افغانستان
مولوي اميرخان متقي له بلال بوټو سره د سیاسي او اقتصادي پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي ، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه لیدنه کې همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره بېلابیلې لیدنې درلودې.