په فرهنګي ، سیاسي ، اقتصادي اوادبي برخوکې نوروملکونوته ورپېژني .

په افغانستان کې مطبوعاتي فعالیتونه د نورې نړۍ په څېر(یوه نیمه ) پېړۍ اوږده مخینه لری چې دزمانې په تېرېدوسره یې خپل د ودې اوپرمختګ پړاوونه د زیاتوستونزوپه غېږه کې یوپربل پسې ترپښوکړي اود نړۍ له نوروهېوادونوسره په سیالۍ یې ځان تراوسني ځایه را رسولی دی .

په نړۍ کې د لیک ترپیدایښت وروسته په لیکلي ډول د اطلاعاتو رسول پیل شول ، بیا وروسته په ځینو هېوادونوکې قلمي جریدې دود شوې ، کله چې د چاپ سیستم اختراع شونومطبوعاتي فعالیتونو وده وکړه اود نړۍ په ګڼوهېوادونوکې یوپر بل پسې خپرونې را منځ ته شوې ، ورځپاڼې ، جرېدې او مجلې چاپ شوې اود مطبوعاتودسمون اوکنترول لپاره منظمې اوځانګړې لویې او وړې ملي ادارې جوړې شوې ، زموږ په هېواد کې مطبوعات تر ۱۸۷۰زیږدیزکال وروسته د امیرشیرعلي خان په وخت کې د شمس النهاردجریدې په خپرېدلوسره پیل شول چې په ۱۸۷۸ کال د انګریزانو ددوهم تېري پرمهال ناڅاپه د اخباراوکتابونوخپرېدل بند اومطبعې ویجاړې شوې په ۱۹۰۶کال کې  سراج الاخبارخپرېدل یوداسې څرک وچې له لومړی ګڼې وروسته د انګریزانو په نیغه لاسوهنه توقیف اوخپرېدل یې بند شول دا ځکه چې انګریزان ددغه اخبارله لارې د افغانانوله ذهني تنویرېدل ، د امان الله خان د واکمنۍ په مهال په ټول هېواد کې ترشل زیاتې مجلې جریدې اوورځپاڼې خپرېدې خوکومه مستقله دولتي اداره یې نه درلوده او هرې خپرونې به په خپله خپل کارکاوه ، په ۱۹۲۰ کال د امان افغان چلونکي سید قاسم رښتیا وټاکل شواوشپږ کاله یې دا جریده وچلوله ، په دغه دوران کې دده له نامه سره د مطبوعاتود رییس کلمه هم ولیکل شوه اودا ښیې چې دولت غو ښتل د افغانستان د مطبوعاتود ادرې لپاره یوه ځانګړې او مستقله اداره جوړه کړي اوداهم ښیې چې ددغه ریاست لپاره ارواښاد سید قاسم رشتیا ټاکل شوی و خو له اوږده لټون سره سره ، دده د ریاست د زمانې فعالیتونه ونه موندل شول اوداښیې چې دا اداره یوازې د کاغذ پرمخ پالیسي جوړوونکې اداره پاته شوې وه ، همدا وجه وه چې څه وخت وروسته د مطبوعاتود ریاست دا جمله « دامان افغان» د جرېدې د (مدیر) له څنګ نه لیرې شوه خو له اوږدې مودې وروسته په افغانستان د مطبوعاتو فعالیت په ریښتنې توګه مخ په ځلېدوشو ځکه ګڼې جریدې ورځپاڼې مجلې چاپ شوې د (اصلاح)  ورځپاڼه را منځ ته شوه، انیس بېرته خپورشو، د اقتصاد ، کابل ، حی الفلاح ، سالنامه کابل اونورې خپرونې را ووتې په ۱۳۲۸ کال د هېواد ورځپاڼه پرفعالیت پیل وکړ، خو بیا هم هرې خپرونې خپله ځانګړی مطبوعاتي سیاست او اداره درلوده ، همداراز دولایتونو چاپي خپرونوهم مرکزته ورته بڼه درلوده ، د هرات اتفاق اسلام ، دکندهارطلوع افغان ، د ننګرهاراتحاد مشرقي ، د مزارشریف بیدار،  خپرونې له خپلو ولایتونو سره تړلې اوپه خپلو پالیسیو خپرېدلې .

د مطبوعاتو د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره او ددې لپاره چې خورې ورې خپرونې تر یوه واحد اومتحد چترلاندې راوستل شي د ۱۳۱۸ کال د مرغومي د میاشت په ۱۵ نیټه د کابل د ادبي انجمن پربنیاد د مطبوعاتود ریاست خښته کیښودل شوه ، چې رییس یې ارواښاد علامه صلاح الدین سلجوقي اومرستیال یې علامه عبد الحی حبیبی اوسلاکاریې ارواښاد ملک الشعرا قاری عبد الله خان وټاکل شول او د خپرونو عمومي مدیریت ، د آژانس مدیریت ، د پښتو ټولنې عمومي مدیریت ،  دتاریخ مدیریت ، د صحافت مدیریت اود درادیود ادارې په نوم تشکیلات یې درلودل چې هرمدیریت څانګړې وظیفې درلودې اوټولوبه په ګډه د خپل منځي مهال ویش له مخې کارکاوه اوپه دې توګه د مرکز او ولایتونو ټول مطبوعاتي فعالیتونه تریوه واحد او متحد چترلاندې را غلل ، د نشراتو ریاست دخپرونو د لاښه والي پراختیا او پرمختیا لپاره د مرکز او ولایتونو خپرونو ته لایحې جوړې کړې ، سرمقالې اونورمضامین به یې ورته تهیه کول د نظمي اونثري خپرونولارې چارې به یې ورښودې د ورځپاڼو د لمنولپاره به یې ناولونه ژبا ړل او د ولایتونو جریدو ته به یې لازمې لارښونې لیږلې ، له مطبوعاتو سره د همکارۍ لپاره یې لیکوالان وهڅول ، د مطبوعاتي همکارانو لپاره یې د کلنیوجایزو ټاکل په پام کې ونیول ،  داملا اوانشا د سمون لپاره یې د تنفیذ د اصولوکتابچې خپرې کړې  او په دې توګه یې په  مرکز او ولایتونو کې مطبوعات په یو لاس اداره کول دا وخت ترنورومدیریتونوترڅنګ د آژانس د مدیریت رول او فعالیت ځکه لوړ و چې له بهرنۍ نړۍ سره د خبرونو د تبادلې دوه اړخیز تړونونه درلودل چې د افغانستان خبرونه به هغوی ته رسول او له هغوی نه به یې هم لازم خبرونه تر لاسه کول چې لومړی به په اخبارکې خپرېدل او وروسته به رادیو ته تلل اوهلته به خپرېدل ، دمطبوعاتو ریاست ورو ورو پراختیا وموندله اود دایرة المعارف پروژه پرې ورزیاته شوه ترڅوپه ۱۳۴۲ کال د مطبوعاتو ریاست د ( اطلاعات کلتور) په نوم وزارت ته ارتقا وکړه اوپه دې توګه تر۱۳۸۰ کال پورې په افغانستان کې تقریبا ټولورسنیو په دولتي سکتورکې فعالیت درلود او ددولت سیاست به یې تمثیلاوه خودتیرجمهوریت په دوران کې ددولتي سکتورترڅنګ په خصو صی سکتورکې هم داسې رسنۍ فعالیت ته شاملې شوې چې شمیره یې په مرکزاو ولایاتوکې سلګونوته رسېده ، یوشمېرله دغه خصوصي رسنیوچې ورځپاڼو جریدو او اونیزو سربېره رادیوګانې اوتلویزیوني چینلونه هم پکې شامل وو د بیان د آزادۍ ترنامه لاندې خپل سري نشرات پیل کړل چې اکثره له دې رسنیوله بهرڅخه تمویلېدې اوددولتي سیاست چندان فروا یې نه درلوده ، ددې رسنیوترمنځ داسې رسنۍ هم وې چې خپرونې به یې له یوې مخې ددولت له سیاست سره په ټکرکې وې خومخه یې چا نشوای نیولای ځکه دوی داسې داخلي اوبهرني مربیان درلودل چې په کنترول یې د چا زورنه رسېده ، دې خپل سریوخصوصي رسنیواکثره قومي نزاکتونوته هم لمن وهله اویا به یې په تمثیلي پارچوکې پرې ملنډې وهلې د اطلاعات فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونود دارې له توان څخه یې کنترول لوړ و، نه یوازې رسنۍ بلکې دا وخت په خصوصي مطابعوکې هم داسې کتابونه  چاپ کېدل چې ملي وحدت ته د مارد ذهروپه شان خطرناک ول خوکنترول یې د کومې دولتي ادارې په توان کې نه و .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *