سیاسیمقالات

د کمـونیېزم خونړۍ څېره  وپېژنئ!

لیکنه: محمدعلي عظمت

لومري قسمت

کمونېزم یو فکري غورځنګ دی/و، په الحاد باندې ولاړ دی او ماده د هر شي اساس ګڼي او تاریخ په طبقاتي ټکر سره تفسیروي. کمونېزم په جرمني کې دکارل مارکس او انګلز په لاس راڅرګند او په روسیه کې  په ۱۹۱۷م کال عملي جامه ور واغوستل شوه، د دې خونړي غورځنګ په جوړښت او نشر کې د یهودیانو خورا فعاله ونډه وه، چې د وژلو او تړلو په زور یې بروز وکړ، ډېر زیان یې مسلمانانو ته ورساوه. او داسې قومونه او ولسونه هم وو ، چې د یاد غورځنګ د ظلم زور له امله د تاریخ له پاڼو محو او له منځه لاړل. اما له نېکه مرغه په اتحاد جماهیر شوروي کې کمونیستي نظام چې د الحاد په اصولو ولاړ و، د تل لپاره ړنګ شو، د مارکس نه تطبیق کېدونکي نظریات د تاریخ کندې ته وغورځېدل او د هغې سترې مرتدې امپراطورۍ له ګېډې (۱۵) ازاد خپلواک هېوادونه راووتل.

(*)تأسیس او مشهور کسان یې:

+ د کمونیزم فکري اساسات د کارل مارکس (۱۸۱۸ ــ ۱۸۸۳ز) یهودي په لاس جوړ او وضع شول، نوموړی د مشهور یهودي حاخام مردخاي مارکس لمسی و. کارل مارکس د لنډ نظر او ګډ وډ مزاج خاوند و، چې له تولنې سره یې پخه کینه لرله.

+ کمونیستي بیان د ده کتاب دی، چې (۱۸۴۸ز) کې خپور شو.

+ پانګه والي یې بل تصنیف دی چې (۱۸۶۷ز) کال مارکېټ ته راووت.

+ له کارل مارکس سره د کمونیستي افکارو په خپرېدا کې فریدریک انګلز (۱۸۲۰ ــ ۱۸۹۵ز) مرسته وکړه. نوموړي د خپل ژوند تر پایه د مارکس پر کورنۍ پرېمانه لګښت وکړ.

د فریدریک له اثارو څخه  + د کورنۍ اصل، ثنائية فی الطبیعة، خرافي اشتراکیت، علمي اشتراکیت.

+ لېنن:

د نوموړي اصلي نوم ویلادیمیر التیش بولیانوف و، د بلوشکوي انقلاب مشر و، چې په ۱۹۱۷ز کې یې د تزاریانو نظام په روسیه کې نسکور کړ. نوموړی خورا سخت زړی، د بشریت دښمن، مستبد او لوی دیکتاتور و، چې (۱۸۷۰ ــ ۱۹۲۴) کې یې ژوند کاوه. او داسې څېړنې هم شته چې لېنن په اصل کې یهودی و، لومړی نوم یې یهودي و، وروسته یې په روسي نوم باندې واړاو ، بیا دی هم د تروسکي غوندې په هغه نوم سره وپېژندل شو.

+ لېنن هغه څوک و چې کمونیزم ته یې عملي جامه ور واغوستله، ډېر کتابونه یې لیکلي. ډېرې ویناوې یې کړې او خورا زیاتې خپرونې یې لرلې، چې تر ټولو اهمه یې (لویه مجموعه) نومیږي.

+ سټالین:

د ده اصلي نوم جوزېف وډيو توقش روجال شفلي دی، چې ۱۸۷۹ز کې زېږېدلی او ۱۹۵۴ز کې مړ شوی، نوموړی د کمونیست ګوند سکرتر او د لېنن له مړینې وروسته یې رئیس و. دی هم سخت زړی، ظالم، سرکش او دیکتاتور و، چې په خپله رأیه به یې ډېر اصرار او ټينګار کاوه.

+ سټالین خپل رقیب په قتل، ترور او شړلو سره له خپلې مخې لرې کاوه. د نوموړي له تصرفاتو څخه داسې ثابتیږي، چې په خپله دې ته چمتو و څو ټول ولس د خپل شخصیت لپاره قرباني کړي، یو ځل د ده مېرمنې بحث ورسره وکړ، نو هغه یې ووژله…      پاتی لری

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *