فرهنگی

د مفهوم له مخې د متن لیکنه

پنځونې یا ادبي لیکنو کې تاسو کولای شئ، لیکنه په بېلابېلو عبارتونو، لغاتونو، هدفونو او لارو ولېږدوئ.

وحیدالله مومند

دویم برخه  او پای

پنځونې یا ادبي لیکنو کې تاسو کولای شئ، لیکنه په بېلابېلو عبارتونو، لغاتونو، هدفونو او لارو ولېږدوئ.

معلوماتي لیکنې:

په دې ډول لیکنو کې ستاسو موخه یوازې مخاطبینو ته د معلوماتو رسول دي، چې پکې تر ډېره عام لغاتونه، کره اصطلاحات، ښکاره او په مستقیم ډول پیغام لېږدول کېږي. په دې دول لیکنو کې متلونه، اصطلاحات، عبارتونه او سخت لغاتونه ځای نه لري او که وکارول شي نو لیکنه مو له بطلان او بې خوندۍ سره مخ کوي. دا ډول لیکنې باید داسې وشي لکه ورځنۍ خبرې او هېڅ ډول ابهام ونه لري. معلوماتي لیکنې د مخاطبینو د لا پوهېدنې لپاره کېږي، د معلوماتي لیکنې لپاره دا بېلګه ولولئ:« افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري، تر ټولو لوی ولایتونه یې په ترتیب فراه، هیلمند او کندهار دي. د افغانستان پایتخت د کابل ښار دی. په افغانستان کې هر ولایت یو سرپرست (والي) او هر وزارت په ولایتونو کې یو ریاست لري، د افغانستان ټول وزارتونه په کابل کې دي. د نفوسو د شمېر له مخې تر ټولو ډېر وګړي په کابل کې اوسي.»

تاسو په دې لیکنو کې له ورایه وینئ، چې هر څه واضح بیان شوي او هېڅ ډول کوم نامأنوس، ورک، بې خونده او په بدیعي صنایعو ولاړه کومه جمله، لغت یا بېلګه نه وینئ، هر څه مستقیم او پرته له کوم ګرداب څخه بیان شوي، لوستونکی فکر کولو ته نه اړ کوي، بلکې د متن له لوستلو سره په هر څه پوهېږي.

علمي یا څېړنیزه لیکنه:

په علمي لیکنو کې باید د هرې ژبې کره او په لغاتونو ولاړه ژبه وکارول شي، په دې مانا چې لغاتونه او د جملو تړاو یې له ورځنیو خبرو اترو پورته او له زده‌کړیز چاپیریال سره برابرې وي. نږدې ټول لوستي کسان په دې لیکنو پوهېږي او دا لیکنې د یوې ژبې د ګرامري جوړښت او ارزښت په پام کې نیولو سره کېږي. د څېړنې او علم ژبه باید له هر ډول ابهام پاکه وي. په دې ډول لیکنو کې د اصطلاحاتو او متلونو کارول اجازه نه لري، همدارنګه ژبه یې باید ډېره روانه او منطقي وي. دا ډول لیکنې تر ډېره د روایتونو په اساس او کتابتوني ډول وي، مطلب دا چې د یوې موضوع په اړه له مختلفو کتابونو معلومات راخیستل کېږي او پایله یې یو نوی جوړښت جوړوي. یا هم ویلی شو چې دا ډول لیکنې د تقلید پر بنسټ کېږي او تخلیق پکې د مفاهمو د تړلو په اندازه وي.

د علمي لیکنې بېلګه ولولئ:«فیوچرېستان له طبیعت پاللو سره جوړ نه دي، دوی ځنګلونه، غرونه، د سیند غاړې او داسې نورې طبیعي منظرې په خپلو اثارو کې نه انځوروي. لامل یې په صنعتي او شور ماشور ژوند کې ډوبېدل ښيي. دوی له باده ډک طوفان، د لوړ پرواز کارغه له بې قراره انسان سره تشبیه کوي، دوی هغه اثر هنري بولي چې پکې خوځښت، سرعت، زړورتوب، خطر او جسارت موجود وي».

تاسو وینئ چې په علمي لیکنه کې څومره روانه، ساده، خوږه ژبه کارول شوې، داسې پټ او ګډوډ هېڅ پکې نشته او پيغام مستقیم د نقل قول په بڼه تر لوستونکو رسوي.

د پېښو یا ژورنالیزم لیکنې:

د یوه خبر یا پېښې ژبه له علمي، ادبي او معلوماتي بڼو سره جوت توپير لري. په خبرونو او راپورونو کې تر ډېه عام فهمه، مانوس او ډېر کارېدلي لغاتونه کارول کېږي. د خبري لیکنو جملې د رواني جوړښت له مخې ډېر توپير لري، په دې ډول لیکنو کې موخه په اسانه او عامه ژبه بیانېږي او یوازې د اړونده پېښې جریان لوستونکو ته لېږدول کېږي، خبري ژبه د عامو خلکو ژبه وي او داسې باید ولیکل شي، چې له کوچنيو ماشومانو نیولې ان تر لویانو ټولو سواد لرونکو او بې سواده خلک پرې بشپړ پوه شي. دا لیکنې تر ډېره په رسنیو کې کارول کېږي، لکه دلته یو خبر لیکوو:

« د کابل جلال‌اباد پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي. پېښه نن سهار لس بجې رامنځته شوې، بل خوا ځايي اوسېدونکي د پېښې علت د سراچه‌ډوله موټر له استنادي دېوال سره لګېدل بولي. په دې وروستیو کې د ننګرهار اوسېدونکي د ټرافیکي پېښو له ډېرښت شکایت کوي».

په دې خبر کې داسې متن لیکل شوی، چې په لوستلو یې ستاسو ټولې پوښتنې د پېښې په تړاو حل کېږي او هېڅ ډول فکر ته مو نه اړ کوي. په دې ډول په خبري لیکنو کې باید داسې متن ولیکل شي، چې لوستونکي ته کوم ډول ذهني پوښتنې د پېښې د ډول، ځای، جنسیت، لامل او ځینو نورو مهمو څیزونو په اړه پاتې نه شي، همدارنګه باید یوازې په دې تاکید وشي چې پيغام او جزیات بشپړ ولېږدوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن