اسلامی

رسول الله (ص) ولې مدینې منورې ته هجرت وکړ؟

حق ته تبلیغ او دعوت، داسلام د سترپیغمبرحضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم د رسالت لومړنۍ او اساسي دنده وه،

حیا ت الله حلیم

حق ته تبلیغ او دعوت، داسلام د سترپیغمبرحضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم د رسالت لومړنۍ او اساسي دنده وه، ځکه هغه جناب ددې لپاره مبعوث شوی و چې خلکو ته د حق لاره وښیې،کله چې په ۴۰ کلنۍ د حرا په غار کې په پیغمبرۍ مبعوث شواو دده الهي ماموریت پیل شونو« بي بي خدیجه»  لومړنۍ ښځه وه چې د الله ج  پروحدانیت او دده په رسالت یې ایمان را ووړ، سرادارعالم په پیل کې د اسلام دین ته په پټه خلک را بلل اوعلت یې هم داوو چې د مکې خلک له یوه مخه سخت سره مشرکین و، ددې ویره موجوده وه چې دده په وړاندې په ټولیزډول بغاوت وکړي، نوځکه یې په مکه معظمه کې تراوږدې مودې پورې پټ دعوت ترسره کاوه، کله چې زیات شمیر وګړي د اسلام په دین مشرف شول نود الله پاک له طرفه ورته حکم را ورسېد چې خپل دعوت او تبلیغ د مکې د قریشو ترمنځ علني او خلک په ښکاره د اسلام دین ته را وبوله، همدا وخت رسول مقبول صلی الله علیه وسلم  خلکو ته وفرمایل : ای قومه ! د بتانو له عبادت څخه لاس واخلئ دا شرک دی، لویه ګناه لري، دیوه الله ج عبادت وکړئ، ددغه اعلان په ترڅ کې یوډلې د الله پروحدانیت ایمان راووړ او له شرک اوبت پرستۍ څخه یې لاس واخیست خوبله ډله بیا هم پرخپل شرک، ګمراهۍ، کفراوکینه ټینګه پاته شوه، رسول الله(ص) بیا هم له خپل عزم اوهوډ څخه ټکنی نشو او ددې ترڅنګ چې د مکې خلکو ته به یې د الله ج پر یوالي او وحدانیت بشارت ورکاوه، بلکې هغه اعراب چې له نوروخواوو څخه به مکې معظمې ته د حج اویا سوداګرۍ لپاره راتلل هم د اسلام د سپیڅلي دین منلو او قبلولو ته دعوت کول چې په دې ترڅ کې یو وخت د مدینې منورې څخه د (اوس) د قبیلې څخه شپږ راغلي کسان چې د محمد ص صفت یې له یهودو څخه اورېدلی وو، راغلل اومسلمان شول، دغه کسانوله مکې معظمې نه د بیرته تګ وروسته په مدینه منوره کې د اسلام په ګټه په تبلیغ پیل وکړاود مدینې دخلکو ذهنیتونه یې دې ته آماده کړل چې په آسانۍ سره د اسلام دین ومني، یوکال وروسته د اوس او خزرج له قبایلو څخه دولس کسان چې لس یې د اوس او دوه یې د خزرج له قبیلې څخه وو او پنځه تنه له دی کسانو څخه هغه مسلمانان هم و چې تیرکال دجناب  محمد(ص) په دیدار مشرف او مسلمان شوي و، بیا ځلې دده مبارک ملاقات ته راغلل اوپه عقبه کې یې له پیغمبر(ص) سره وکتل اوبیعت یې ورسره وکړ، یو کال وروسته بیا د مدینې منورې څخه اویا کسان چې دوې ښځې هم پکې شاملې وې د حضرت محمد صلی علیه واله وسلم حضورته مکې معظمې ته راغلل اوپه عقبه کې یې بیعت ورسره وکړ، جناب رسول الله مبارک له دې ډلې څخه دولس کسه د مدینې منورې پردولسو قبیلوباندې د نقیبانوپه توګه مقررکړل، کله چې دوی بیرته مدینې منورې ته راغلل نودوی هم د اسلام د سپیڅلي دین په نشرکې ترخپل توان پورې تبلیغاتي هلې ځلې وکړې، په نتیجه کې د مدینې منورې خلکو له اسلام سره غیبي مینه ددې سبب شوه، چې سردارعالم او یاران یې چې کله په مکه معظمه کې د کفارو له لاسه په عذاب شول دمدینې منورې په لوریې هجرت  وکړ نوپه مدینه منوره کې ددوی څخه لوړاستقبال وشو اوډیرعلت یې هم داوو چې په مدینه منوره کې د خلکو ذهنیت د اسلام د سپیڅلي دین منلوته د رسوالله(ص) له راتګ د مخه آماده شوی وو، د مدینې منورې اوسېدونکوله دوی سره دومره ښیګڼې وکړې چې داسلامي تاریخونو ډیربابونه په دې حقیقت ګواه دي، په مدینه منوره کې د جناب رسول مبارک لومړنی کارد نبوي جومات جوړول و ددې لپاره چې د مدینې منورې د نورو مسلمانانو لپاره هم د جومات په جوړولو کې د کارمیل پیدا شي نو جناب رسول الله (ص) به خپله هم د جومات په کارکې برخه اخیستله چې د هغه حضوربه نورمسلمانان دیته هڅول چې دوی هم په خپل توان سره د جومات په جوړلو کې برخه واخلي . دمدینې منورې چاپیریال د خاتم النبیین اودهغه ددعوت لپاره یوښه اوپه ځای موقعیت و دلته کفارو. دده لپاره مزاحمت نشوای کولای او په خلاصو مټو یې د اسلام لپاره دعوت کاوه. د هجرت په اتم کال خیرالناس د مکې معظمې د فتحې لپاره یو لوی لښکر برابرکړ او د مکې معظمې په لور راوخوځېدل له دوی سره الهي نصرت ملګری و د مکې مشرکینوماتې وخوړه او تارپه تارشول، مکه معظمه فتح شوه اوپاته قریش تسلیم شول، جناب رسول الله مبارک د مکې له فتحې وروسته ټول بتان مات کړل، حضرت محمد ص د نبوي اخلاقو پر بنا ټول هغه کفاراومشرکین چې د مکې معظمې په دوران کې یې ده ته زحمتونه او تکلیفونه ورکړي وه په خپل نبوي عظمت وبښل اوعفوه یې ورته وکړه خوسرورکائنات د مکې معظمې له فتحې وروسته بیرته مدینې منورې ته ولاړ اود خپل عمرپاته موده په مدینه منوره کې تیره کړه .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *