اجتماعیمقالات

نتنیاهو د فلسطینیانو پر وړاندې د فرعون غوندې نقش لوبوي

حیات الله حلیم

که د فرعون کلمه په تحت لفظي مانا وڅېړل شي، نومصدریې له جهل ، تکبر، ظلم ، غرور، ځان غوښتنې، بې رحمۍ، اوناپوهۍ څخه اخیستل شوی اونتنیاهو یوله هغو کسانو دی چې پورتني ټول خبیثه خواص یې په وجود کې په بشپړډول لیدل کېږي ، نه یوازې نتنیاهو، بلکې ټول اسرائیلیان د خپل موجودیت له پیل څخه هغه فرعون صفته اوپه غم ککړمخلوق و، چې د نړۍ په هېڅ نقطه کې یې ځای نه درلود او نه یې چېرې دایمي سکون اوروحي آرام درلود ، تل به له تاوتریخوالیو سره مخ وو اود شړلو، رټلواوځورولو په حال کې به نن د نړۍ په یوه جغرافیا اوسبا به په بله جغرافیا کې سرګردان اولالهاند و، یا به په موقتي تیت پرک ډول هرچېرې د خلکوپه ګاونډیتوب کې مسکون و، دا ټول په دې خاطروو چې زوریې کم واوقهریې لکه د نتنیاهو په څېر، ډېرو، نوځکه به دهرهېواد خلکود کرکې اونفرت په نظرورته کتل اوپه هرځای کې به یې په وړاندې داورلمبې بلې وې ، له بده مرغه هغه پخوانی خاصیت یې اوس هم په وجودونو کې باقي پاتې دی چې له مخې یې اوس هم د فلسطین په جغرافیا کې خپله فطري بدماشي پیل اوداسې لیونتوب ته یې بډ وهلې چې نه خپله راتلونکې سنجوي اونه هم د ځان په ګټه د چا خبره مني ، له دې دمخه هم اسرائیلوله فلسطین سره ډېرظلمونه وکړل ، نه یوازې له فلسطین بلکې د سوریې ځينې برخې او ورڅېرمه جغرافیاوې یې ترخپل تهدید لاندې راوستې وې ، د هرچا د فکرطرزګوښی دی خو د عامه ذهنیت په قضاوت داسرائیلواوسني بشري ضد جنایتونه به یو وخت د دې سبب کېږي چې په پخواني برخلیک اخته او د آوارګۍ په صورت کې به څوک ځای هم ورنه کړي، ځکه همدا اوس لیدل کېږي چې د آمریکا د ملګرتیا با وجود د حل لاره ترې ورکه شوې اودغزې په له بن بست سره مخ شوې دي ، نه یوازې بن بست بلکې په اسرائیلوکې دنتنیاهوپه ضد په ټراگرکې نورې کړنې داسې پراخه لاریونونه پیل شوي او دده د استعفا غوښتنه یې کړې، ددغه لاریونو والو، زیاتره شعاردا دی چې نتنیاهوله فلسطینیانوسره د جګړې د اوږدوالي اود خپلو اسرائیلیانو د ځورولو په لټه کې دی ، ځکه د دوی د اسیرانو پروا نه ورځي ، خونتنیاهوهغه کږه پوښتۍ ده چې د خپل سرآبي اوغولوونکو قدرت پربنا دخپل ملت غږ هم نه اوري اونه پری لاریونونه پرې اغیزکوي ، ګویا نوموړه خپله پوهېږي چې دفلسطین اواسرائیلوی داوسني لانجې دحل منصفانه متخصصین دي ، دا اوس ټولې نړۍ ته په ثبوت رسېدلې چې نتنیاهود فلسطینیانو اواسرائیلو ترمنځ حل نه غواړي اوپه څرګنده دمظلومو فلسطنیانوپه وړاندې د فرعون لعین پرپله نقش قدم پرمخ روان دی ، خودغه فرعون صفته په دې حقیقت هم نه پوهېږي چې خپل ملت اولومړی درجه ملاتړې آمریکا ته یې څومره ستونزې جوړې کړې چې هره ورځ یې سوداګریزې بېړۍ په سمندرکې د حوثیانود اورخوراک کېږي،  که نه دویم فرعون صفته دي چې په ظاهره یوڅه اوپه باطن کې بل څه کوي ، امریکایان دي چې په آمریکا یي پوهنتونوکې يې دمحصلینولخوا د فلسطینیانوپه ملاتړرسا غږ په ستوني کې ورخفه کوي ، محصلین نیسي او ځوروي یې ، ځکه دوی باورلري کومه دیکتاتورمزاجه پالیسي چې دوی د نړۍ د هېوادونوپه وړاندې جوړه کړې هغه سمه او برحق ده ، په داسې حال کې چې نه یوازې د فلسطین بلکې د ټولې نړۍ په وړاندې تراسرائیلوتېرجنایت کاران ، امریکایان دي .

زموږ خبره د نتنیاهوپه فرعونۍ را تکیه وه ، فرعونیانو زیاتره د مصرپه مځکه کې له میلاد څخه د مخه تېرشوي، خوډېرناوړه تاریخ یې له خپلوعملکردونوپه ځای پراېښی، له هغه وروسته د مځکې پرمخ په هره زمانه کې دنتانیاهوپه شان دیکتاتورمزاجه فرعونیان تېرشوی، د رسول الله مبارک قول دی چې په هره زمانه کې به د مځکې پرمخ فرعون صفته کسان ظاهرېږي ، دوی به د خپل واک اواقتدارد ساتلو لپاره هررازغیرانساني کړنې ترسره کوي ، درسول الله مبارک په زمانه کې د مکې معظمې په مځکه کې ابوجهل لوی فرعون تېرشوی ، همدارنګه ورته نورفرعونیان لکه چنګېزاوستالین هم د مځکې پر مخ ظاهرشوي خوپه ناکامۍ او ضلالت کې له دنیا تېرشوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *