اجتماعی

بهرنۍ پانګه اچونه او دملي اقتصاد  دپیاوړتیا

افغانستان د کانونو،معدنونو اوقیمتې ډبرو له درکه یو غني اوشتمن هیواد دي او دهیواد غرونه رغونه اوترځمکي لاندي منابع او سرچینې په تیره بیا دلیتومو،یورانیمو او الماسو معدنونه ېې دملي اقتصاد دپیاوړتیا  اساسې بنسټونه جوړوې خوله بدمرغه د تیرو ریژیمونو د نه پاملرنې او داوږدي جګړي له امله چي زمونږ دهیواد د داخلې اوبهرنیو دښمنانو له خوا تپل شویده تر خاورو لاندي بي ګټې پټ پراته دي اودبلي خوا دوخت واکدارانو له خوا د نه پاملرنې له امله  ورته کار نه دي شوي چې په علمې او فني ډل ېې استخراج  او،راوسپړي .

چي له بده مرغه له دي درکه ېې نه یوازي زمونږ دجنګ ځپلو خلکو په ژوند بدې اوناوړه اغیزې پریښي بلکې  دهیواد ملي اقتصاد ته ېې  هم درانده زیانونه اړولې دي .

له نیکه مرغه دافغانستان داسلامي امارت په راتګ سره چي دتیر ۲۰۲۱ ع کال په اګست کې واک ته ورسید دامریکي او دمتحدینو اشغال ېې د دوحې دتړون سره سم هم پاي ته ورسید خو امریکا او متحدینو ېې دافغانستان په وړاندي خپلو دښمنیو ته هم دوام ورکړاو دافغانستان هغه  ۵/۹ میلیارده ډالره ملي شتمني ېې کنګل کړ او دافغانستان خلک ېې داقتصادي ستونزو او ننګونو تر څنګ له بې کارۍاوبې روزګارۍ سره مخامخ کړل خو اسلامي امارت چارواکو هڅه وکړه چي دنوروداخلي سرچینو لکه دهیواد د ګمرکونو چي دهیواد دملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ښه عایداتې سرچینې دي ترڅنګ ېې د بهرنیو هیوادنو پانګي اچوني په تیره بیا دچین دهیواد دشرکتونودجلبولو لپاره هم زمینې برابري کړي ځکه دچین هیواد چې په صنعتې او اقتصا دې لحاظ یو پرمختللې هیواد دي تشویق او وهڅوي چي په افغانستان کي پانګونه اچونه اوسرمایګذارۍ وکړي.

د افغانستان داسلامې امارت دکانو اوپترولیم وزارت ویاند مفتې عصمت الله برهان واېې: د چین هیواد د افغانستان په کانونوپه تیره بیا د لیتیمو،یورانیمو او الماسو په کانونو باندي پانګې اچونې اوسرمایګذارۍ ته لیوالتیا اوعلاقمندې ښودلې چي ډیر زر به ېې انجینران اوتخنیکې ټیم داسلامي امارت سره دخبرو کولو لپاره کابل ته راشي  خواسلامي امارت ددي کانونوپه برخه کي پالیسې یوازي ددي معدنونو ساتنه ده  خوچیناېې شرکتونه کولي شي چي په نورو پرخو کي پانګه اچونه وکړي اوا سلامي امارت تیار دي چي له دي شرکتونو لپاره هرډول اسانتیاوي پرابرابري ګړي.

زمونږ په باوربهرنۍ پانګه اچونه چې دمالې سرچینو یوه اساسې سرچینه ده اوهغه هیوادونه چي په دي برخه  کې پوره تجربه لري په تیره بیا دچین هیواد چې دقوي اقتصادلرونکې هیواد دي نو دافغانستان اسلامي امارت چارواکوته پکار دي چی دچین هیواد ،د هیواد په کانونو اومعدنو د سرمایګذارۍ اوپاانګې اچونه  لپاره لا وهڅوي چې په دي کار سره به نه یوازي دهیوادملي اقتصاد وغړیږې بلکي دهیواد بي کارانو ته به دکارکولو زمیني هم برابري شي او افغانستان به په اقتصادې لحاظ دیو با ثباته اوسولیز هیواد په توګه په سیمه اومنطقه کې لا هم وځلیږې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *