سیاسی

د اسرائیلو په ضد د فلسطینیانودعملیاتوپیل یوپه ځای اقدام و

ډېروته دا پوښتنه پیدا کېږي چې که حماس مجاهدینو د «اقصی » توپان ترنامه په اسرائیلوعملیات نه وای پیل کړي نودماشومانو، ښځواوبوډا ګانوپه ګډون به دسرونودا دومره قربانۍ ولې را منځ ته کېدې ؟  خوحقیقت دادئ چې دا پوښتونکي به ښایي پرفلسطینیانو د اسرائیلو له هغه مظالموبې خبره وي کوم چې دتېرو ۷۸ کالوراهیسې یې په ډېره بې رحمۍ او قضی القلبۍ پرفلسطینیانوتپلې دي اوجالبه دا چې له هماغه وخته بیا ترنن پورې اسلامي او کفري نړۍ ددغه صهیونیستي مظالمو په وړاندې چوپه خوله او بې تفاوته پاته شوې اوخپل د حق غږ یې نه دی پورته کړی ، د فلسطین پرموضوع مسلمانان ډېرځورېږي د اورېدلو توان یې نلري خو د سعودي عربستان په شمول د هراسلامي هېوادمشرخپل غوږونه داسې کاڼه اچولي چې اقلا د اسلامي هېوادونو یوه اجماع هم نشي رابللای دا ځکه چې وسلې اوپیسې ټولې د کفري نړۍ په لاس کې دي اود اسرائیلو په واک کې یې ورکوي  لودیځ مطبوعاتوهم خپل ټول پام د اسرائیلوپه لوراړولی اوله اسرا ئیلودفاع کوي خو د فلسطین او اسرائیلو په لانجه کې دا یو حقیقت د لمرپه شان څرګند شوچې کفري نړۍ هېڅکله پرمسلمانانو رحم نلري .

په ۱۹۴۸ م کال کله چې د اسرائیلوجعلي رژیم د نړیوال استکباردیوه پیکه تاریخي روایت له مخې د چل او فریب پربنا د اوسني فلسطین په خاوره  کې را وزېږيد نود فلسطین یوازې ۱۵ سلنه خاوره دویته ورکړل شوه چې ورو ورو یې له فلسطینیانوڅخه په مختلفو بهانو اوپلمود هغوی جغرافیا اشغالوله اوپه نتیجه کې اوس یوازې د ختیځې برخې اوغزې تړانګې ډېره لږه برخه د فلسطینیانوپه لاس کې ده  اونوره فلسطیني جغرافیا  اسرائیلو تر ګونډولاندې کړې ده ، نه یوازې اوس بلکې د تېروڅه کم اتیا کالو په موده کې اسرائیلیانود فلسطیني وګړو په ضد هغه شرموونکي جنایتونه اومظالم ترسره کړي چې ځانونه یې د ټولې نړۍ له نفرت او کرکې سره مخ کړي نوځکه له اسرا ئیلود هېچا ښه نه را ځي ، سوله خوښوونکې اوبې طرفه نړۍ له ډېر پخوا څخه د تلویزونواو رادیو ګانوله لارې د فلسطینیانو په ضد داسرائیلوجنایتونه څاري او زړونه یې ورته پړسېږي خوپه توان کې یې څه نشته خوګیله د امریکا انګلیس او آن د عربي هېوادونوڅخه ده

دوی له پخوا دا جنایتونه ویني او څاري خوپه دې جنسیتي آپارتاید یې په ښکاره خپل غوږونه ځکه کاڼه اچولی همدا اوس هم د خبرو اترو اومشاهداتو له لارې لیدل کېږي او اورېدل کېږي چې امریکایان او امریکایی میشت یهودان په ډاډه زړه د اسرائیلود ځواکمنتیا او د فلسطینیانود کمزوري کولوهڅې ترلاس لاندې نیولې او آزاده نړۍ په رڼوسترګو ورته ګوري ، خوکه نن په فلسطیني وګړو دا درزغوبل جوړدی سبا د منځني ختیځ د هېوادونو وارهم را رسېږي، ځکه د صهیونیستي یهودیانوپه سیاسي اومذهبي تګلاره کې د نوروادیانود پیروانولپاره د حسن نیت اراده نشته لکه له دوی چې د مسلمانانو کرکه اونفرت راځي ، ددوی همچنان ،  د یهودانو له مسلمانانو او نورو ادیانو له پیروانو سره دا کینه له هغه وخت نه را پیل شوې چې د حضرت موسی علیه السلام څخه وروسته نورپیغمبران اورسولان به دوی نه منل ، نه به یې د هغوی رسالت مانه اونه یې دین ، همدا وجه وه چې دوی د خپل کبر، غروراوځان غوښتې له وجې د خپل موجودیت په تاریخ کې درې ځلې قتل عام شوي هم دي چې وروستی قتل عام یې د هتلرپه ذریعه وچې زرګونو یهودان یې ژوندي یې د خښتو په داشونو پسې د محروقاتوپه جمع کې وسېځل ،  نه یوازې دا قتل عامونه ددوی د اصلاح سبب نه شول  بلکې له هغه وخت نه چې دوی د منځني ختیځ په جغرافیا کې را څرګند شوي له هماغه پیل څخه یې نه یوازې د فلسطینیانو بلکې دټولې عربي نړۍ په ضد د مخالفت سر را پورته کړی چې لومړۍ نښته یې له عربي هېوادونوسره د اردن له سیند څخه د چښاک د اوبو په سره وه خوله بده مرغه چې دا جګړه د عربي نړۍ په ماتې پای ته ورسېده اودوی نه یوازې دا بریالیتوب ترلاسه کړبلکې د جولان دښته او دسینا تاپو هم له فلسطینیانوڅخه ونیولې اومعلومه نه ده چې د آمریکا په ملاتړنورڅه پلانونه لري ؟

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *