سیاسی

د اسلامي امارت چارواکې واېې هیڅوک له قانون څخه لوړ نه دي

حقوقوق پوهان په قول ، قوانین ، اصول او فرامین چې په اصل کې یوه ملي وثیقه ده په ټولنه کې دبرابرۍ او  ټولنیز عدالت او په ټولنه کي دنظم اوثبات په منظور د پوهوشخصیتونو او دنظر دخاوندانو له خوا د هغه هیواد د پارلمان (ملي شورا ) له خوا په دي منظور نافذېږې چې په ټولنه کې نظم او عدالت برقرارشي جګړه نه وي سوله اوثبات تامین وي .

ناصرشاه سرحدي

د حقوقوق پوهان په قول ، قوانین ، اصول او فرامین چې په اصل کې یوه ملي وثیقه ده په ټولنه کې دبرابرۍ او  ټولنیز عدالت او په ټولنه کي دنظم اوثبات په منظور د پوهوشخصیتونو او دنظر دخاوندانو له خوا د هغه هیواد د پارلمان (ملي شورا ) له خوا په دي منظور نافذېږې چې په ټولنه کې نظم او عدالت برقرارشي جګړه نه وي سوله اوثبات تامین وي .

د قانون کلمه د یونانې ژبي څخه اخستل شوي چې اوږده مخینه اوسابقه لري او په یونانې ژبه کې ورته  (  kanon ) اوپه عامه مانا هغو قوانینو ته واېی چې په خاصو تشریفاتواود خانګړو پړاونوله لاري د مقننه  قووې له خوا تصویبېږې او دټولنې په ټولو افرادو یوشان داجرا اوتطبیق وړ وي.

که په یو ټولنه کې نظم او عدالت نه وي طبعي خبره ده چې هلته به ګډوډي ،ناآرامي اوآنارشي وي او د هغه انګلیسي نامور فیلسوف (هابس )په قول  خلک به یو تر بله سره وخوري او دپرمختګ اوانکشاف له کاروان څخه به روسته پاتي وي .

د قانون لوړ والي او عظمت په دی کې دي چې د افرادو ترمنځ مساوات او عدالت تامینوي  او خلک د قانون په شتون او موجودیت کې په سوله اوامنیت کې خپل ژوند مخ ته وړي ځکه هیڅ څوک دقانون څخه لوړ نه وي او په هروګړي او فرد ، باندې ده چې دقانون پیروي او درناوي وکړي اوپه ځان ېې پلی اوتطبیق کړي.

دبلې خوا قانون د افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه مصوبه ده چې دملي شورا د دواړو جرګو له خوا تصویب شوي او د جمهور رئیس له خواتوشیح کیږې.

دلته زمونږ دبحث اصلي موضوع د افغانستان داسلامي امارت دریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفې په هغو خبرو ده چې په کابل کې ېې د مور اوماشوم روغتون دپرانستني په مراسمو کې ویلي: ((افغانستان کې نور له قانون څخه لوړ هیڅوک نشته))نوموړي دی خبري ته هم آشاره کړي چې په ټول افغانستان کې له نیمي پیړۍ وروسته سوله ، ثبات او امنیت راغلي چي دا له شک پرته دافغانستان داسلامي امارت اود افغانستان دمسلمانو اوبادیانته خلکو دقربانیو اوفداکاریو نتیجه ده.

باور دي که  دافغانستان د اسلامي امارت دولتي کارکونکې او خلک دا شعار چې : (هیڅوک له قانون څخه لوړ نه دي )په ځان تطبیق او پلي کړي او د اسلامي اصولو او د ملي ارزښتونو مراعات وکړي نه یوازي په ټولنه کې به نظم اودسپلین برقرار شي بلکې افغانستان به دپرمختګ او انکشاف په لور هم ګړندي ګامونه پورته کړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *