له نظام او مسءولينو سره څنګه مرسته کولى شو
لکه څرنګه چې الله جل جلاله د نړۍ د نظام چلولو نيابت خپلو بندګانو ته سپارلى ، نو طبعا بندګان په بندګۍ هڅې او کوښښ مکلف دي ، له دى نه ها خوا بيا په چارو کې يو له بل سره مدد ثابت او حق دى ، له همدې امله د اشغال د خاتمې د ښاغلو او ميړنيو سپاهيانو سره په مبارزه کې مرسته زموږ ديني او ملي وجيبه جوړېږي چې بايد په پوره معنا د دې راغلي اسلامي نظام مرستنديان شو ـ
په دې خو اوس هر څوک ښه پوهېږي چې اوس نړۍ د افغانستان په اړه له داسې سياست څخه کار اخلي چې د افغانستان حقه حقوق د مغرورو غليمانو په منګولو کې بې له سره نوشته پراته دي ، دوى او سازمانونه يې بيا د افغانستان په باب له بهانو نه تيريږي ، کله هم يوه بهانه د ابزار په توګه کاروي اوکله هم بله ، نو موږ ټولو ته پکار ده او دا زموږ وجيبه ده چې
د نړيوالو هغه غلط تبليغات چې د خپلو ګټو لپاره يې بيا بيا د نظام په خلاف زمزمه کوي هيڅ وبولو او بيخي غوږونه پرې کاڼه واچوو، ترڅو مو د شيطان د ملګرو پلانونه په بشپړ ډول خنثی کړي وي او د هغو شريرو او فتنه اچونکو ډلو او اشخاصو د تبليغاتو ښکار نشو چې هغوى د دې الهي نعمت چې اسلامي نظام دى مخالفت او کفران کوي ـ د هغو د ناوړه او غلطو تبليغاتو د ترويج او نشر دنده خپله نکړو بلکې برعکس يې بايد مبارزې ته ملا وتړو ـ ځينې هيودوال بيا د هغوى له فعاليت څخه په ډار او کې وي نو هغوي بايد په دې پوه شي چې هيواد يې اوس غښتلى ځواک او ځانګړى اردو لري چې د فتنګرو فلانونه په نطفه کې خنثاء او شنډ وي ان شاء الله ، بايد پوه شو چې دلته د نورو پرديو کړيو فعاليت ازمويل شوى او نتيجه يې نه ده ورکړې او نور به هم نتيجه ورنه کړي ان شاء الله ـ
هيوادوال بايد د خپل راغلي شرعي ملي او اسلامي نظام پوره حمايت وکړي او اوږه په اوږه ورسره ودرېږي ـ
هيوادوال بايد له ملاتړ سره سره د الله جل جلاله ځانګړى شکر اداء ځکه چې پهدې نظام کې له هر نظام څخه ډېر د دوى عزت خوندي دى ـ
کارپوهان ، اداري فعالان ، ټولنپوهان، ليکوالان ، شاعران ، سياست پوهان، طبيبان ، استادان، زدکړيالان ، ځوانان او هر هغه څوک چې د کوم هنر سره مينه لري بايد په پوره اخلاص او متانت سره خپل مسلک ته وده او پراختيا ورکړي ، ترڅو مو هيواد او نظام ته په پوره پېمانه خدمت کړي وي او خپل مسءوليت مو اداء کړى وي ـ
له شکر سره سره مو د نظام د بقاء او د مشرانو ساتنې لپاره په دعا موږ ټول وطنوال مکلف يو ، يواځې د جمعې د خطبې په دعا بسنه ونه کړو بلکې تل يې په نيکو دعاګانو کې ياد کړو ـ
د کوم مسءول عيب د رسنيو له لارې مه خپروئ ، د سمون لاره يې دا نه ده ځکه دا نورې ستونزې زېږوي ـ
د نظام د اصلاح لپاره وخت په وخت د امر بالمعروف ،نهي عن المنکر او د شکاياتو اوريدلو وزارت له ارګان سره اړوند شکايات ، ځانګړي اندونه او نيکی مشورې شريکي کړئ ـ
د کومې ناوړه پيښې سره د مخامخ کيدلو سره سم د اړوند مربوط ارګان سره اړيکه ټنګوئ ـ
هېره دي نه وي چې زموږ لږ مرسته به د نظام د قيام سبب او وسيله شي ـ
ياده دې وي چې د نظام پرمختګونه او لاسته راوړنې د تېر کال په بهير کې بې ساري دي او په راتلونکي کې د لاښه پرمختګونو په تمه يو ـ
د تېر کال لاسته راوړنې :
د سر تاسري امنيت تامين
د عمومي عفو تعميل
له بهرنيو هيوادونو سره نيک تعامل
په پراخ کچه په ټول هيواد کې د سيلانيانوګرځېدل
د تېر نظام د ځينو لوړپوړو چارواکو عادي ژوند ته راستنېدل
په انکشافي پروژو کې زياتوالی راوستل
د هيواد په بيا رغونه کې کوټلي ګامونه اخيستل
سيلاب او نورو پيښو ته بشپړه رسيدګي کول
د اقتصاد پراختيا اومعياري کول
د سوالګرو راټولول
د اوږدو لارو د سړکونو جوړول
د سالنګونو رغول
د قوشتپې د لومړي فاز بشپړول
د ګوانتانامو نه د پاتي بنديانو راخلاصول
د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کول
په بشپړه توګه د رسنيو پراخ فعاليت کول
د الهي احکامو(حدودو او قصاص) نفاذ راوستل
د راستنېدونکو مهاجرينو ښه او غوره مديريت کول
د سرحداتو پوره کنټرول
د بغاوتګرو او فتنه اچونکو پرضد مبارزه
د چکډيمونو جوړول
د اداري فساد نشتون
د افغانۍ ارزښت ساتلو هڅې
محمد عبد العلي ترابي