اشعار

که غلبېل کړم د تمامې دنیا خاورې

که دې ولوېدل شاهان او سلطانان هېڅ نیمګړی په چا نه شو دا جهان

رحمان بابا
که دې ولوېدل شاهان او سلطانان
هېڅ نیمګړی په چا نه شو دا جهان
که هزار هزار پناه شي په یو دم کې
بیا پیدا شي په یو دم کې هزاران
یو د بل په غم نه نرم وي نه ګرم
هم هغه دی چې ورشي په خپل ځان
پیغمبر غوندې صاحب له دنیا تېر شو
دا دنیا ویرانه نه شوه په هجران
که غلبېل کړم د تمامې دنیا خاورې
بیا به نه مومم دارا او شاجهان
بوی د نوم او د نشان یې پاتې نه شو
چې دعوه یې کړه د نوم او نشان
که دروغ وایم ته ورشه نظر وکړه
د خپل پلار او د نیکه په ګورستان
چې یې ته په دواړو سترګو ښکلولې
ګوره څه شو هغه خوله هغه لبان
چې مدام یې په قربان قربان بللې
اوس دې غږ درباندې وکړي چې قربان
د رحمان دې سوزان شعر ته حیران یم
چې یې اور بل شوی نه دی په ګریوان

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن