افغانستان

مولوي عبدالکبیر: سېلاب ځپلو سیمو ته د بېړنۍ رسېدنې په موخه اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یو شمېر عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وویل، چې اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ترڅو زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې، یادو علماوو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغوی وویل، تېرو دوو کلونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او دغه لړۍ باید دوام ومومي.

دغو قومي مشرانو، په یادې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د ارګون سېلاب ځپلو ته لازمه رسېدنه نه ده شوې او د زده کړو، روغتیا او بیارغونې په برخو کې یې ځینې غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وروستیو سېلابونو زیانمنو سره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.

نوموړي د خپلو خبرو پای کې دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې نورو وړاندیزونو ته د رسېدنې لپاره به یې هم اړوندو ادارو ته لازمه لارښوونه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *