فرهنگی

د مفهوم له مخې د متن لیکنه

د پیغام د لېږد له مخې متن بېلابېل ډولونه لري، چې د دې ټولو لپاره د متن ټاکنه یو معیار دی. مانا دا چې د مفهوم او ډول له مخې متن خپلې ځانګړتیاوې لري، چې په ځینو یې دلته خبرې کوو.

لومړی برخه

وحیدالله مومند

د پیغام د لېږد له مخې متن بېلابېل ډولونه لري، چې د دې ټولو لپاره د متن ټاکنه یو معیار دی. مانا دا چې د مفهوم او ډول له مخې متن خپلې ځانګړتیاوې لري، چې په ځینو یې دلته خبرې کوو.

پنځونې یا تخلیقي لیکنې:

په دې ډول لیکنو کې موږ هر ډول لغاتونه، جملې، استعارې، متلونه، اصطلاحات، بدیعي او ادبي صنایع کارولی شو، هر ډول پیغام په څو لارو رسولی شو، په دې ډول لیکنو کې مهمه نه ده، چې تاسو خپله موخه په مستقیم او که په غیر مستقیم ډول تر لوستونکو رسوئ، په دې ډول لیکنو کې له هر ډول ژبني او لفظي ښکلاوو ګټه اخیستی شئ. دا لیکنې هېڅ کوم محدودیت نه لري، بلکې ټولې خبرې پکې د انسان له ذهن یا خیال لیکل کېږي. مانا دا چې تاسو یوه موضوع په خپل ذهن کې لرئ، غواړئ هغه ولیکئ، مستند او ټولنې ته یې وړاندې کړئ. دا ډول لیکنې تر ډېره د طبیعت حقیقي پېښې په غیر مستیقم ډول په یوه خیال کې انځوروي، چې هم لوستوونکي خوند ترې واخلي او هم یې لوستل لیوالتیا او اغېز ولري. په دې لیکنو کې کیسې، روایتونه، حکایتونه، ادبي ټوټې، ناولونه او ستاینې شاملې دي.

د پنځونې یوه نمونه د بېلګې په ډول: «عسکر له غونډې څخه په کوزېدو وو، لاسونو کې یې خپلې اوسپنیزې خولۍ نیولې وو، پر وچو شونډو یې نری ګرد پروت و، پر تندیو یې خولې را ماتې وې، بې حاله او بې خیاله په سوچونو کې غرق روان وو، ناڅاپه له شا غږ وشو، ودرېږئ!. ټول ودرېدل، په ورخطایۍ یې شاته وکتل، له ونې ټیټ عسکر د ډبرو منځ ته لاس ونیو، چېغه يې له خولې ووته، زموږ له ډلې هم یو لګېدلی، عسکرو پورته منډه واخیسته، تور ويښتان یې باد سره ګډوډ کړل، د سپینو غټو تېږو د مورچې شاته یو پنډ جسد په وینو ککړ پروت وه. د دریشۍ له جېب څخه یې د بټوې پېڅکه ښکارېده، عسکرو یو بل ته کتل، یو ورمخکې شو، بټوه یې راکښ کړه، په لاس کې یې واړوله را واړوله، بټن یې درلوده، خلاصه یې کړه، د عسکرۍ پر کارت یې سترګې ولګېدې، را پورته یې کړ، کارت یې لا نه وه کتلی، چې زر افغانیو سره جوخت یو څو نور کاغذونه هم ښکارېدل، لاس یې ورکښته کړ، کله يې چې سترګو ته را نږدې کړ، د عسکر سترګې په یو تصویر ولګېدې، چې د یوې ځوانې نجلۍ په غېږ کې دوه کوچني ماشومانو شونډې له خندا ویړې تللې وې.»

له دې کوچنۍ بېلګې مې هدف هغه سرتېری دی، چې په جګړه کې وژل کېږي او خپله مینه او ماشومان يې د ژوند ټول سفر پرته له همسفره او بې سرپرسته تېروی، د هغه ماشوم درد دی، چې سبا را زلمی کېږي، د هغې خور کریغه ده چې خپل ټول ژوند، سکون او ډاډ یې یوې مرمۍ ورک کړی.             پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن