افغانستان

مخابراتي شبکې باید هره میاشت ۲سوه زره سیمکارتونه ثبت کړي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، چې د سیمکارتونو وېش یې بېرته په عادي بڼه پیل کړی دی او هر افغان کولی شي، له اړوندو نمایندګیانو څخه سیمکارتونه ترلاسه کړي. په همدې اړه د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، چې د سیمکارتونو وېش یې بېرته په عادي بڼه پیل کړی دی او هر افغان کولی شي، له اړوندو نمایندګیانو څخه سیمکارتونه ترلاسه کړي. په همدې اړه د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل

شوي پیغام کې و ویلې، چې د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ وزارت له لوري د مخابراتو شبکو سیمکارتونه د یو شمېر ستونزو له امله محدود شوي و او د هغې ستونزې د حل لپاره مو بېرته دا پروسه په عادي ډول پیل کړله. هغه و ویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې لپاره چې د غیر قانوني سیمکارتونو مخه ونیسي، کوم چې تر ډېره غیرقانوني و، د خلکو رواني امنیت یې ګواښوه؛ نو د مخنیوي لپاره یې یاد وزارت یو جامع طرزالعمل جوړ کړ، مخابراتي شبکو سره یې شریک کړ، چې هیڅوک نشي کولی په غیرقانوني توګه خلکو ته سیمکارتونه و وېشي. هغه و ویل چې ډېری پخواني سیمکارتونه راجستر نه و او مخابراتي شبکو ته وخت ورکړل شو او ژمنه ترې واخیستل شوه چې دا مشکل به حلوي. د نوموړي په وینا چې مخابراتو شبکو ته یې ویلي چې هیچاته هم بغیر له برېښنایي تذکرې یا پاسپور سیمکارت مه ورکوئ، خو هغه تضمین کوونکي چې برېښنایي تذکره یا پاسپورت ولري؛ کولی شي په ضمانت کولو سره د هغه چا لپاره سیمکارت وپېري، چې برېښنایی تذکره یا پاسپورت ونلري.

ښاغلي الکوزي دا هم و ویلې چې لا تر اوسه پورې ټول سیمکارتونه ثبت شوي نه دي او په همدې خاطر مخابراتي شبکو ته ویل شوي دي، چې هره میاشت باید تقریباً تر ۲ سوه زرو پورې سیمکارتونه ثبت کړي او راپور یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې ډېری وخت هیوادوال د ارترا له ادارې څخه دا شکایت هم کوي، چې په وینا یې انترنټي مصرفونه لوړې دي او باید دې ستونزې ته جدي توجه وشي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *