تبصره

فشار او بندیزونه ستونزې نه شي هوارولی

څرګنده ده چې د اشغالګرو سره دیوه خونړی جګړی را وروسته د اسلامی امارت په وړاندی ډول ډول ستونزي رامنځ ته شوي چې د اشغالګرو او جګړه مارو د ژمنو او د دوحی د هوکړه لیک څخه څرګنده سره غړونه بلل کیږی.

متین

څرګنده ده چې د اشغالګرو سره دیوه خونړی جګړی را وروسته د اسلامی امارت په وړاندی ډول ډول ستونزي رامنځ ته شوي چې د اشغالګرو او جګړه مارو د ژمنو او د دوحی د هوکړه لیک څخه څرګنده سره غړونه بلل کیږی. ځکه په دوحه کې لاس لیک شوی هوکړه لیک له مخی باید د اسلامی امارت دغړو په وړاندي هغه بندیزونه چې لګول شوي باید له منځه تللی وي خو برعکس اشغالګر هېوادونه چې خپلو ژمنو ته ژمن نه پاتی کیږی په داسی کړونو لاس پوری کوي چې د اسلامی امارت اړیکی دنړیوالو سره زیانمنوی دهمدی اشغالګرو او په کور دننه دهغو ډلو ټپلو دناوړه او له حقیقت څخه دلری تبلیغاتو پایلی دي چې تردي دمه یې د اسلامی امارت د رسمیت پیژندنی په وړاندی خڼډونه او ستونزي را پیدا کړی. خو اسلامی امارت چې دمنظم او سنجول شوي کړنلاری له مخی هڅه کوي ترڅو نړیوال په دی وپوهوی چې اسلامی امارت دخپلو سرښندونکو مبارزو په ترڅ کې یوی را تپل شوی جګړه ته دپای ټکی ایښی او په هېوادکې دننه او بهر یې دسوله ییزی فضا د رامنځ ته کیدو او ټینګښت له پاره نه ستړی کیدونکی هڅی له پامه نه دی غورځولی. همدا وجهه ده چې ځینی لاس وهونکی او ځان خوښی هېوادونه چې په سیمه کې امنیت او د افغانانو هوساینه نه شی زغملی هڅه کوي چې د اسلامی امارت له پاره نوری ستونزی رامنځ ته کړی څو ورځی مخکی د امریکا دبهرنیو چارو د وزارت له خوا د اسلامی امارت د غړو د بندیزونو په هکله وړاندوینی درلودي چې په ښکاره د دوحی د ژمنو خلاف ګڼل کیږی اسلامی امارت د امریکا دبهرنیو چارو دنویو بندیزونو په هکله غوڅ غبرګون وښود څرګنده یې کړه چې د اسلامی امارت په وړاندی نوی بندیزونه د اړیکو دپیوند دغښتلتوب له پاره خڼډونه را پیدا کوي غوره به وي چې امریکاییان د اسلامی امارت له حوصله مندی ناوړه ګټه پورته نه کړی او دهغی لاري لټون ته پاملرنه وکړی کوم چې دسیمی او نړۍ له پاره د هوساینی او د راکړو ورکړو لامل ګرځی.

امریکایې چارواکې باید پوهه شی چې د اسلامی امارت په وړاندی که هرڅومره بندیزونه او ستونزی ولټول شی هیڅ لاس ته راوړنی به ترلاسه نه کړی ځکه د اسلامی امارت مسؤلین دجګړی پرمهال هم د زیاتو پوځی ګواښونو سره مخامخ و خو دخپلی هېوادنی مینی او اسلامی عقیدی له مخی دتیری کوونکو اشغالګرو ځواکونو هیڅ ډول فرمایشو نه او وړاندوینی یې ونه منلی ترهغه چې اشغالګر دهېواد پریښودوته اړایستل شول. اوس چې هېواد د اشغالګرو له شتون څخه پاک شوي دهېواد هروګړی دي ته لیواله دی چې شتو ستونزو په زغملو سره به دخپلو کورنیو عوایدو له لاری را پاتی شوي ستونزی ورغاوي دهغو هېوادو سره به اړیکی ټینګی او پراخه کړی چې د اسلامی امارت ملی ګټو او اسلامی ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوری. همدا اوس د اسلامی امارت له واکمنی لږه موده تیریږی خو په تش لاس او دنړیوالو دبندیزونو سره سره دخدای(ج) په فضل او مهربانی سره د ډیرو هېوادو په پرتله اقتصادی ستونزی دهواریدو په حال کې دي. داپه داسی حال ده چې اسلامی امارت دیوی شل کلنی ناوړه جګړی څخه راوتلی او دنړیوالو ناوړه او غیر قانونی بندیزونو سره مخامخ شوي خو بیاهم په اقتصادی برخه کې یې لاس ته راوړنی زیاتی او دپام وړدی لري به نه وي چې افغانان د اوسنی اقتصادی کمزورتیا څخه وژغورل شی ځکه دا مهال په کور دننه په هغو منابعو کار روان دي او تردي دمه ښی لاس ته راوړنی ترلاسه شوي دي چې څرګنده بیلګه یې د قوش تیپی د کنال ترڅنګ د قشقری دتیلو دکان څخه دا مهال د ورځی 200 ټنه تیل استخراجیږی.

دغه راز د کمال خان بند، دتراکو کانال د تحکیم چاری بشپړی شوي او هغه پروژی چې ستراتیژیک ارزښت لري یوپه بل پسی به یې تخنیکی کارونه بشپړشی.

منو چې نړیوال فشارونه او ناوړه بندیزونه به دهېواد دملی اقتصادی په پیاوړتیا کې ځڼډونه رامنځ ته کړی خو د اسلامی امارت د عملی او مناسبو طرحو له مخی به شته ستونزی هواری او دنړیوالو دبندیزونو سره سره به دهېواد دپرمختګ او دهېوادوالو هوساینی له پاره لار هواره شی. د اشغالګرو د ناوړه هڅو څخه جوتیږی چې د دوحی ژمنو ته ژمن نه پاتی کیږی غواړی چې دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره پلمیزو هڅو ته دوام ورکړی خو اسلامی امارت به هیڅ هېوادته ددي اجازه ورنه کړی چې خپلی ناوړه موخی دفشارونو او بندیزو له لاری ترلاسه کړی هغوی چې په پوځی برخه کې له ماتی سره مخامخ شوي بیا به هم په اوسنیو وضع شویو بندیزونو کې لاس ته راوړنی ونه لري او هیڅ وخت به دخپلو ناوړه او ناروا موخو څخه برخمن نه شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *