اقتصادیمقالات

په توليدي کارخونو پانګونه غوره اقدام دي

شاه محمود درويش

په هېواد کې دننه پانګونه او دصنعت پراختيا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پياوړتيا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښايي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په ټوليزه توګه په هېواد کې د توليدي فابريکو او کارخونو جوړول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، اوس مهال له شک پرته افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دي چې د پانګونې لپاره ډير ښه امکانات لري ، يعنې د طبيعي زيرمو او کانونو په ګډون پرېمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې بايد له دغو ټولو څخه په ښه توګه ګټه واخيستل شي، البته په دې برخه کې واقعا د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنګ يې مسوول ارګانونه دنده لري چې زياته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانګه وال دېته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانګونه وکړي.

هيره دې نه وي چې په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسووليت هم دي چې د امنيتي مصوونيت ترڅنګ اړوندو پانګه والوته بايد دپانګونې په موخه په بېلا بېلو برخو کې ښه آسانتياوې، لازم شرايط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوي په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانګوني وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشويو فرصتونو څخه ګټه واخلي.

البته داهم يوڅرګند واقعيت دي که دسيمې او نړۍ هېوادونه د نورو مرستو پرځاي په افغانستان کې پانګونې وکړي، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جګړه ځپلو خلکو په ګټه تمامېږي، ځکه له يو اړخه زموږ خلک کسب اوکارزده کوي، له بل پلوه هېوادوالو ته په هېواد کې دننه دکاراو سالمو بوختياوو زمينه هم برابرېږي او په ټوليزه توګه دهېواد او هېوادوالو د اقتصادي پرمختګ سبب کېږي، له شک پرته چې دغسې پانګونې به بهرنيو هېوادونو ته د کارموندلو لپاره زموږ د ځوانانو د تګ اړتيا هم له منځه يوسي، پردې بنسټ په ځانګړي توګه د هېواد ملي پانګه وال بايد د ملي او هېوادني سپيڅلې احساس له مخې په هېواد کې دننه په مختلفو برخوکې پانګونې وکړي، يعنې د يوسالم رقابت پراساس د هېوادوالو د لومړيتوبونو په نظرکې نيولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو څيزونو د توليداتو سترې او کوچنۍ فابريکې او کارخونې جوړې کړي ترڅو په هراړخيز ډول د هېوادوالو د اړتيا وړ څيزونه په هېواد کې دننه توليد او د خلکو د استفادې وړ وګرځي، له نيکه مرغه چې په هېواد کې د ډله ييزو خپرندويه سرچينو په حواله د کندهارولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست مسئولينو له قوله ويل شوي چې يوازې په دغه ولايت کې د کارتن او اي فور ورقو څلور کارخونې فعاله دي چې پرمټ يې اوسمهال هېواد د کارتن او سپينو پاڼو د توليد له مخې پرځان بسيا شوي دي، د ياد شويو کارخونو له جملې څخه د يو کارخونې د مسوول په وينا، چې په خپل کارخونه کې يې تر سلو زياتو کسانوته د کار زمينه برابره کړې ده او ياده کارخونه يې د «۲،۵» ميليونو افغانيو په ارزښت جوړه کړي او په ورځ کې ۱۳۰ زره کارتنونه توليدولي شي، ددغې کارخونې کارتنونه د پلازمينې په ګډون ګڼو ولايتونوته ليږدول کېږي، دا په داسې حال کې ده چې وړم کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه سپينې پاڼې د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونوته صادرکړي وو.

له شک پرته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د هرډول توليدي کارخونو او فابريکو جوړيدل غوره اقدام دي، ځکه چې دغه فابريکې او کارخونې خلکو ته د کاري زمينې پر برابرولو سربېره د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري. البته داهم واقعيت دي چې په هېواد کې دننه دهر راز صنعتي او توليدي کارخونو او فابريکو جوړول په کوردننه د هېوادوالو د اړتياوړ څيزونو د برابرولو ترڅنګ په ټوليزه توګه د ګران هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې ګټور ارزښت لري او هم هېواد له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته ور اړوي، په دي هيله چې د افغانستان اسلامي امارت لاهم کورني او بهرني پانګه وال په هېواد کي دننه پانګونې ته وهڅوي او د امنيتي مصوونيت ترڅنګ اړوندو پانګه والوته بايد دپانګونې په موخه په بېلا بېلو برخو کې ښه اسانتياوې، لازم شرايط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغوچې دوي په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطر پانګونې وکړي او په افغانستان کې له برابرشويو فرصتونو څخه ګټه واخلي.

ديادونې وړه ده چې د هېواد قدرمن پانګه وال او ملي سوداګر بايد دکندهار ولايت په څېر دهېواد په نورو ولايتونو کې هم د ډول ډول توليدي کارخونو او فابريکو پرفعالولو پانګونه وکړي ترڅو له يوه پلوه دهېواد بېکاره او بې روزګاره هېوادوالوته د سالم کار او روزګار زمينه برابره شي او له بل پلوه په دغه توليدي او صنعتي کارخونو او فابريکو کې د باکيفيته توليداتو پرمت د هېوادوالو اړتياوې هم په مناسبو وختونو کې پوره شي او ترڅنګ يې په ګران افغانستان کې توليد شوي با کيفيته توکې بهرنيو هېوادونوته هم د صادرولو جوګه شي.

 

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *