سیاسی

د امان‌الله‌خان په واکمنۍ کې مطبوعات

مطبوعات د افغانستان په کلتوري تاريخ کې د پام  وړ ونډه  اخستې ده ،چې اوس  مهال  خلک د رسنيو د معلوماتو پر بنا  د دولت  په کړنو  قضاوت کوي . او د سياسي  وضعیت  ارزونه کوي.

سمیع الله مومند

مطبوعات د افغانستان په کلتوري تاريخ کې د پام  وړ ونډه  اخستې ده ،چې اوس  مهال  خلک د رسنيو د معلوماتو پر بنا  د دولت  په کړنو  قضاوت کوي . او د سياسي  وضعیت  ارزونه کوي.

د علومو اکاډمي د ژورنالیزم انستیتوت څېړونکي څېړنیار عالم جان ژمن دورځپاڼو خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل:چې په افغانستان کې د مطبوعاتو تاریخ او فعالیتونه له یو نیم سلو کلونو راهیسې د شمس النهار له خپرېدلو سره را پيل شوي او په هغه وخت کې د نوموړي اخبار خبري منابع له یوې خوا د ګاونډیو هېوادو اخبارونه وو او له بلې خوا د هېواد له بېلابېلو سیمو نه د دولتي ادارو په وسیله خبرونه راوړل کېدل او د شمس النهار په ځینو ګڼو کې د هېواد په ځېنو برخو کې د دې اخبار د خاص نماینده نوم هم اخیستل شوی او دا ښيي چې له همدې وخت نه خبریالانو د خبرونو په راغونډولو کې برخه اخیستې ده.

دی همدارنګه زیاتوي چې د شمس النهار تر بندېدلو وروسته هم د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په وخت کې د خبرونو راغونډولو لړۍ روانه وه خو دا اطلاعات د حکومت پټو ادارو ته تلل او خلکو ته نه رسېدل.

د نوموړي په وینا سراج الاخبار افغانستان (۱۹۰۶م) او سراج الاخبار افغانیه (۱۹۱۱- ۱۹۱۹م) هم د بهرنیو خبرونو د ترلاسه کولو له پاره د ګاونډیو هېوادو په اخبارونو کې ګډون کړی و او هم یې په هېواد کې دننه د سیمو خبرونه د دولتي ذریعو او هم کله-کله د خپلو خبریالانو په وسیله ترلاسه کول.

ژمن د خبریال سره د خبرو پرمهال وویل چې په ۱۹۱۹م کال کې د خپلواکۍ تر لاسه کېدلو وروسته په هېواد کې رسنۍ زیاتې او له مرکز نه ولایتونو ته هم خورې شوې،په دې وخت کې نه یوازې دولتي ورځپاڼې او جریدې په مرکز اوولایتونو کې تآسیس شوې، بلکې آزادې جریدې هم رامنځ ته شوې.

ده ده په وینا د غازي امان الله خان د دورې دولتي ورځپاڼې او جریدې په مرکز کې امان افغان، ارشادالنسوان، حقیقت، ابلاغ او ثروت او  ولایتي جریدې لکه اتحاد مشرقي، ستاره افغان، غازي، اتفاق اسلام، طلوع افغان او بیدار جریدو یادونه کولی شو. همدارنګه دې دورې ځانګړو خپرونې هم درلودلې چې معرف معارف، مجموعه عسکریه، مکتب، آینه عرفان، مجموعه صحیه او اصلاح ورځپاڼه یادې کړلې دي. د دې څېړونکي په خبره، سربېره په دې د اماني دورې یوازېنۍ آزاده جریده انیس د هېواد د مطبوعاتو په تاریخ کې د لومړي ځل ۱۳۰۶هـ.ش کال د ثور میاشتې په ۱۵ نېټه لپاره د چاپ په ګاڼه ښکلې شوه.

هغه وايي چې انیس جریده د خپلو خپرونو د لومړي کال (۱۳۰۶) تر پایه پورې ۲۴ ګڼې چاپ کړې دي چې له ښه مرغه ټولې ګڼې یې په عامه کتابتون کې خوندي دي.

څېړنیار ژمن د مرحوم غلام محی الدین انیس د ژوند او جریدې په اړه په لنډډول زیاته کړه چې د انیس د ژوند په اړه مختلف معتبر مراجع په دې متفق دي چې محی الدین انیس د غلام نقشبند زوی په قوم احمدزی او کورنۍ یې اصلا د غزني ولایت د مقر اوسېدونکې وه. د نوموړي نیکه د سترګو طبیب او نوماند شخصیت و چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ په( ۱۲۵۸ – ۱۲۷۹ هـ.ش) پر وخت د محمد ایوب د پلوی په تور د ډېرو نورو کورنیو او شخصیتونو په څېر له هېواد څخه وویستل شو. دوی له ناچارۍ مصر ته ولاړ او هلته یې د ځان لپاره ژوند غوره کړ او د ژوند پرمخ بېولو له پاره یې د تجارت مخه ونیوله. زویې غلام نقشبند هم د سوداګرۍ کسب ته مخه کړه. همدا و چې غلام محی الدین انیس کوچنیتوب په مصر کې تېر کړ او هلته ځوان شو. لنډه دا چې انیس په مصر کې یو ترکي سره چې محمد اسماعیل نومیده او په اپندي مشهور و ولیدل او هغه افغنستان ته د راتګ له پاره وهڅوه او وروسته له دې چې په کال ۱۳۰۴ کې کابل ته راغی او په ۱۳۰۶ کال کې د انیس جریدې خپرولوته یې ملاوتړله.

یاد څېړونکي د انیس خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د اماني دورې پرمهال د حکومتولۍ او قوانینو په برخه کې تقریباً ۶۷ نظامنامې تصویب کړي دي چې سربېره په دې افغانستان له نړیوالو سره ۷ نړیوال معاهدات لاسلیک کړي دی. چې د دې له جملې څخه یو هغه یې د «اساسي نظامنامې» د ۱۱ مادې په مصداق په ۱۳۰۳ کال د مرغومي په ۱۰ نېټه د افغانستان د مطبوعاتو لومړنی قانون تصویبول و چې هغه مهال د «مطبوعاتو نظامنامې» په نوم یادېده. دغه نظامنامه په ۱۰ مادو کې ترتیب شوې وه. همدارنګه د مطبوعاتو مستقل ریاست په کابل کې د مطبوعاتو د نظامنامې تر انفاذ وروسته رامنځ ته شو چې کار یې د مطبوعاتو د چارو څارنه او د اماني افغان جریدې خپرول و.

د ښاغلي ژمن په خبره، هغه مهال په کابل ښار کې ۱۱ دولتي مطبوعې موجودې وي،مطبعه دارالسلطنت ، مطبعه ماشین خانه ، مطبعه کابل،مطبعه ابلاغ ، مطبعه دارالتحریر شاهی ، مطبعه دایره التحریرات مجلس عالی وزراء، مطبعه امان افغان،مطبعه وزارت معارف ، مطبعه وزارت حربیه ، مطبعه وزارت مالیه او مطبعه مکتب فونون حربیه.

د غازي امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د چاپی مطبوعاتو سربېره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۵ کال کې د راډیو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه. دغه راز د ځوان شاه غازي امان الله خان دوره د مطابعو له اړخه د پام وړه پېر ګڼلی شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *