اخبارافغانستانسیاسیمقالات

دنړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي

شاه محمود درویش

په افغانستان کې اوس مهال د ډاډمن امنیتي چاپېریال رامنځته کېدل، د فساد مخنیوی او د کوکنارو کښت له منځه وړل، هغه عمده موضوعات دي چې کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته یې په مختلفو برخو کې د پانګونې په موخه ښه زمینه رامنځته کړې ده، البته که څه هم تراوسه اسلامي اما رت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له ګڼو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر په څېرعادي مخته روانه ده، افغان حکومت هم ویلي: پرچا محدودیت نه دی وضع شوی، هرهېواد کولی شي چې راشي او دلته پانګونه وکړي، حکومت د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې له چا سره تبعیض او دښمني نه لري، د اقتصادي چارو کارپوهان له نړیوالو مالي سازمانونو او په ځانګړې توګه له نړیوال بانک څخه غواړي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بیروزګارۍ کچې د ټیټولو په موخه دې په افغانستان خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي، همداشان خصوصي پانګوال  باید لاهم د افغانستان په ګټه په هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه په هېواد کې بدلون او دفقر له منځه وړل خصوصي سکتور او پانګونې له لارې کېږي.

دغه راز د نړۍ نورهېوادونه هم کولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د حکومت له  لوري ډېره ښه زمینه ورته برابره ده او د نړۍ هېوادونوته ښه فرصت دی، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې لا ټینګې کړي.

هېره دې نه وي چې په هېواد کې هرډول پانګونه او د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والوته هم ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په ټولیزه توګه پرکانونو او د برېښنا سکتور په برخو کې پانګونه، همداراز په هېواد کې دمختلفو څیزونو د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخانو جوړول، رغاول او ترڅنګ یې د مختلفو فارمونو رامنځته کول او فعالول د هېواد او هېوادوالو د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي.

البته اوس مهال افغانستان په واقعیت کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډېر ښه امکانات لکه پراخې طبیعي زېرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، هېره دې نه وي چې د هېواد د مثبت حالت په درک سره په دې وروستیو کې یو شمېر بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

خودې ټکي ته مو باید پام وي چې په افغانستان کې درې عمده موضوعات:«امنیت راتلل، د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل» له شک پرته دې ته زمینه برابره کړې چې کورني او ترڅنګ یې بهرني پانګه وال راشي او دلته پانګونه وکړي.

دغه راز د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هېواد د اقتصاد دغوړېدا لپاره ډېر مهم ګڼي او وایي د پانګه والو د مالي اوځاني امنیت برابرول، دبهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پیداکول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلارې درلودل، هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.

دغه راز د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د نیمګړو پروژو په بشپړولو پانګونه، د خصوصي سکتور له لوري په مختلفو برخو کې پانګونه او په توله کې د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانگوالو ته هم ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هېواد کې پرکانونو او کرنیزو برخو پانګونه، د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخونو جوړول، رغاول او ترڅنګ یې د مختلفو فارمونو فعالول په حقیقت کې د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې لاهم کورني او بهرني پانگه وال وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانگونې وکړي، البته په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتي مصوونیت ترڅنگ اړوند پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بېلا بېلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوی په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو اړوند لوري ښې، مناسبې او د منل شویو اصولو مطابق گټې ترلاسه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *