اسلامی

د جمعې د ورځې ګټې او فضیلتونه

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: څوک چې د جمعې له لمانځه نه وروسته «قل هوالله احد» دفلق سورت او د ناس سورت اووه ځلي ووایي، خدای تعالی به یې تر راتلونکې جمعې پورې له بدیو څخه وساتي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: څوک چې د جمعې له لمانځه نه وروسته «قل هوالله احد» دفلق سورت او د ناس سورت اووه ځلي ووایي، خدای تعالی به یې تر راتلونکې جمعې پورې له بدیو څخه وساتي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: دجمعې په ورځ کې له ماسپښین نه تر لمر پریوتلو(ماښام) پورې له خدای نه دعا وغواړئ، امید دی چې دعا قبوله شي. «ترمذي»

یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مسلمانانوته وویل: د جمعې ورځ خدای پاک د تاسو لپاره اختر ګرځولې ده، په دې ورځ کې غسل وکړئ، عطر او مسواک ووهئ. « ابن ماجه»

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: هرڅوک چې درې جمعې له شرعي عذرنه پرته د سستۍ او تنبلۍ له امله د جمعې لمونځ پریږدي، خدای تعالی به یې په زړه باندې مهر ولږوي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: په ما باندې درود ویل په پل صراط باندې رڼایي ده، څوک چې د جمعې په ورځ کې په ما باندې درود ووایي ګناهونه یې بخښل کېږي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې د جمعې په ورځ غسل وکړي ترراتلونکې جمعې پورې په پاکۍ او طهارت کې دی.

څوک چې د جمعې د لمانځه په لومړي ساعت کې مسجد ته ولاړشي داسې دی لکه چې اوښ یې خیرات کړی وي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې له عذرنه پرته د جمعې لمونځ پریږدي، یو د کتابچو د خدای پاک په حساب کې چې مخکې ځای پرځای ده منافق لیکل کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: له فرض لمانځه نه وروسته ترټولو د زیات فضیلت والا لمونځ په نیمه شپه کې د تهجدو لمونځ دی.

له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم عمل مونږ دوزخ ته وړي؟ ویې ویل: د انسان ژبه او د انسان شرمګاه، بیایې وویل: څوک چې خپله ژبه او شرمګاه وساتي(یعنې له نارواوو څخه) زه یې جنت ته د تللو ضمانت کوم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: د نورو عزت وساتئ ترڅو ستاسو عزت وساتل شي، نوروته احترام پخپله تاسوته احترام دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: کامل مسلمان هغه دی چې خلک یې د ژبې او لاس له ضرر نه په امن کې وي.

پیامبر صلی الله علیه وسلم وویل: خدای پاک د شنبې په ورځ ځمکه، د یک شنبې په ورځ غرونه، د دوشنبې په ورځ ونې، د سه شنبې په ورځ مکروهات او بې خوندۍ، د چارشنبې په ورځ نور او رڼایي، د پنجشنبې په ورځ حیوانات، ساکښ او حشرات په ځمکه کې تیت کړل، د جمعې د ورځې له مازدیګرنه وروسته د جمعې په وروستیو ساعتونو کې د مازدیګر او شپې ترمنځ د ټولو شیانو له پیداکولونه وروسته یې آدم«ع» پیدا کړ. «مسلم، ابوهریره»

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: هیڅ داسې مسلمان نشته چې د جمعې په ورځ یا شپه کې مړ شي مګر داچې خدای تعالی به یې د قبر له فتنې نه وساتي.

«ترمذي اواحمد، عبدالله بن عمر»

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې د جمعې په ورځ اودس وکړي ښه کاریې کړی، او که غسل وکړي نو دا ډیر افضل او غوره دی. «ابوداود» د پیغمبرانو د ښوونو او اسماني کتابونو په سرلیک کې له ایمان نه وروسته لومړی حکم د لمانځه دی، د قیامت په ورځ لومړۍ پوښتنه د لمانځه ده.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وویل: د سهار دوه رکعته سنت لمونځ مه پریږدئ، که څه هم د لښکرد ځپلو ویره تاسې تهدید کړي. «ابوداود»

ماخذ:

محمدي احادیث او خوږې کیسې(کتاب) – کابل ۱۳۹۳ هجري لمریز کال.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *