سیاسی

د کب نهمه؛ د کوم سرتیري ورځ؟ ورکې لارې او نامعلومه برخلیک

کابل نیوز په داسې حال کې د پخواني حکومت د یو جګپوړي قوماندان، فرید احمدي له قوله وایي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې پخواني افغان نظامیان جګړې ته جذبوي.

لیکوال: هدایت الله محمدی
کابل نیوز په داسې حال کې د پخواني حکومت د یو جګپوړي قوماندان، فرید احمدي له قوله وایي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې پخواني افغان نظامیان جګړې ته جذبوي.
دغه رسنۍ په داسې حال کې دا خبر خپروي چې له دې وړاندې، فارن پالیسی، بي بي سي او د امرېکا فاکس نیوز هم د ورته خبرونو پخلی کړی و او زیاته کړې یې وه چې روسیه د خپلو ځواکونو په پلوۍ پخواني افغان نظامیان د اوکراین پر ضد د جنګ ډګرونو ته استخداموي، دغه نظامیان د اوکراین پر ضد جنګیږي او مړي یې هم همالته دفن کيږي.
دا خبر واقعاً سړی خفه کوي او د افغانانو د وینو او ارزښتونو سره د نړۍ د ښکاره دښمنۍ او بې تفاوتۍ ښکاروندینه کوي؛ خو پوښتنه دا ده چې دا بې تفاوتي او بې ارزښتي له کله پیل شوه او ولې پیل شوه؟
موږ او تاسو ټول شاهدان یو چې اشرف غني به په کراتو مراتو په لویو او وړو مجلسونو کې په خورا افتخار دا ویل چې افغان نظامیان د واشنګټن، برېتانیا او نورې اروپايي نړۍ ساتوونکي دي او دوی به د امرېکا له ارزښتونو کلکه دفاع کوي.
دا ډول خبرونه د اشرف غني د پخوانیو خبرو تائید او کره والی لا پخوي او لا مو ذهن ته د هغه وخت د نظامیانو په اړه کرکه زیاتوي چې د جمهوریت پر مهال افغان نظامیانو په ړندو سترګو د امرېکا، برېتانیا او نورې کفري نړۍ د ارزښتونو د خوندیتوب په پار وینه تویوله.
هغه وخت هم دغو کرایي جګړه مارانو د خپل حلقه بګوش سر اعلی قوماندان په امر خپل وروڼه وژل، خپلې تور سرې بیبیانې یې بې عزته کولې او خپل مشران یې ذلیله کول او اوس دا دی په یوې پردۍ جګړه کې د کرایي قاتلانو رول ادا کوي او د روسیې د ګټو له پاره یې له ځانونو د سون توکي جوړ کړي دي.
د پخواني حکومت د نظامیانو په اړه د روسیې دا ډول بې پته او عزته رویه له خپل ځان سره هغو غولیدونکو او ړندو مقاومتګرو او په افغانستان کې د امرېکا او نورې کفري نړۍ په لمسون شر جوړونکو ته خورا د عبرت او پند درس ورکوي، هغه دا چې اوسني شریر خلک هم د پخوانیو کرایي جګړه مارانو په څېر د امرېکا د ګټو او ارزښتونو په لاره کې استعمالیږي او په همدې سرکوزې لاره کې به بالاخره د دوی په تابونو هم وروستی د ذلت میخ ټکول وهل کېږي.
ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی
این راه که تو میروی به ترکستان است
دا لاره ورکه لاره ده، دا هغه لاره ده چې امرېکا او نورې کفري نړۍ ته پرې کریډټ ورځي او د دوی د پایښت او ارزښت کچه لوړوي؛ خو د ډګر غولیدونکي کسان یوازې په کې د سون د توکو په څېر سوځي او د وزلوبې د خوسکي په څېر پرې د لوبې د اتل لوبغاړي (چاپ انداز) او ګډونوالو تر منځ سیالۍ کیږي او بالاخره د خوسکی غوښه او پوستکی د آسونو او خلکو د پښو او زنګونو لاندې داسې ورېته او بې ارزښته شي چې سپیان یې هم له خوراک څخه مخ اړوي.
نو کله چې خبره د دومره بې ارزښتۍ او پردیو ګټو له پاره وي؛ بیا ولې د پخواني حکومت نظامیان په لوی لاس خپله بې عزتي کوي، اوس خو هر څه روښانه شول، د هغه ډوزمار او قُلقُلا خان سراعلی قوماندان تېښته خو مو په سر سترګو ولیدله، چا چې په سرتمبه ګۍ کې بېلګه نه درلوده او ټوله ورځ به یې خره په ونو خیژول او حتی امان الله خان ته به یې هم په ځینو مجلسونو کې د تښتوونکي پاچا طعنه میزه نغوته کوله.
د جمهوریت نظامیانو د داسې خلکو د واک او ځواک د پایښت له پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو په مرۍ چاړه اېښې وه، د دوی د بقا له پاره به یې د هېواد په کلیو او بانډو کې شپني عملیات کول، کورونه به یې بمبار کول، عزتمند مشران او باحیا تور سرې به یې بې عزته کولې او حتی د خوښیو او ویر په مراسمو به یې ړندې بمبارۍ کولې، له دې ور اخوا دغو نظامیانو کوم داسې کار کړی دی چې دوی دې پرې خپلو وجدانونو ته سکون ورکړي، خپل هېوادوال او هېواد خو یې د اور په سرو لمبو وسوځاوه اوس لګیا دي د روسیې او اوکراین د جګړې له پاره یې له ځانونو د وزلوبې خوسکیان جوړ کړي دي، په داسې حال کې چې د مارشال په شمول یې د سترو جنرالانو او اعلی سرقوماندان پرتوګونه او درېشیانې اوس هم د هوایي ډګرونو په ونو کې همداسې خوړین ځوړند پاتې دي.
دا خبر د هغو تښتیدلو او سرکوزو له پاره هم د عبرت درس دی، کوم چې له هېواد بهر د پردیو په ځولیو کې پراته دي او په افغانستان کې د اور بلولو او انتقام اخېستلو هڅې کوي. زما په اند دوی ته د پناه ورکوونکو بادارانو لخوا دوه انتخابه وړاندې شوي دي، یو دا چې یا به آریانا سعید د خپلې مور په حیث مني او هغې ته په همدې ارزښت قایلیږي، یا به د دوی له پاره په نړیوال جنګي ډګر کې جنګیالي زیږوي، ترڅو د دوی له ګټو او ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړي؛ خو درېیم انتخاب دوی ته د دنیا او آخرت د کامیابۍ او سرلوړی انتخاب دی، هغه دا چې دوی دې اوسنی سپېڅلی اسلامي نظام ومني، د دې نظام لاندې دې خپل سر خم کړي او په عزت سره دې د خپلو درنو هېوادوالو د هوساینې او خپلې باعزته خاورې د پرمختګ له پاره د یووالي او اخوت لاسونه ورکړي، دا انتخاب به دوی له ابدي ذلت او رسوایۍ څخه وژغوري، که نه نو د داسې ورځې انتظار دې وباسي چې دوی به یو یو پای بسته د قصاب په غولي درول کیږي او د قصاب د ګټو له پاره به یې په وینه، غوښه او شتو سوداګري کیږي، چې په هغې ورځ به بیا د خلاصون او تېښتې یوه لاره هم ونه مومي.
وماعلینا الالبلاغ

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *