افغانستان

لوی درستیز د ۲۱۷عمري قول اردو او اوومې سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د ملي اسلامي اردو د ځواکونو له قطعاتو څخه د کتنې په دوام کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو مرکزي قوماندانۍ،  د ۷مې سرحدي لوا او د دغه ولایت شیرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان پولې څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د منسوبينو کارونه او فعاليتونه و ارزول او د هغوى وړانديزونه او ستونزې يې هم واورېدلې او هغوی سره یې د حل کولو ژمنه وکړه.

له بلې خوا د وسله وال پوځ لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د بشپړ ملاتړ او حمایې ډاډ ورکړ او د حل په موخه

یې لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز ستردرستیز له سرتېرو وغوښتل چې د خپلو هېوادوالو د هوساینې او سکون لپاره لا زیات زیار او کوښښ وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *