سیاسی

افغانستان ته تگ آسان، خو وتل ترې ګران دي!

هغه وخت چي نوم یې خراسان وو په بلخ او بامیانو کې د چنګیز اووسوه زریز لښکر په مقابل کې یې  خپله  سینه سپر کړه ،له بلخ ، کابله آن تر زرنج او سیستان پورې یې  د تیمور د وحشتونو داغ  پر خپله سینه حس کړ ؛ اوس یې نوم افغانستان دی ، د افغانستان نوم د۱۸مې پیړۍ را پدېخوا کله چې احمدشان ابدالي خپله خاوره له پارس څخه بېله کړه او یوه خپلواکه پاچایي یې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پا چایي په دغه نوم یاده شوه .

رحمت الله فیضان

هغه وخت چي نوم یې خراسان وو په بلخ او بامیانو کې د چنګیز اووسوه زریز لښکر په مقابل کې یې  خپله  سینه سپر کړه ،له بلخ ، کابله آن تر زرنج او سیستان پورې یې  د تیمور د وحشتونو داغ  پر خپله سینه حس کړ ؛ اوس یې نوم افغانستان دی ، د افغانستان نوم د۱۸مې پیړۍ را پدېخوا کله چې احمدشان ابدالي خپله خاوره له پارس څخه بېله کړه او یوه خپلواکه پاچایي یې جوړه کړه نو همدغه خپلواکه پا چایي په دغه نوم یاده شوه .

د افغانستان په نامه جغرافیا کې  له پیړیو پیړیو را هسي بي شمېره جګړې تېرې شوي دي او  ډیري  نا خوالي یې ترشا   پریښي دي؛ په معاصر تاریخ کې درې ځلې  انګریزانو یرغل وکړ ، ور پسي د پخواني شورې یرغل او په پآی کې د امریکا په مشرۍ د نآټو یرغل زموږ په تاریخ کې  له وحشتونو، ظلمونو او جنایتونو  ډک فصلونه او بابونه جوړې دي .

انګریزانو پر افغانستان خپل لومړی یرغل په ۱۸۳۹ میلادي کال د اپریل په ۲۵مه له کویټې اود بولان له درې پیل کړ ، کندهار یې ونیو د غزني له لاري یې کابل او جلال آباد اشغال کړ ؛ له دری کلن اشغال وروسته د ۱۸۴۲ کال په اکتوبر کې د سخت مقاومت او زیاتو تلفاتو په منل سره یې هندوستان ته پښې سپکې کړې .

۳۶ کاله وروسته کله چې امیر شېرعلي خان په کابل کې د روسي پلاوي د ردولو په اړه د انګریزانو غوښتنه ونه منله او افغان ځواکونو د ډګرمن کنهاري تر قوماندې لاندې برتانوي پلاوي ته اجازه ورنکړه چې افغانستان ته ننوځي نو انګرېز غوسه شو او له دې وېرې چې روسان به افغانستان کې ډېر نفوذ وکړي، یو ځل بیا یې یرغل ته مخه کړه. د ۱۸۷۸ میلادي کال د نومبر په ۲۱ د خیبر په دره کې  ورسره  جګړه پیل شوه.  په دغه جګړه کې  انګریزان په چټکۍ سره بریالي شول او امیر شېرعلي خان یې تېښتې ته اړ کړ، د امیر شېرعلي خان ځایناستي محمد یعقوب سملاسي د سولې غوښتنه وکړه او وروسته د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشتې په ۲۶ د ګندمک تړون لاسلیک شو  د ګندمک تړون د افغان انګلیس سره په دویمه جګړه کې د امیر شېر علی خان د ماتې وروسته چې نوموړی بیا د افغانستان شمال ته وتښتېد، د  امير محمد يعقوب خان او لوی بریتانیا ترمنځ امضا شو. د گندمک په  تړون کې د څلورو مهمو پرېکړو يادونه شوې:

  1. 1. د افغانستان حکومت به د برتانيې له صلاح او مشورې پرته د هېڅ خارجي هېواد سره اړيکه نه ټينگوي .
  2. 2. په کابل او د اړتيا په وخت کې به د افغانستان په نورو سيمو کې د برتانيې دايمي استازی منل کېږي .
  3. 3. برتانيه به د خيبر د درې او د کرمې ، پښين او سيوۍ کنټرول اخلي .
  4. 4. امير ته به د کاله شپېته زره پونډه ورکوي .

انګریزانو د لوئیس کهناري په مشرۍ کابل ته یو استازی او پلاوی ولېږه، خو د سپټمبر په درېیمه دا ماموریت په ټول ‌وژنه بدل شو او نښتې د ایوب خان له خوا زور واخیست، چې د یعقوب  خان د ګوښه کېدلو لامل شو.

د ۱۸۸۰ ز کال د سپټمبر په لښکر کشي کې، کله چې بریتانیا له کندهار څخه بهر ایوب خان ته غوڅه ماته ورکړه، پای ته ورسېده. نوی امیر عبدالرحمن خان چې د بریتانیا له خوا وټاکل شو،  د ګندمک تړون بیاځلي تاييد او تصویب کړ.

د امیر عبدالرحمن خان لمسی شاه امان الله خان په دې باور شو  چې دامهال  له اولې نړیوالې جګړې وروسته برتانوي سرتېري د مقاومت وس نه لري، د پېښور او سوېل کې د نورو سیمو د نیولو لپاره یې جهاد اعلان کړ.

افغانانو لنډي کوتل، خیبر او وزیرستان کې پر برتانوي ځواکونو برید وکړل . انګرېزانو هم کابل او جلال اباد بمبار کړ په نتیجه کې  شاه امان الله  له انګریزانوسره خبرو ته اړو شو  او د ۱۹۱۹ کال د جون پر ۳ یې اوربند وکړ.

د ۱۹۱۹ کال اګسټ پر ۸ افغان حکومت له برتانویانو سره د راولپنډۍ تړون وکړ چې ور سره د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندل شوه او دا حق یې ترلاسه کړ چې خپل بهرنی سیاست ولري.

راولپنډۍ په تړون کې دغه مادې شاملې وي :

لومړۍ ماده- په دې تړون د دستخط له نېټې سره سم يو خوا د برتانيې حکومت  او بل خوا د افغانستان حکومت ترمنځ به صلح وي.

دوېمه ماده- د هغو حالاتو په نظر کې نيولو سره چې د برطانيې او د افغان حکومت ترمنځ ورباندې اوسنی جنګ ونښتو، د برطانيې حکومت د خپلې ناخوښي څرګندولو لپاره پخوانو (افغان) اميرانو ته ورکړې شوي امتياز بيرته اخلي- په دې کې د هند د لارې وسلو، بارود او جنګي مهمات افغانستان ته وړل شامل دي.

درېمه ماده- د وروستي امير (حبيب الله) د امتيازاتو پاتې پېسې ضبط شوې او نوي امير ته به هيڅ امتياز نه ورکول کېږي.

څلورمه ماده- سربېره له دې هم د برطانيې حکومت غواړي چې د افغانستان او لوی برطانيې ترمنځ هغه پخوانۍ ملګرتيا چې له ډېرې مودې پاتې وه، بيرته جوړه شي. د دې لپاره به ورته ضمانت ورکړل کېږي چې د افغانستان حکومت په اخلاص د برطانوي حکومت سره بيا ملګرتيا ته ليواله دی. د برطانيې حکومت تياردی چې شپږ مياشتې وروسته يوې بلې افغاني ډلې سره وويني- په دې شرط چې افغان حکومت د خپل عمل او رويې نه څرګند کړي- چی د دواړو ملکونو تر منځ د ګډو ګټو او روغې په اړه بحث وکړي، په داسې بنيادونو پخوانۍ ملګرتيا بيرته راولي چې د دواړو پرې تسلي وي.

پينځمه ماده- افغان حکومت د هند افغان سرحد مني، چې وروستي امير هم ورسره منلې و. دوی د خيبرپه لوېديځ کې د برطانوي کميشن له خوا وروستۍ ټاکل شوې سرحد هم مني چې پخوا ورباندې ليکه نه وه تېره شوې. لږه موده وړاندې افغانستان په دې خاوره تېری کړې و. دوی هغه سرحد مني چې برطانوي کميشن په نښه کړې دی. په دې غاړه به برطانوي پوځ به پخپل اوسني حالت پاتې وي تر څو د سرحد ټاکل عملي شي.

د راولپنډۍ نه وروسته بله غونډه د هند په مسوري کی، بيا ډېره دون کی او ۳ نورې غونډې کابل کی وشوی. په ۱۹۲۱ کی د دغه تړون د وروستۍ مسودې په ټکو دواړه غاړې راضي شوې.

د راولپنډۍ تړون په دې مهم دی چی په لومړي ځل د افغانستان د حکومت استاځو له خوا دستخط شو. له دې وړاندې د انګريز سره ټولې لوظنامې د باچاهانو له خوا شوی وې. دا لوظنامه امیرامان الله خان خپل ولس ته د يو بري په شکل وړاندې کړه چې انګريزانو افغانستان د يوخپلواکه ملک په توګه وپيژندلو.

دوی ژمنه وکړه چې د خيبر نه وراخوا په افغانستان کې به مداخله نه کوي. خو په دی د افغانستان او هند تر منځ رسمي سرحد (ډيورنډ) بيا تصويب شو او د برطانيې له خوا هغه امتيازات او پېسې چې امير ته يې ورکولې ختمې کړې شوې.

د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی دریز :

پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :

۱ـ پاچا د دیپلوماسی په ساحه کی غوښتل چه خپلواک افغانستان نړیوالي ټولنی ته وروپیژنی . ده د دغه موخی د تحقق د پاره د ۱۹۲۱ م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل . د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول  او افغانستان نړیوالي ټولنې ته لار پیدا کړه او بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټ ټینګ شو .

۲ ـ په سیاسی ډګر کی پاچا پدی باندی پوهیده چه د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔ ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری .

د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه په ۱۹۲۳ م کال کی د ۱۳۰۰ کسانو په ګډون په جلال آباد ښار کی جوړه شوه .

۳ ـ د حقوقو په برخه کی بايد خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچه د پیژندنې د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳ م کال د اساسی نظامنامی د تدوین په واسطه تر سره شو .

افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیکه کی ځای ونیو .

۴ ـ په ټولنیز ساحه کی پاچا امان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸ م کال کي د یو لړ ټولنیزو بدلونو په پلی کولو  لاس پوری کړ ، بدلون  غوښتونکې ډله چه دپاچا په شاوخوآ کی د نفوذ خاونده وه ، پدی نظر وه چه ټولنیز بدلون د خپلواکی طبعی رکن دی .

هغه افراطی بدلونونه چه د ۱۹۲۸ م کال د پغمان په لویه جرګه کی د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چه نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود  د همدې بې توله بدلونو له امله یو ځل بیا هیواد د بي ثباتي او داخلي اړدوړ پر لور و خو ځید په ټول هیواد کې د پاچا د بدلونو په غبرګون خلک را وپاریدل کورنی ثبات لړزانو شو چي په پایله کې ښاغلی امان الله خان د هیواد پرېښوودو ته اړ شو .

ټول هغه اشغالګر او متجاوزین چي افغانستان ته راغلي او خپل بخت یې دلته آزمیل په یو خوله یو اعتراف کوي هغه دا چي افغانستان ته ور تګ آسانه خو خو وتل ترې ګران دی .

رښتیا هم چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې  تل پر اشغالګرانو او متجاوزینو   بر لاسه شوي خپل وطن یې آزاد کړی او خپله خاوره یې د سر په بیه بیرته ګټلي خو په کور  د ننه  د ثبات  په را منځته کولو ، ملت جوړونې  او اقتصادي ودې په برخو کې ناکام شوي دې دا چاره هم داخلي عوامل لري او بهرني عوامل لري چي په لنډه توګه ورته اشاره کوو  :

۱- د افراط او تفریط ترمنځ د اعتدال نه رعایت .

۲ـپه هیواد کې د ننه د مقتدر حکومت پر جوړیدو نه بریالیتوب

۳-د فاتحینو ترمنځ د قدرت او واک پر سر شخړه

۴- د کمو امتیازاتو په بدل کې له بهرنیو هیوادونو سره د سیاسي څیرو وابستګي .

۵-په سیاسي ، اقتصادي او اجتماعي چارو کې د بهرنیانو مستقیمه مداخله .

۶-په هیواد کې د قدرت د جزایرو وده او غښتلتیا .

۷-د سیاسي رهبرانو بي کفایتي او ځان غوښتنه .

۸-په سیاسي او اقتصادي برخوکې د قاطع تصمیم نه نیونه .

۹ـسیاسي او اداري فساد

۱۰ـد مخالف نظر نه زغمل .

۱۱-د خپلو مخالفیونو بې رحمانه وژل او دعمومي عفوي نه تطبیق .

په آخر کې دعا کوم چي خدای دي افغانانو ته هغه بصیرت ورکړي چي وتوانیږي پر مټ یې د خپل هیواد داخلي ثبات پیا وړی اود یو مقتدر پایداره نظام څیښتنان سي آمین .

منابع:

د افغان او انگریز دری گونی جگړې

صفیه حلیم

دکتور محمد عثمان ترکی

استاد محمد رفیق  شهیر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *