اجتماعی

د ښکلا او زرغونتیا موسم (پسرلی)

پسرلی د زړونو د تسکین موسم او د رنګونو د ښکلا بڼ ده، چې په دې رنګین موسم کې هر څه په حرکت راځي او د نوي کال له پیله انسانان د خپلوموخو لپاره پلانونه ترسیموي.

شیرمحمدامیني ستانکزی
پسرلی د زړونو د تسکین موسم او د رنګونو د ښکلا بڼ ده، چې په دې رنګین موسم کې هر څه په حرکت راځي او د نوي کال له پیله انسانان د خپلوموخو لپاره پلانونه ترسیموي. پسرلی د کال له څلورو فصلونو څخه د زرغونتیا، ښکلا او د کایناتو د بدلون موسم دی. په دې موسم کې د غرونو لمنې، د دښتو او چمنونو شینوالی، د پسرلني وږمو او مستو سیندونو زړه راښکونکې څپې د هسک او شنه آسمان په لویه او پراخه فضاء کې ښایسته او ځانګړی پیغام وړاندې کوي . نه یوازې په دې موسم کې انسانان خپل راتلونکي لپاره کرښندې باسي؛ بلکې د هوا الوتکي، دځمکې پرسر حیوانات، خزنده ګان او نور ټول دې نغمه يیز موسم کې ځان د وخت شاهان شمېري .
د سر له پاسه د مرغانو ښکلي غږونه او دځمکې پر سر د ګلونو بویونه واقعاً چې طبیعت په ښکلا راولي او انسان ورنه بې شمېره خوند ترلاسه کوي. د پسرلي ښکلا د شاعرانو شاعرانه احساس هم تر بل هر وخت زیات په حرکت راولي او د دې موسم د زړه راښکونکې ښکلا په ستایلو کې شاعران د شعر او لیکوالان د ادبي ټوټو د لیکلو په ژبه د زړه او احساس څرګندونې کوي .
نو سږني پسرلي ته افغانان دډېرو هیلو په تمه ناست دي او ډیری يې خپلو هیلو ته د رسېدو ډاډ ورکوي، چې پر وړاندې پرتې غوښتنې او هیلې يې وغوړیږي. ان شأالله دا به د لوی څښتن په توکل هر څه پر خپل مراد رسیږي، ځکه د لوی څښتن په دربار کې دهېڅ شي کمی نشته . زموږ پر هېواد يې لويه پیرزو وکړه، چې افغانستان اوس د جګړو نه وتلی او پکې دخلکو ژوند د آرامښت ځای نېولی دی . له دغه ډاډمن فضاء او فرصت نه هېوادوال پوره ګټه پورته کولای شي، خپلې مټې راونغاړي او د هېواد د سمسورتیا او پرمختګ لپاره هلې ځلې ترسره کړي. دوه ګټې به يې ترلاسه کړی وي، یو دا چې خپل ځان لپاره حلاله نفقه ترلاسه او بل دهېواد په رغونه کې ځان مسوول وګڼي او هېواد به د پرمختګ مزلی مخ پر بره ووهي .
ډیری ځوانان اوسمهال په دې سوچونو کې دي، چې له افغانستان څخه ووځي، یوه لویه پلمه يې غوره کړې ده، چې په هېواد کې کاري فرصتونه نشته، خو دا هسې ځان غولونه ده، که چېرته دوی وغواړي، کاري بوختیا باندې ځان ولګوي، په هره برخه کې اسلامي امارت له خوا د کار آسانتیاوې رامنځته کړي .
راځئ، ځوانانو! چې دپسرلي زرغون موسم له فرصته پوره ګټه پورته کړو، دخپل هېواد د آبادولو او سمسورولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلو، دخلکو خبرو پسې ونه ګرځو، ځان د هېواد دآبادۍ په برخه کې مسوول وشمېرو، نیالګي کېنوو او دنیالګیو کېنولو دود په پراختیا کې خپلو هڅو ته کړندیتوب او لومړیتوب ورکړو او سږنی پسرلی دنیالګیوپه کېنولو سره ولمانځو . دیو آباد سمسور او زرغون افغانستان پر هیله!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن