جهان

نتانیاهو له حماس سره له خبرو کولو پرته بله لار نه لري

داسې حال کې چې د صهیونستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له سخت داخلي فشار سره مخ ده، د دغه رژیم د استخباراتي ادارې موساد پخوانی مشر تامیر باردو له یوې اسرایلي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې نتانیاهو د اسرایلي اسیرانو د خوشې کېدو او اسرایلو ته د ستنولو لپاره د حماس له عمومي مشر یحیی السنوار سره له خبرو کولو پرته بله لاره نه لري.

نوموړي ویلي، چې نتانیاهو باید د خپلو اسیرانو د ترلاسه کولو لپاره له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او په دې برخه کې باید خپلو خلکو ته واضح ځواب ووایي.

دغه راز په اسرایلو کې دننه هم د نتانیاهو حکومت د خلکو له سخت فشار سره مخ دی او د اسیرانو کورنۍ د خپلوعزیزانو ژر راخوشې کېدل غواړي.

مخکې تر دې حماس څو ځلې ویلي، چې غزه کې د یو دایمي اوربند تر ټینګېدو حاضر نه دي، چې اسرایلي اسیران ازاد کړي او صهیونست پوځ بیا ټینګار کوي، چې د خپلو ټولو اسیرانو تر ازادېدو او یا ازادولو او د حماس غورځنګ د له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي، هغه جګړه چې د امریکا پر ملاتړ روانه ده او اکثریت قربانیان یې ملکي فلسطینیان دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *