سخن انیس

ترلاسه شویو لاس ته راوړنو ته دې د واقعیت په توګه وکتل شي

څرګنده ده چی افغانان د ډیرو کلو راهیسی د تیری کوونکو هیوادو د تیری له امله په پوره پیمانه ستونزی او کړاونه ګاللی او د هوساینی په وړاندی د زیاتو خڼډونو سره مخامخ شوی دی.

متین

څرګنده ده چی افغانان د ډیرو کلو راهیسی د تیری کوونکو هیوادو د تیری له امله په پوره پیمانه ستونزی او کړاونه ګاللی او د هوساینی په وړاندی د زیاتو خڼډونو سره مخامخ شوی دی. خو ددی ټولو ستونزو سره سره یی زغم او حوصله له لاسه نه ده ورکړی. او د تیری کوونکو په وړاندی یی د هیواد د خپلواکی او اسلامی ارزښتونو څخه د سر په بدله دفاع کړی ده. اوس هم چی د یوی خونړی شل کلنی جګړی راوروسته یی د هیواد خپلواکی ترلاسه کړی مستعمراتی غوښتونکی هیوادونه هڅه کوی چی په مختلفو پلمو د مختلفو لارو څخه د اسلامی امارت په وړاندی ستونزی راپیدا کړی ترڅو د خپلو ګټو د خوندیتوب له پاره لار هواره او د خپلی خوښی لارښوونو ته عملی بڼه ورکړی. لاکن د اسلامی امارت د غوڅ او سنجول شوی سیاست له مخی به هیڅ تیری کوونکی ځواک په دی ونه توانیږی چی یو ځل بیا زموږ په هیواد کی لاس پوڅی واکمنان شی. همدا وجهه ده چی اسلامی امارت د هغو لارو لټون ته پاملرنه راوګرځوله کومه چی د هیواد د ځان بسیا کولو له پاره اړینه همدا اوس هغه تشه ډکه شوی چی په دولتی عوایدو کی به هیڅ ډول لاس ته راوړنو شتون نه درلود او دولتی عواید به د مافیایی کړیو جیبونو ته ورتلل دولتی بودیجه به هر کال د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو ولاړه وه. ډیری ملی عواید په فساد باندی د ککړو مسولینو ترمنځ ویشل کیدل بهرنی ترلاسه شوی مرستی به د دوه سری حکومت د واکمنانو له خوا په هغه څه لګښت موند چی د هغوی د ګټو د خوندیتوب لامل ګرځیده. اسلامی امارت وتوانیده چی د څار او روڼتوب له کبله په عوایدو کی زیاتوالی راولی او دولتی بودیجه د کورنیو عوایدو له لاری پوره کړی. دغه راز د نیمګړو راپاتی شویو پروژو د تکمیل او د پرمختیایی چارو له پاره هم داسی کړنی په لاره اچول شوی چی ډیر ژر به یی هیوادوالو د لاس ته راوړنو څخه برخمن شی د ساری په توګه ویلی شو چی په ځینو ولایتونو کی د کانالونو د جوړیدو له امله به په هیواد کی د وزګارتیا کچه راټیټه او اقتصادی پیاوړتیا به رامنځ ته شی.

د قوشتیپی کانال چی په چټکی سره یی چاری پرمخ روانی دی د لومړی فاذ کارونه یی په پای ته رسیدو دی چی د هیوادوالو له پاره ښه زیری ګڼل کیږی د اسلامی امارت هڅی چی عملی او د لاس ته راوړنو ډکی دی باید په بی پری توګه د هغو ناخوالو سره پرتله شی چی اسلامی امارت ته په میراث راپاتی دی.

د تیر نسکور شوی رژیم او د هغوی د نړیوالو ملګرو څخه راپاتی شوی خالی بانکونه او د وارداتی برق قرضونه په مخدرو توکو روږدی څلور میلیونه کسان، په پراخه پیمانه اداری فساد، فقر، بیکاری او په ټپه ولاړ اقتصاد او زیات نوری ستونزی چی اسلامی امارت یو په بل پسی د رغاونی په حال کی دی باید په نړی کی بی پری او په رښتینی توګه بشرپالونکی هیوادونه د هغو هیوادو د دریځ په هکله قضاوت وکړی چی په پرله پسی توګه زموږ په کورنیو چارواکی لاس وهنه کوی او په نړیواله کچه د اسلامی امارت د رسمیت  پیژندنی په وړاندی خڼډونه پیدا کوی ښه به وی چی اسلامی امارت د دښمنانو پلمه ییزی هڅی چی په ناوړه او دروغجنو تبلیغاتو سمبال دی ډډه وکړی او په افغانستان کی ترلاسه شویو لاس ته راوړنو ته د واقعیت په سترګه وکتل شیځکه چی نه ښایی د اسلامی امارت په وړاندی نوری ستونزی راپیدا شی او یا د ملګرو ملتونو له خوا د ناوړه تبیلغاتو د کمپاین په وسیله بی باوری ته لمن ووهل شی. اسلامی امارت هر ډول ناوړه تبیلغاتی کمپاین چي د رښتینتوب او حقیقت څخه لری دې ردوی او په نړیواله کچه د ټولو هیوادو سره د متقابلو منل شویو اړیکو غوښتنه کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *