اسلامیمقالات

د لیبیا زمری

ژباړه :محمدعلي عظمت

د عمر مختار د محکمې پر مهال قاضي له هغه وپوښتل: ايا له ایټالوي دولت سره دې جګړه کړې؟

هغه وویل هو!

ـ د ایټالیا خلاف دې خلک هڅولي؟

ـ ويې ویل هو!

ـ تا چې څه کړي، ایا د هغه سزا به ګورې؟

ـ هغه وویل هو!

ـ ایا د هغه څه اعتراف کوې، چې تا کړي؟

ـ کړه یې، هو!

ـ له څو کلو راهیسې د ایټالوي ځواکونو خلاف جنګېږې؟

ـ ویې ویل:  له شلو (۲۰) کلو را په دې خوا.

ـ ایا ته په هغه څه پښېمان یې چې تا کړي؟

ـ ځواب یې ورکړ: نه، هېڅکله نه.

ـ ایا په دې پوهېږې چې اوس اعدامېږې؟

ـ هغه وویل: هو!

نو هغه ته قاضي په محکمه کې وویل: زه خپه یم، چې ستا کار انجام شو.

نو هغه (زمري) ورته وویل: بلکې دا ډېره غوره طریقه ده ، چې زه خپل ژوند پرې ختموم‼!

دا مهال قاضي هڅه کوي، څو هغه وغولوي چې په عام محضر کې د ټولو په وړاندې عفو ترې وغواړي، مجاهدینو ته پرې  ولیکي ، چې د ایټالویانو خلاف جهاد ودروي.

نو عمر مختار هغه ته وګوري او خپله مشهوره خبره کوي: هغه مسواکۍ/د شهادت ګوته چې په هر لمانځه کې دا وايي: اشهد ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله. د هغه له پاره هېڅ شونې نه ده چې دا باطله وینا  ولیکي چې (جهاد بند کړي)!!                            «من المؤمنین رجال صدقوا ما عاهدوالله علیه فمنهم من قضی نحیه ومنهم من ینتظر و ما بدلوا تبدیلا.»

ژباړه: په هغو مؤمنانو کې هغه خلک هم شته چې له الله جل جلاله سره یې کومه ژمنه کړې وه، هغه یې رښتیا کړه. بیا له دوی څخه ځينې هغه دي چې هغو خپل نذر پوره کړ. او بعضې هغه دي چې تراوسه په انتظار دي. او هغو (په خپل هوډ کې) لږ بدلون هم نه دی کړی. (احزاب/۲۳)

عمر مختار چې د لیبیا په زمري/د صحراء زمري او نورو القابو یادیږي، په ۱۸۵۸ز کې پيدا او ۱۹۳۱ کې د ایټالوي استعمارګرو لخوا شهید (په دار) شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *