افغانستان

چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅول شوي

په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د ریاست لوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې دوی چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.

په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د ریاست لوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې دوی چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي ویلي، هڅه یې کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولو پانګه‌والو ملاتړ ته دوام ورکوي. نوموړي ویلي، په چین کې د افغانستان سفارت مکلف دی چې افغانانو ته د پروازونو، وېزو او سوداګریزو ستونزو د حل ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ غوره ډیپلوماټیکې اړیکې هم ټینګې وساتي.

په دې وروستیو کې د نورو هېوادونو په پرتله چین ډېره هڅه کړې چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *