پوهنوال دیپلوم انجنیر حمیدالله دانش
د حمل او نقل په عمومي واسطو کې د لارښوونکې ( کلینر ) موجودیت د ( ۱۹۳۱ ) زېږدېز کنوانسیون چي په متحدو ایالاتوکې تر سره شو او موخه یې د واټ پر مخ د واحدو ترافيکي سګنالونو او اشاراتو انعقاد او لاسته راوړنې وې په ( ۱۹۴۹ ) کال کې د جنیوا کنوانسیون د هېوادونو نړیوال کنفرانس د واټ او د واټ پرمخ حمل او نقل د اګېست له ( ۲۳ ) د ډسمبر څخه تر (۱۹ ) پورې دایر او لاسلیک ته چمتو شو، چې په ( ۱۹۵۲ ) زېږدېز کال کې د مارچ په ( ۲۶) مه لازم الااجرا شو، دا کنوانسیون د ( ۹۸ ) هېوادونو لخوا تصويب شو. دکنوانسیون ټولو متعاهدو خواوو ومنله چې دا کنوانسیون د مخکنیو په خاصه توګه د ( ۱۹۲۶ ) زېږدېزکال نړیوال کنوانسیون ځای ناستی شي او ډيری ګډونوال یې د اطریش د پلازمینې ( ويانا ) د ( ۱۹۶۸ ) زېږدېز کال له کنوانسیون سره یو ځای شول.
د وېانا کنوانسیون د ملګروملتونو د اقتصادې، ټولنېزې شورا د واټ د ترافیکو په هکله د ( داکتبر له ۷ څخه د نومبر تر ( ۸ ) مې پورې په ( ۱۹۶۸) زېږدېز کال پورې په توافق و رسېدې او د نومبر په ( ۸) نیټه یې دا کنوانسیون چې ډېری بحث یې د ترافيکي نښو او ترافيکي اشارو په هکله و، لاسلیک کړ.
د واټ د تګ راتګ کنوانسیون چې دېوې سریزې، ( ۵۶ ) مادې او ( ۷ ) ضمیمې یې درلودې، همداراز د ترافيکي نښوو او اشارو په اړوند یې مې سریزې، ( ۴۸ ) مادې او ( ۹ ) ضمیمې درلودې چې په دغه کنوانسیون کې د ډسمبر له ( ۳) څخه د مارچ تر( ۲۸) پورې په ( ۲۰۰۶ ) کال کې اصلاحات منځ ته راغلل.
دا کنوانسیون د ( ۷۸ ) هېوادونو لخوا تصويب شو چې زموږ د هېواد د پولیسو د اکاډمۍ استاد سعدالله یوسفي یې هم غړیتوب درلود. خو ځینو هېوادونو چې دا کنوانسیون یې لاسلیک نکړ امکان لري چې هغوی د ( ۱۹۴۹) زېږدېز کال د کنوانسیون غړیتوب درلود. په همدغه کنوانسیون کې نښوې او ترافيکي اشارې تصويب شوې.
ایرلند، کانادا، امریکا ، قبرس، آیسلند، مالت، چين او مالیزيا د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې د ويانا( ۱۹۶۸ ) زېږدېز کال کنوانسیون یې نه دی تصويب کړی او تراوسه پورې د ( ۱۹۴۹ ) زېږدېز جینیوا د کنوانسیون غړیتوب لري.
د امیرامان الله خان په وخت کې له بګۍ، موټرسایکل او موټر په هېواد او خلکو کې ډېر دود وموند، سره له دې هم د ترافیک په هکله کومه ځانګړې مقرره موجوده نه وه. دوخت حکومت د ترافیک د تنظیم مسله، د لېږد واسطې د ګرځېدو د جواز، د مالیې او ګمرکي محصولاتو اخیستل یې په ( ۱۳۰۵ ) هجري شمسي کال او ( ۱۳۰۶ ) هجري شمسي کې د ښاروالۍ په اصولنامه کې شامل کړل.
د ترافیکو د ټولې له پیل سره په ( ۱۳۲۶ ) هجري شمسي کال کې د واټ د ترافیکو لپاره نوي اصولنامه نافذه شوه چې هلته د ترافیکو ټولی دندې او واکونه ( دچلولوجواز، د ګرځېدو جواز، نغدې اخیستنې، او د ( کنټرول او مراقبتونو چارې ) په کې په ښه ډول انعکاس و موند وه.
د ( ۱۳۲۶ ) هجري شمسي کال د ترافیکو له اصولنامه کې د لېږد واسطوحرکت کيڼ لوري ته مرغم شو او وه چې وروسته بیا په ( ۱۳۲۹ ) کال د لېږد وسایطو حرکت ښي لوري ته تعدیل شو.
د کورنيو چارو وزارت د ترافیکو له ادارې سره، د لومړي ځل لپاره په ( ۱۳۵۲ ) هجري شمسي کال کې د واټ قانون نافذ کړ، چې تر ډېره حده د لېږد واسطو د ترافيکي سندونو ورکړه د واټ پر مخ د لېږد واسطو سیر او حرکت کلی احکام ( په ټوله کې ) په ځای شوې وه. دغه قانون وکړای شول چې تر ډېره حده په هغه وخت کې د ترافیکو د تنظیم په هکله ستونزې حل کړي. د نفوسو او د لېږد واسطو له ز ياتوالي سره، په قانون کې ځینې خلاوې رامنځ ته شوې. په پای کې په ( ۱۳۶۰ ) هجري شمسي کال کې د لومړي ځل لپاره د واټ دترافیک په برخه کې د قانون او مقررو ( د لېږد واسطو دګرځېدو او حرکت مقرره، دچلولو د جواز مقرره، د سیر د جواز مقرره ) له ټولو ضمایمو سره، د وخت له غوښتنو سره په جامع توګه د ترافیکو نړيوالو حقوقو سره سم ترتیب او په رسمي جریدی کې د غبرګولي د مياشتې پ (۳۱ ) نیټه په ۱۳۶۰ هجري شمسي کال کې نافذ شو، چې له ځینو تعدیلاتو سره تر اوسه پورې په خپل قوت باقي پاتې دی.
سرچینې:
ـ ترافیکو قانون ۱۳۶۰ .
ـ دانش، حمیدالله، د ترافیکی پیښو علمی څیړنه.
ـ د سیر او حرکت مقرره.
ـ انترنیت.