خلقیان او پرچمیان، یوه کس پوښتنه وکړه ، افغاني کمونېستان څوک وو/ دي ،مسلمان دي که نه ؟؟! نو دا کرښې مې ورته تورې کړې :
ټول ولس په امن او امان هوسا او سوکاله ژوند کاوه ، په خپلو ورځنیو کارونو بوخت وو . څو کسانو ، د څه لپاره د دیموکراسۍ ناره اوچته کړه او د مطلقه شاهي پر ځای یې د مشروطه شاهي غوښتنه کوله او ویل یې: چې د شاهي کورنۍ وګړي دي له واک او ځواک څخه لرې کړای شي ، پاچا دې پاچاهي کوي او حکومت دې ملت ته پرېږدي ، چې په دیموکراتیکو اصولو واکمني او حکومت وکړي.
له ډېرو هلو ځلو وروسته پاچا محمد ظاهرشاه ورسره ومنله .دهغه په امر هم څو صدراعظمان یو پر بل پسې راغلل او لاړل ، کومه په زړه پورې نتیجه یې ورنه کړه.
دمحمد ظاهرشاه د سلطنت پر مهال چې کوم محصلین بهر ته تللي وو، هغوی هم له هماغو هېوادو ډول ، ډول افکار له ځان سره راوړل چې د ځینو محصلینو افکارو له افغاني ټولنې سره سر نه خوړ ، لکه له دوی مخکې چې پاچا امان الله خان له لوېدیځه نوي ریفورمونه راوړل او هغه د افغانانو له دین اوملي ارزښتونو سره مخالف وو، کوم محصلین چې اتحادجماهیر ته تللي ووهغوی له ځانو سره نوي ، نوي شیان راوړل ، او داسې کسان هم وو ، چې د شوروي اتحاد له دروغژنو شعارونو اغیزمن شوي وو نو په هېواد کې یې دهغو په شان شعارونه غږول!! لکه: نورمحمد ترهکي ، ببرک کارمل، حفیظ الله امین، سلیمان لايق او نور…
په ګران ټاټوبي کې دکمونیزم د راتلو دوه لاملونه وو:
۱-:دیموکراسي،چې په هغه کې به د بیان ازادي وي ، ټولټاکنې به وي ،دبشر حقوق ، دښځو حقوق او..
۲-:له اتحادجماهیر شوروي د کمونیستي افکارو راوړل او هغه ترویجول.
افغانېستان وروسته پاتې هېواد و ، د سواد کچه یې هم خورا ټیټه وه ، دیموکراسي او د هغه پر مټ حکومت جوړول ناممکن و ، خو
غوښتونکو يې دوهمه تجربه (کمونیست حکومت جوړول) تکرار کړه ، اما ناکام شوه.
د دې دیموکراسي دوره کې یوازې دا وشول چې ځیني رسنۍ د چاپ ډګر ته راووتلې او بعضې احزاب را ښکاره شول ، چې نشرات یې هم لرل بعضو اسلامي نشرات کول ، ځینو ملی خپرونې کولې او د کمونيستانو جریدې دکمونیزم دنشر لپاره ملا تړلې وه ، تر دې چې (خلق) جریدې په لینن باندې درود ویل په خپله جریده کې نشر کړل!! کمونيستانو له دیموکراسۍ دا ګټه واخیستله چې: د افغانېستان خلق دیموکراتیک ګوند یې په ۱۹۶۵م کال اعلان کړ او د خلق په نوم یې جریده هم خپروله چې کمونستي افکار یې په کې نشرول، ځینې مسلمان پوهان وایي چې تره کي او کارمل له ۱۹۵۰م څخه د شوروي له ک. ج. ب سره د مرستې ژمنه کړې وه، چې د هغې استخباراتي ادارې له لوري پیسې ورکول کېدې. د خلق دیموکراتیک ګوند له تأسیسه ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې د مشرانو تر منځ یې اختلاف ولوېد، یوه ډله د خلق په نوم یادېده چې مشري یې نور محمد تره کي کوله. بلې د پرچم په نوم فعالیت پیل کړ چې مشري یې د ببرک کارمل په غاړه وه ، دواړو د خپلو ډلو د ( خلق او پرچم) په نوم جریدې هم لرلې، د دواړو انشعاب او افتراق تر لسو کلو اوږد شو خو د ۱۹۷۷م کال په اوږدو کې اتحاد جماهیر شوروي د دوی تر منځ بېرته اتحاد وکړ . له دې وروسته یې په سردار محمد داود خان باندې د ۱۳۵۷هـ کال د ثور په اوومه نظامي کودتا وکړه او د هېواد تباهي ، بربادي او ویجاړتیا پیل شوه ، کمونیستانو له کودتا وروسته کابینه جوړه کړه، په ټولو څوکیو یې خلقیان کېنول ، پرچمیان یې له واکه بهر کړل؛ ببرک کارمل یې هم چکسلواکیا ته ولېږه ، هغه به ویل: خپل هېواد ته به له سره بیرغ سره راځم ، هماغسې وشول ؛ د ۱۳۵۸هـ کال د جدي په شپږمه د شورویانو په ټانکو سپور راغی او (۱۴۰۰۰۰) عسکر یې را وستل. افغاني سره کمونېستان په دې ترتیب واک ته ورسېدل او حکومت یې وکړ:
۱ــ نور محمد تره کي ، په سردار محمد داود خان له کودتا وروسته د ۱۳۵۷هـ د ثور له اوومې تر ۱۳۵۸ھ ش کاله پورې واکمن و ، چې د خپل ګران شاګرد د پلویانو له خوا بالښت په خوله ورکېښودل شو او سا یې وختله .
۲ــ له تره کي پس د هغه وفادار شاګرد حفیظ الله امین واکمن شو، د ده پر مهال ډېر مسلمان افغانان په شهادت ورسېدل؛ بالاخره دی هم د شوروي عسکرو په مرمیو د ۱۳۵۸هـ د جدي په شپږمه ووژل شو.
۳ــ ببرک کارمل د جنرال محمد حسین چې له اره کشمیری و او د پرچم ډلې مشري یې په غاړه وه د ۱۳۵۸ ھ ش کال د جدي په شپږمه له ( ۱۴۰۰۰۰) زره شوروي پوځیانو سره افغانېستان ته راغۍ او د شاه شجاع دنده یې ترسره کړه!!
نوموړی تر ۱۹۸۶م کال پورې د شوروي پوځیانو لوډ سپیکر و.
۴ــ له ببرک کارمله وروسته ډاکټر نجیب د کابل په تخت کېناست او تر ۱۳۷۱هـ پورې یې دا ملت په خپل مداریتوب غلط کړ . نوموړی چې واکمن شو له هغه درې کاله وروسته شورویان هم له افغانېستانه ووتل او خپل کمونیست پرکټیان یې دلته پرېښودل ، ډاکټر نجیب د افغانانو د تېر اېستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، قومي ملېشې یې جوړې کړې ، د خلق ګوند نوم يې په وطن ګوند واړاوه خو د ملت په وړاندې دا کار و نه چلېده. د ۱۳۷۱ھ ش دثور په (۷) په هېواد کې کمونیزم د ولسمشر په حیث نسکور شو. ولې دمجددي او رباني په واکمنیو کې کمونېستان په لوړو څوکېو ناست وو. نجیب هندوستان ته تښتېده د ( یا وطن یا کفن) شعار ترې هېر و. چې له کابل هوایي ډګره د ګلم جم ملیشو له خوا را ایسار کړل شو ،نو بیا یې د ملګرو ملتو دفتر ته پناه ور وړه. له نیکه مرغه د۱۳۷۵ھ ش کال دمیزان په (۶ مه) د افغانېستان اسلامي امارت کابل ونیو او نوموړی یې په خپلو اعمالو پسې ور واستاوه. دکمونيستانو عقیده: د دوی مخکښان دهریان او له الله ج څخه منکر دي په (مؤمن به) باندې ایمان نه لري . د دوی د دوهمې درجې په کسانو کې هم دځینو افرادو عقیده د دوی د مخکښانو غوندې وه ،ځکه د دوی په ولکه کې راغلیو مسلمانو ته به یې ویل:(اوس دې الله راوله، تا دې له ما خلاص کړي). [نعوذ بالله من ذالک] . د هېواد (۴۶) کلن ناورین، تباهي، بربادی ،دوه ځله اشغال او ټولو نا خوالو عاملین دوی دي. همدا اوس هم له کمونيزم ، سیکولريزم او نورو ایزمونو اغیزمن وایي: (که واکمن شوم دټولو ځوانانو په ذهن کې به خلکيتوب ور پیچکاري کړم)!!! دا وو افغاني کمونېستان دهغوی افکار ، عقايد او وطندوستي. د خلق او پرچم په اړه دبهرنیو لیکوالانو او پخوانیو کمونيستانو په کتابو کې ډېر څه پیدا کولی شي.