افغانستان

په کونړ کې د یوه کانال د استنادي ديوال د جوړولو چارې پیل شوې

د کونړولایت په مرکز اسعداباد کې د یوه کانال پر غاړه د ۸۰ متره استنادي دیوال جوړولو چارې پيل شوې.

د کونړولایت په مرکز اسعداباد کې د یوه کانال پر غاړه د ۸۰ متره استنادي دیوال جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت والي مولوي قدرت الله حمزه باختر آژانس ته وویل چې دغه استنادي دیوال د سیلابونو د مخنیوي په موخه د ولایت مقام او بریښناکوټ د کانال په څنډو کې جوړېږي.

په ورته وخت کې د کونړ ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي الله نور حقیار وایې چې  دغه استنادي دیوال ۸۰متره اوږدوالی، ۴متره پلنوالی او ۵ متره لوړوالی لري او د موسمي سېلابونو د مخنیوي په موخه د ولایت د بوديجې څخه جوړېږي.

په همدې حال کې د یادې پروژې مسئول انجنير نصیر وایې چې د دغې پروژې چارې به په معیاري توګه ترسره کړي او په بشپړېدو سره به یې د سېلابونو د مخنیوي تر څنګ د ښار ښکلا هم زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د کونړ سیند څنډو ته د استنادي دیوالونو جوړولو چارې پيل شوې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د خلکو ستونزې هوارې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *