سیاسی

پر افغانستان باندې جابرو استعمارګرو ولې یرغلونه کړي!؟

زمونږ ګران هېواد د اسیا په لویه وچه کې پروت غرنی هېواد دی، بحر ته لار نه لري، اما موقعیت یې ډېر حساس او ستراتیژيک دی.

ساجد الله  «عظمت»

زمونږ ګران هېواد د اسیا په لویه وچه کې پروت غرنی هېواد دی، بحر ته لار نه لري، اما موقعیت یې ډېر حساس او ستراتیژيک دی. د ورېښمو لاره هم زمونږ له ټاټوپي تیریږي او تر لرې لرې هېوادونو پورې غځېدلې ده، نو له دې امله ډېرو یرغلګر زمونږ پر هېواد بلوسېدلي دي، څو خپلو موخو ته ورسیږي، دا یرغلونه ډېر عوامل لري:    ۱ ـ د افغانستان ستراتیژيک موقعیت، ۲ ـ د یرغل پر مهال په هېواد کې د قوي او پياوړي حکومت او نظام نه شتون، ۳ ـ په ځينو وختونو کې د اتحاد او یووالي نه موجودیت،       ۴ ـ کله کله یو لوی ځواکمن حکومت د بل پیاوړي دولت د مخنیوي لپاره یرغل کړی وي، ۵ ـ بعضو یرغلګرو زمونږ کاني زېرمو ته سترګې پټې کړې وي او ۶ ـ ځينو سرکښه واکمنانو د ټولې نړۍ د نیولو ارادې لرلې وي.

سکندر مقدوني د یونان له یوه ښاري دولت مقدونيې څخه سر راپورته کړ او د نړۍ د نیولو خوب یې ولیده، نو ملا یې وتړله او پر مصر یې راټوپ کړل، هغه یې له پښو لاندې کړ، بیا یې د ختیځ لور ته مخه کړه او تر افغانستانه راورسېده، خو افغانانو داسې سخت راګیر کړ چې خپل استاذ ارطاطالیس ته یې وکښل: (له داسې قوم سره ښکیل یم چې له قتل عام او ټولوژنې پرته بله لار نه لرم). هغه په ځواب کې ورته وویل: (داسې مه کوه، د هغوی په اولادونو کې به په ازادي مَېن خلک پيدا شي او ستا سترواکي به رانسکوره کړي، نو هغوی ونازوه، خوښ یې وساته). نو د خپل استاذ خبره یې ومنله. ده (سکندر) ولې پر افغانستان یرغل وکړ؟ ده د نړۍ نیولو هوډ کړی و او هغه مهال زمونږ په ټاتوبي کې هم ځواکمن مقتدر نظام نه و.

له سکندره وروسته د فارسي داریوش او کوروش د یرغلونو په وخت کې زمونږ ټاټوبي پیاوړی حکومت او واحده قومانده نه لرل. هغوی هم د توسعه طلبۍ له امله زمونږ پر هېواد وبلوسېدل، اما بیا هم افغانانو هغوی سرماتي ولېږل.

له نیکه مرغه چې په مکه مکرمه کې د اسلام سپېڅلي لمر څرک را وواهه نو د فاروق اعظم رضی الله عنه د خلافت په وروستیو کې د هغه لمر وړانګې زمونږ ټاټوبي ته رانژدې شوي. دا مهال په افغانستان کې سیمه ییز حکومتونه وو او مختلف ادیان په کې رائج وو، په ځينو برخو کې زردشتي (مجوسي) دین و، په بعضو کې بودايي، برهمني او نور دود وو، چې د وګړيو ستونزې یې هوارې کړې نه وې، بلکې لا یې زیاتې کړې وي، ځکه یاد ادیان اسماني نه وو، بلکې د انسانانو له خېټو راوتلی وو، بناءً په هغه وخت کې د اسلام د راتلو او منل کېدو لپاره شرایط خورا ښه موزون وو، لږ لږ مقاومتونه وشول خو د حق پر وړاندې کله ټینګېدای شول ژر ژر له منځه لاړل.

افغانانو چې په اموي دوره کې د اسلام رڼا قبوله او تر هغه لاندې ژوند تېرول ومنل، بیا یې د هغه د ساتنې او نورو وګړیو ته د رسونې ذمه په غاړه واخیستله. سلطان محمود غزنوي او شهاب الدین غوري د هندوستان په ګوټ ګوټ کې د الله اکبر نارې پورته کړې او ډېر خلک یې د جهل له تیارو راووېستل او د اسلام په رڼا یې منور کړل. ځکه د دې دواړو سترواکیو په وخت کې په هېواد کې مقتدر پیاوړي نظامونه موجود وو.

د سلطان محمود غزنوي یوې تېروتنې وه چې د سلجوق بن دقاق اولادې ته یې په هېواد کې ورشوګانې ورکړې، هغوی یې په کې مېشت کړل خو هغوی ژر ژر ځانونه قوي او ځواکمن کړل او د غزنوي دولت له ضفعه په استفاده یې د افغانستان زیاتره سیمې ونیولې او سلجوقي دولت یې په کې تأسیس کړ.     هو! سلجوقیان مسلمانان وو، افغانانو ته یې د غلامانو په سترګه نه کتل بلکې خپل وروڼه یې ګڼل او غوره چلند یې ورسره کولو.

له سلجوقي واکمنۍ وروسته خوارزمشاهان له خوارزمه راوخوځېدل، افغانستان او خواوشا سیمې یې ونیولې، ستره سترواکي یې جووړه کړه، دا وګړي مسلمانان وو او له افغانانو سره یې غوره سلوک کاوه. خو د دې دولت وروستني پاچا محمد خوارزمشاه د ګوبي دښتې د وحشي وګړیو د واکمن چنګیز خان مغول سفیران ووژل، چې نوموړی یې په قهر کړ او په اسلامي نړۍ یې راودانګل، لومړی یې د محمد خوارزمشاه سیمې ونیولې، هغه یې آبسکون ټاپو ته و ځغلاو، بیا نو هغوی (مغولو) افغانستان ته مخه کړه، خو افغانان ورسره وجنګېدل، د محمد خوارزمشاه زوی جلال الدین محمد د افغانانو په مرسته د چنګیز خان مقابله وکړه، خو اخر هغه هم ووژل شو. افغانان له خپلواک مقدر نظامه بې برخې وو، ولې بیا یې هم د غلغلې په ښار کې د چنګیز لمسی خمیره کړ. او دا هم باید ووایو چې په هرات کې د آل کرت کورنۍ حکومت و، خو د ټول افغانستان استازیتوب یې نه کاوه، پر افغانستان باندې د چنګیزي د یرغل لامل د محمد خوارزمشاه ناپوهي وه.

چنګیزي وحشیان هم تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شول او دلته بیا حکومتونه جوړ شول، د ګوډ تیمور خُسر په مزارشریف کې واکمن شو او د هېواد په نورو سیمو کې هم حکومتونه وو، خو ګوډ تیمور په سمرقند کې حکومت جوړ کړ او د لوی امپراتورۍ جوړول ته یې ملا وتړله، نو له ټولو لومړی یې خپل خُسر وواژه، بیا یې خواوشا حکومتونه له پښو وغورځول، ترکیې ته یې مخه کړه او د هغه پاچا بایزید یلدرم یې ونیو او په قفس کې یې بندي کړ خو کله یې

چې چین ته مخه کړه نو مړ شو، ده به ویل: (دنیا وړه ده، دومره ډېرو پاچاهانو ته یې اړتیا نه شته، یوه څو یې بس دي) د ده پر مهال چې ګران هېواد اشغال او وران ویجاړ شو، نو دلته د افغانانو پياوړی حکومت نه و او بل دا چې ده هم د ټولې دنیا نیول غوښتل.

ګوډ تېمور هم د افغانانو په لاس ګوډ شو، دا لقب دې غازیانو ورکړی!!

هو! له تیموره وروسته د هغه په اولاد کې نېک خلک پیدا شول، چې په هرات کې یې د یوه ښه غوره حکومت بنسټ کېښود او په نړۍ کې یې لا تراوسه نوم نښان یادیږي. اما دې حکومت هم ستر ستر غلیمان لرل، محمد شیباني یې یو غلیم و او د ایران صفوي دولت یې بل دښمن و، له سلطان حسین بایقرأ وروسته د هغه د زامنو مظفر حسین او بدیع الزمان ترمنځ شخړې پيل شوې، نو محمد شیباني پر افغانستان یرغل وکړ، (هغه دواړه د افغانستان بچیان نه وو) نو اوسني ایران ته وتښتېدل. د ایران صفوي واکمن د بایقرأ زامنو ته د حکومت ګټلو او اعاده کولو په موخه زمونږ پر ټاټوبي راودانګل، شیباني یې د افغانانو په ملاتړ وځغلاوه او پر افغانستان یې خېټه واچوله. دا مهال بیا هېواد اشغال شو، ځکه چې په افغانستان کې د اصیلو خپلواکو بومي افغانانو پیاوړی قوي نظام نه و او دښمنانو ستراتیژيک افغانستان ته په خیرنو سترګو کتل.

کله چې صفویانو د افغانستان ځينې برخې ونیولې، نو یو لوی شمېر سیمې د هندوستان له مغلو سره وې او د هېواد په بعضو کې د افغانانو خپل حکومتونه وو، لکه د نازو انا د پلار سلطان ملخي توخي حکومت چې له کندهاره تر غزني پورې سیمې یې تر کنټرول لاندې وې او هغه سیمې چې د صفویانو په ولکه کې وې، هلته یې خپل نائب السلطنه ګرګین کېنولی و، چې له افغانانو سره یې خورا زیات ظلمونه کول. چې له نېکه مرغه د میرویس نیکه او د ځورېدلي ملت له خوا د صفوي اشغالګرو ټغر ورټول او د میرویس نیکه د غیرتي زوی شاه محمود هوتکي په لاس د هغوی پلازمېنه اصفهان فتح شو، هر څه په اتحاد او یووالي سره ختمیږي.

د هوتکي سترواکۍ له لنډې دورې وروسته په

ایران کې د نادر افشار په نوم یو کس ډېر ژر ژر نوم وګاټه، له افغانانو څخه یې د ایران ډېرې برخې ونیولې، بالاخره ایران یې مکمل ونیوه او بیا یې زمونږ ټاټوبي ته پښې راوغوځولې، هرات او کندهار یې هم ونیول.

زمونږ ټاټوبی له لنډمهاله استقلاله وروسته بیا اشغال شو، دلته هم عمده او بنسټیز لامل د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي وه؛ ځکه د میرویس نیکه کشري زوی شاه حسین هوتکي، چې د هوتکي سترواکۍ د افغانستان پاچا و هغه د میرویس نیکه له وراره شاه اشرف هوتک سره چې د ایران او خواوشا سیمو واکمن و مرسته و نه کړه او همداراز شاه حسین د هرات له افغاني واکدارانو سره کومه مرسته او همکاري و نه کړه، کله چې شاه اشرف هوتک له ایرانه افغانستان ته راستون شو، نو د عبدالله بلوڅ له خوا په ناځوانمردانه توګه په (۱۷۲۹ز) ووژل شو.

لنډه دا چې د افغانانو د نه یووالي له امله نادر افشار زمونږ ټاټوبی ونیو او بیا د اشغالګرو په دام کې ونښتلو، نادر افشار هم د نورو ښکیلاکګرو غوندې د خاورو نیولو خوبونه لیدل، افغانستان یې ونیو بیا یې هندوستان ته مخه کړه، آن تر ډيلي پورې ورسېده، ښارونه یې چور کړل او بیرته ایران ته راوګرځېده، په( ۱۱۵۳ هـ ق) یې لویه غونډه جوړه کړه او پاچاهي یې په خپله اولاده کې میراثي کړه، او سُني [اهل السنة] مذهب یې د خپل قلمرو رسمي مذهب وګرځولو. د ده په دې کړنو ایرانیان په قهر شول، ځکه هغوی په صورت عموم سره اهل تشیع وو، نو په ( ۱۷۴۷ز) د خپلو خپلوانو لخو (چې شیعه وو) ووژل شول.

د نادر افشار د واکمني پر مهال زمونږ په ملک کې مقتدر ځواکمن نظام نه و، د هېواد ډېر بچیان د افشار په پوځونو کې شامل وو، نو کله چې نوموړی قتل کړل شو، افغانان هم خپل وطن ته راستانه او د یوه خپلواک حکومت جوړولو په لټه کې شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *