سیاسیمقالات

له اسلامي امارت سره تعامل د نړیوالوپه ګټه دی

حیا ت الله حلیم

کله چې موږ دا خبره کوو، نودمنطق اواستدلال په رڼا کې باید په ثبوت ورسوو، چې دکومې تګلارې اواصولوله مخې له اسلامي امارت سره تعامل دنړیوالوپه ګټه دی ؟ اسلامي امارت کومه لاره خپله کړي اونړیوال دکومودیپلوماتیکواصولوڅخه پیروي وکړي څودجانبینوسیاسي، اقتصادي اودیپلوما تیکي ګټې خوندي پاته شوې وي .

اسلامي امارت پرته له دې چې کوم هېواد یې په رسمیت وپېژني حاضرحال د نړۍ د ګڼوهېوادونوسفارتي فعالیتونه دپخوا په څېرپه عادي ډول په دغه ملک کې پرمخ روان دي اود یو شمېرنوروهېوادونوسره هم د سیاسي نماینده ګیو، له لارې تعامل موجود دی ، همدارنګه د افغانستان سفارتونه دنړۍ په ډېرشمېرهېوادونوکې فعال اوداسلامي امارت له احکامو پیروي کوي ، راکړه ورکړه (صادرات ، واردات ) دجمهوریت په پرتله اوس په شفافه توګه په لوړه پیمانه ترسره کېږي ، ډاډمن امنیت تامین دی ، په هره برخه کې د بیا رغاونې کارونه ښه پرمخ روان دي ، دلویواوکوچنیوسړکونو، رېل پټلی اوهوايی د هلیزونوپه ذریعه ملي اونړیوالې مواصلاتي لیکې رغول کېږي، د کرنیزسکتورودې او پرمختیا ته مسؤلانه پاملرنه شوې، د اوبود خیرې لپاره بندونه اوچک ډیمونه جوړېږي اوپه زرګونوپراختیایي پروژې ترکارلاندې دي ، لنډه داچې دنړۍ یوشمېرهېوادونه چې د افغانستان په ضد مغرضانه اهداف نلري له دغه ملک سره د یوه واحد اوپه رسمیت پېژندل شوي حکومت په څېرپه ټولواقتصادي ، سیاسي ، دیپلوماتیکي اوفرهنګي برخوکې نیک چلند لري چې دا پخپله د یوه مثبت تعامل نښه ګڼل کېدای شي، یاد هېوادونه په افغانستان کې دامنیت اومځکني تمامیت په ګټه اوارزښت سم پوهېدلي اوپه افغانستان کې تاوتریخوالي ، نا امنۍ اوحاشیې ته ددغه ملک ټېل وهل ، نه یوازې د ځان ،بلکې د سیمې اونورې نړۍ په ضررهم بولي ، نوځکه تل په دې هڅه کې دي چې داسلامي امارت په ننګه ، په مثبت اړخ کې تل ددغه ملک په خوا پورې ودرېږي .

همدا اوس وینوچې یوشمېرمغرض هېوادونود خپلورسنیوله لارې په افغانستان کې دداعش د تروریستي سازمان د موجودیت په پلمه د ناامنۍ چیغې پورته کړي خوددوی دا ادعا په دیوال د وچوخاورود نښلولو په مانا دي، ځکه اسلامي امارت اوملت په یوه اتفاق دداعش په مقابل کې دومره حساس او فعال دي چې که یې د غړي موجودیت چېرې تشخیص شي د سترګوپه رپ کې به یې سرورترخوله وي.   داعش هغه بدنامه ، مردوده اومنفوره پدیده ده چې د امریکا لخوا د (اسلامي حکومت ! ) په نامه اوپه تحت لفظي مانا [ دولت اسلامي عراق ، شام  (!؟) ] جوړشوی اود اسلام د بد نامولو لپاره په اسلامي نړۍ کې ګومارل شوې ، دا حقیقت اوس ماشومانوهم درک کړی دی . اصلې خبرې ته را ګرځو : افغانستان اوس دداسې حاذقوطبیبانولاس ته لوېدلی چې د ټولودردونولپاره مداوا دی ، موږ ولیدل چې په افغانستان کې د ډلوټپلو واکمنۍ د (اضدادو) د موجودیت له وجې ملت په وینورنګ کړ ، روسي اشغال قومي تفرقې ته زمینه مساعده کړه ، سمتي اوقومي حکومتونو لومړی تعصب او وروسته یې همدا تعصب دملت په وړاندې په تبعیض بدل شو چې په نتیجه کې یې حاکمیت د خپل منځي جګړوله وجې په تاریخ پاڼو کې سخت خونړی ریکارډ شو ، همدارنګه وروستی امریکایی اشغال خوهغه بدنامه پدیده وه چې یوه افغان ته هم د منلونه وه نوځکه دبې دینه  اشغالګروسره جهاد فرض عین وګرځېد ، که اوس څوک دا چیغې وهي چې حاکمیت د یوې ډلې په لاس دی حقیقت دادئ چې دا کومه قومي اویاهم د کومې بهرنۍ ایدیالوژۍ پیرو ډله نه ده ، بلکې هغه اسلامي ډله ده چې د۴۵کالو را پدیخوا د افغانانوتقاضا وه ځکه اسلامي امارت دی چې د مسلمانانوترمنځ یې اتحاد او اعتماد را وستلی او په تشکیل کې یې د هرقوم وګړي شتون لري اوداهغه ډله ده چې د افغانستان د ۹۹ سلنې اکثریت نفوسوغوښتنه ده .

افغانانود ټولوقومي ، حزبي ، اشغالي اوسمتي رژیمونو مزه څکلې ، ټول یې په وینورنګ او له ملت سره په جګړو اوښتي رژیمونه ثابت شوي اوځینوخویې په افغانستان کې دبهرنیانود اشغالي مداخلولپاره زمینه هم برابره کړې وه .ددې ترڅنګ په پورتنیو جوړښتونوکې تشکیل شویوحکومتونود ملت لپاره کارنه کاوه ، چا د خپلوجیبونود ډکولولپاره هڅه درلوده ، چا به دا خاوره دنړۍ د استعمارپه مارکېټونوکې دخرڅلاو یا اشغال لپاره بولۍ ته اېښې وه  اوځینو بیا به د افغانستان په لرغوني تاریخ د نوي تاریخ لیکلوتکل درلود څود افغانستان هویت ختم اویا یې له منځه یوسي ، دا ټول هغه څرګند حقیقتونه و، اودي ، چې انکارترې نشي کېدای .

اشغال په هېڅوجه مثبت اړخ نلري، دقومونوهویت له منځه وړي اود مللونو آزادۍ ، په اسارت بدلوي.

موږ ولیدل چې امریکایي اشغالګروله افغانستان څخه د وتلوپرمهال برناحق د هېواد هوایي تاسیسات وران او ویجاړکړل خو نیک. مرغه چې داسلامي امارت په هاند اوهڅوله ډېر ژر سره رغول شول ، د اسلامي امارت د واکمنۍ څه کم دری کاله پوره کېږي خوله نیکه مرغه چې تراوسه په هېڅ برخه کې داسې مشهوده تشه نه ده احساس شوی چې ګوته ورته ونیول شي او د ملک ته ضررپرې تکیه شوی وي ، سره له دې چې په میلیاردونوډالره پانګه موپه بهرکې کنګل شوې خوبیا موهم د پرمختګ ماشین ګړندی پرمخ روان دی. خبره مو د نړیوال تعامل په اړه وه چې په صورت اوموجودیت کې یې سوداګري پراخېږي، را کړه ورکړه زیاتېږي ، خبره موباور پیدا کوي اویود بل پرمټ اقتصادي پرمختګونه را منځ ته کېږي ، که چېرې خدای مکړه زموږ په ضد په مختلفو پلموکوهي کیندل کېږي ، هېڅ دچا په توان نشته ، ځکه د کوهي کیندل ددې سبب کېږي چې کوهي کیندونکی پخپله پکې ولوېږي ، نوحاصل د کلام دادئ چې د نیک چلند په صورت کې  حسن نیت را منځ ته کېږي، د حسن نیت په صورت کې تفاهم راځي او دتفاهم په صورت کې لانجې حل کېږي اوامنیت قوي کېږي . د خپلوخبروپه وروستیوکې دې یو ځل بیا دغه ټکي ته اشاره کوو چې نړیوال باید له اسلامي امارت سره د رسمیت پېژندلوپه بڼه تعامل وکړي اوکه چېرې یې رسمیت پېژندلوته پلمې لټوي اوبیا په خپل زړه فرمایشونه هم ورکوي دا به د مداخلې بڼه ولري او افغانان هغه وګړي دي چې د هېچا فرمایش نه مني او پوره ۴۵ کاله یې د نړۍ زورمندان او طاغوتي قدرتونه د جګړې په ډګر، وګډول او رقصول اوسرانجام یې لاس ترپښواوږده سرڅوړي اوسرکوزي له ملکه وشړل .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *