سیاسیمقالات

امریکا د فلسطین په موضوع کې له اسلام سره خپله کلکه دښمني ډاګیزه کړه

حیات الله حلیم

ټوله نړۍ دفلسطین اواسرائیلودلانجې دحل ، جوړجاړې اویا دجګړې داختتام لپاره هڅې کوي خوامریکا لکه کټ مټ اسرائیل په مخالف قطب کې ولاړه او په دې اړه د هېچا خبره نه مني اوپه دې توګه یې نه یوازې له فلسطین بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره خپل اسلامي ضد دریځ په ډاګه کړی ، چې په ترڅ کې یې د نړۍ ټولومسلمانان اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې امریکا له اسلام سره کلکه مخالفه اونه پخلا کېدونکې دښمني لري ، دفلسطین اواسرائیلو اوسنی جګړه نه یوازې دیادوهېوادونوترمنځ روانه ده ، بلکې امریکا مستقیما د اسرائیلوپه پلوي په منځني ختیځ کې دا بشري ضد جنایت رهبري کوي .

امریکا به دغه ټکي ته ښایې نه وي متوجې چې د اسرائیلوملاتړیې په زیان تمامېږي ځکه اسرائیل ډېرکم اوشمېره یې ښایي تر۹ میلیونوپورې ورسېږي اومسلمانان هغه لویه بشري کتله جوړوي چې نفوس یې سل ګونه میلیونه، وګړوته ورسېږي نوامریکا ولې دومره ساده شي چې د ميلیونو وګړوپه خاطریې دغه لوی کتلې له ځانه بېزاراوخفه کړې دي ، که څه هم دا منصفانه توقع له امریکا بابېزه ده ځکه امریکا چې کله اسرائیل په منځني ختیځ کې متوطن کړل موخه یې ددغه بد غوني قوم په ذریعه د مسلمانانو ځورول اودوی ته د سرخوږي جوړول و، موږ پورته یوه کرښه اخلاقي اوبشري یادونه ځکه وکړه چې امریکا تل په نړۍ کې د بشري حقوقود تحقق مدعي وي خو اوس لیدل کېږي چې بشري حقونه په فلسطین کې په لوړه کچه ددوی په ذریعه ترپښولاندې شوي دي . په هرصورت د ظالم څراغ ترسبا پورې نه بلېږي، په فلسطینیانوبه د اسرا ئیلو اوامریکا مظالم ددې سبب کېږي چې د امریکا د عروج مرحله نوره د نزول په لورروانه شي ځکه د نړۍ په تاریخونوکې د ظالموهېوادونواوظالمو زمامدارانود عروج مرحله له سلوکلونونه ده اوښتې ، د امریکا د ظالمانه عروج دا مرحله اوس پوره شوې خپل برخلیک ته انتظارباسي ، همدا اوس وینوچې امریکا په ښکاره اسرائیلوته فلسطینیانوپه ضد او، اوکراین ته د روسیې په ضد وسلې ورکوي چې دا له بشري اونړیوالوموازینوښکاره سرغړونه ده ځکه نړیوال امنیت یې له ګواښ اوبې ثباتۍ سره مخ کړی ، ددوی د قدرت رسالت به هغه وخت معلوم شوی وای چې د روسیې او، اوکراین ترمنځ یې د نړیوال امنیت د تامین په خاطرد جوړجاړي نیک ګامونه پورته کړي وای ، دامریکا ټوله هستي چې د مرستو په عنوان اوکراین ته ډالۍ شي له روسیې سره زورنه دی برابر، نن وي که سبا زوربه یې اوبېږي او اوکراین به د بېځایه مقاومت په ترڅ کې په کنډواله بد لېږي . همدارنګه د منځني ختیځ په کړکېچ کې امریکا اسرائیل ته باید د وسلوالو مرستوپه ځای په خپل ځای کښېنولي وای اود فلسطین د خود مختارۍ لپاره یې زمینه برابره کړې وای ، که نن وي یا سبا فلسطین به خپل مستقل حکومت جوړوي نړۍ به یې رسمیت پېژني دا د نړۍ د سوله خووښونکوهېوادونوهوډ اوهیله هم ده چې په فلسطینیانود اسرائیلومظالم نورپای ته ورسېږي ، انشا الله په نېږدې راتلونکې کې به دا آرمان تحقق مومي، که یوفلسطینی ژوندی هم پاته شي ، فلسطین په خپله آزادي اخلي . د فلسطین په اړه د امریکا ترټولولویه تېروتنه داهم ده چې دداسې جنګي اوبشري ضد جنایت کارپه ملاتړولاړه ده چې په نړۍ کې هېڅ دوست نلري اودامریکا دا ناروا ملاتړبه ددې سبب کېږي چې د نړۍ آزاد مللونه یې په وړاندې ذهني اوتبیلغاتي جبهه ونیسي اودا به ورو وروسبب کېږي چې د آزاد مللونه له امریکا مخ واړوي ځکه دظالم زورورپه مقابل کې دعدالت اوقضاوت قوه اوس دهرچا په ذهن کې ژوندۍ ده اوپه دې پوهېږي چې په فلسطین کې د اسرائیلوقتل عامونه اونسل وژنې بېځایه اوهېچا ته د منلونه دي ، دا څرګنده ده چې پرفلسطینیانوداسرائیلومظالم د نړۍ په تاریخونوکې بيساري دي، نه یوازې اوس بلکې له هغې ورځې چې بد نامواسرائیلو په منځني ختیځ کې د موجودیت ګام اېښی دی دا ظالمانه پروسه روانه اوچالانه ده . حاضرحال ټوله نړۍ شاهده ده چې امریکا له اسرائیلود څوملیاردوډالرو ژمنه کړې چې دا ډالرد بنچوپه ډول نه ، بلکې د وسلواومهماتوپه بڼه به اسرائیلوته ورکول کېږي ، همدارنګه څو ورځې وړاندې د امریکا کانګرس اوکراین ته ۶۰ ميلیارده ډالره مرسته منظوره کړه چې دا هم د وسلواومهماتوپه بڼه وه چې اوکراین ته اوس رسېدلې، ځکه د وسلواومهماتود کمبود له امله داوکراین په ټپه درېدلي جنګي مورال د امریکا د سخاوتمندانه نظامي مرستو په ذریعه د اپریل په ۲۴ نېټه په روسیه د نویواولیرې ویشتونکیو توغندیود استعمال په واسطه له سره قوي شو، موږ کوم کارنلرو، دوی پوهېږي خپل یې کار، خوپوښتنه داده چې آیا امریکا غواړي روسیه ماته کړي ؟ دا خوله تصورنه لېرې خبره ده ، هغه څه چې تصورته ورلنډ دي د امریکا ددې بشردوستانه (؟!) مرستوپه ذریعه به روسیه او اوکراین دواړه برباد اوښارونه به یې دړې وړې وي اوګټه به یې امریکا ته رسېږي ، هغه امریکا ته چې د روسي اواوکراین ترمنځ بل شوي اورته محروکات را وړي اووروسته د خیرپه غونډۍ ناسته اوپه دواړوهېوادونوکې جنګي انکشافات څاري ، اوکراین خود ناټوغړوهېوادونوپه زمره کې نه دی شامل چې امریکا په خلاصومټوبې قید شرطه په ښکاره جنګي مهمات او وسلې د بشري مرستو ترعنوان ورکوي ، اوکراین خود پخواني شوروي په تشکیل کې د وارسا د پکت غړی و، نود کوم مجوزله مخې امریکا په خپل سروسلې اومهمات ورکوي .

په هرصورت وروستۍ خبره مود امریکا د تسلیحاتي سرغړونوپه اړه دا ده چې د جنګي مرستو (!) په پلمه به نه یوازې اسرائیلوته د وسلو ورکول بلکې اوکراین ته هم د روسیې په ضد دوسلو سپارل درېیم نړیوال جنګ ته لاره پرانېزي اومسؤلیت به یې نیغ امریکا ته تکیه وي ، ځکه ولیدل شول چې دنړۍ په کچه هېڅ داسې هېواد پیدا نشو چې د امریکا د خپل سریوبد ماشیومخه ونیسي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *