اخبارگزارش

د خوړو او درملو اداره:  د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو پلورونکي عدلي بنسټونو ته سپارو

انیس: د خوړو او درملو ملي اداره وايي، هغه سوداګر او پلورونکي د قانون منګولو ته سپاري چې بې کیفیته او روغتیا ته زیان رسوونکي خوراکي توکي پلوري.

د یادې ادارې د خوړو د خوندیتوب لوی رئیس ډاکټر نعیم الله ایوبي دا خبرې په کابل کې د راټولو شویو ۲۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو د له منځه وړو پر مهال رسنیو ته وکړې. هغه وویل، ټولو هغو پلورنکو ته چې لوی مارکېټونه او یا عادي هټۍ لري، خبر ورکړی چې که د دوهم ځل لپاره ورسره تقلبي، روغتیا ته زیان رسوونکي او تاریخ تېري خوراکي توکي ونیول شي، د قانون منګولو ته یې سپاري. ښاغلي ایوبي زیاته کړه: «له ټولو سوداګرو مو هیله ده، چې تقلبي مواد، یا تاریخ تېرېدو ته نژدې او یا هم بې کیفیته توکي وارد نه کړي او نه یې وپلوري او دلته یې تولید هم نه کړي، که څوک داسې وکړي… مونږ یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارو». د نوموړي په وینا، په کابل کې یې څارګرو ټیمونو داسې ډلې نیولي، چې په ځینې توکو به یې تاریخ نوی کاوه، «له نیول کېدو وروسته اړوندو عدلي بنسټونو ته په لاس ورکړل شوي دي». دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې د بیا کتنې ریاست کارکوونکو له کوچني اختر راوروسته د کابل په بېلابېلو ناحیو کې شاوخوا ۲۵ ټنه مختلف النوع بې کیفیته خوراکي توکي راټول او له منځه یوړل. په راټول شویو توکو کې بیسکېټ، چاکلېټ، شیدې، ژاولې، مختلف څښاک او نور توکي شامل وو. ډاکټر ایوبي وویل، چې د خوړو خوندیتوب د بیا کتنې ډلې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي او په دې لټه کې دي چې د بې کیفيته او ناخوندي خوراکي توکو د پېر او پلور مخه و نیسي. د ده په خبره، ګمارل شوې ډلې عمده پلورنځیو، تولیدي کارخونو او عادي هټیو ته ورځي او د خپل چیک لېسټ مطابق بیا کتنه کوي: «هغه غذايي مواد چې تاریخ یې تېر وي، بې کیفیته، فزیکي او بېلوژیکي تغییرات په کې راغلي وي، راټول او ادارې ته یې راوړي او بیا هدر کېږي». نوموړي وویل، چې د روژې په میاشت کې یې هم نژدې ۲۰ ټنه بې کیفیته مختلف خوراکي توکي له منځه یوړل. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې یې د روان کال له پیله تر دا مهاله څه باندې ۱۸۵ ټنه هغه خوراکي توکي چې تاریخ تېري وو او روغتیا ته یې زیان رسوو، له منځه وړي دي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *