سیاسی

د «بلک واټر» په نوم د اجرتي قاتلانو سازمان هم په افغانستان کې پټ نظامي عملیات وکړل

بلک واټردامریکایي جنګي جنایت کارانود یوه بدنام خصوصي سازمان نوم دی چې د اجرتي قاتلانوپه نوم هم شهرت لري ددغه سازمان مشرد (ایرک پرنس) په نامه یوتندلاری عیسوي مذهبه امریکایی دی چې زیاتره نظامي تحرکات یې د خپل مذهب د ارزښتونوپه محورڅرخي ، دغه سازمان د نړۍ په زیاتره وروسته پاته هېوادونولکه عراق ، السلوادور ٬ چیلي اونیکاراګوا کې نظامي عملیات ترسره کړي چې د زیاتوبشري جرایمو مرتکب شوي او په سلګونو زره بې‌ګناه انسانان یې وژلي دي، دغه سازمان اوټوپکیان یې په هېڅ هېواد کې بشري حقوقو اوقوانینو ته ژمن نه دي، که دوی په خپل ماموریت کې هرجنایت ترسره کوي آزاد دي ځکه له عدلي تعقیب ویره نلري که یې په کوم هېواد کې بشري قوانین ترپښولاندې کړل دوی ځواب ویونکي نه دي ځکه ددې کمپنۍ سرتیري یوازې د امریکا حکومت ته مسؤلیت لري اوځواب ویونکی یې هم دامریکا حکومت دی .

حیات الله حلیم

بلک واټردامریکایي جنګي جنایت کارانود یوه بدنام خصوصي سازمان نوم دی چې د اجرتي قاتلانوپه نوم هم شهرت لري ددغه سازمان مشرد (ایرک پرنس) په نامه یوتندلاری عیسوي مذهبه امریکایی دی چې زیاتره نظامي تحرکات یې د خپل مذهب د ارزښتونوپه محورڅرخي ، دغه سازمان د نړۍ په زیاتره وروسته پاته هېوادونولکه عراق ، السلوادور ٬ چیلي اونیکاراګوا کې نظامي عملیات ترسره کړي چې د زیاتوبشري جرایمو مرتکب شوي او په سلګونو زره بې‌ګناه انسانان یې وژلي دي، دغه سازمان اوټوپکیان یې په هېڅ هېواد کې بشري حقوقو اوقوانینو ته ژمن نه دي، که دوی په خپل ماموریت کې هرجنایت ترسره کوي آزاد دي ځکه له عدلي تعقیب ویره نلري که یې په کوم هېواد کې بشري قوانین ترپښولاندې کړل دوی ځواب ویونکي نه دي ځکه ددې کمپنۍ سرتیري یوازې د امریکا حکومت ته مسؤلیت لري اوځواب ویونکی یې هم دامریکا حکومت دی .

له ۲۰۱۸م کال نه تر ۲۰۲۰ م کال پورې ددغه سازمان مشر «ایرک»  په افغانستان کې هم ډېرې چټکې اوتودې منډې وکړې څوپه ښکاره په چارواکوکې داسې کسان ومومي چې ددوی بد ماشیواودخلکو وژنې ته په افغانستان کې اجازه ورکړي خو د وخت حکومت یې د لوړې نړیوالې بد نامۍ له وجې غوښتنه رد اوپه ظاهره یې له دې طرحې سره مخالفت وکړ ، د ایرک زړه بیا هم نه صبریده له هرحکومتي مشرسره پټه رابطه کوله څوکوم یویې په دغه ملک کې د ښکاره جنګي عملیاتو دترسره کولو لپاره راضي کړي ، په ډوبۍ کې یې هم له یو شمیروطن پلورونکو(!) افغانانوسره پټه اړیکه ټینګه کړه خوپه یوازې سراوپه ښکاره هېچا دا جرأت ونکړچې دایرک غوښتنه ومني .

داشرف غني ددوهم ځل کاندیداتورۍ پرمهال «ایرک»  ۵۰ میلیونه ډالردمرستې لپاره ګوښې کړل ، فکریې دا و چې ښایي اشرف غني به د ملک د لومړي کس په عنوان له ده سره مرسته وکړي خو ښکاره څه په لاس ورنغلل، واشنګټن پوست ورځپاڼې د «ایرک» د تودو منډوپه مهال لیکلي و ، چې اېرک له افغانستان نه وا شنګټن ته په را ګرځېدوسره بیا هم د خپلې طرحې لپاره د ټرمپ د ملاتړپه لټه کې ډېرې هلې ځلې وکړې .

عجیبه داوه چې که د افغانستان جنګ په ظاهره د «بلک واټر»جنایت کارانوته ونه سپارل شو خو د پردې ترشا هغه نظامي تحرکات چې ددغه سازمان د بد ماشانو لخوا په عراق  السلوادور ٬ چیلي اونیکاراګوا کې ترسره شوي ول د اشغال په وروستیو کلونوکې په افغانستان کې هم په عین بڼه ترسره شول ځکه د اسلامی امارت اوالقاعدې په ضد دشپنیوچاپوعملیات په ناڅاپي توګه د وردګو ، هلمند اوننګرهارپه ولایتونوکې پراخه شول ، اوداسې خبرونه هم شایع شول چې د «بلک واټر» جنایت کارانود امریکا د پوځ لیکوته لاره موندلې، ثبوت یې هم داوو چې په شپنیو چاپو کې به چې مدعا به کسان ونه موندل شول نودا حتمي وه چې چاپه غورځوونکي به د بیګناه ښځو، ماشومانو اوبوډاګانوپه وینو رنګ لاسونه خپلو قرارګاووته را ګرځېدل، خبره به چې رسنیزه شوه امریکاییانوبه یوازې د بی‌ګناه کسانود شهادت په صورت کې دغرامت په نامه د پیسو په ورکړه عذرخواهي کوله خود خپل مجرم اوجنایت مخه یې هېڅکله نه نیوله اونه یې مجرم او قاتل ته سزا ورکوله ، ، نوپوښتنه دلته ده کله چې څوک خپل جنایت اوجرم د غرامت په ورکړه ومني نود امریکا د پوځ په لیکوکې دا جرایم چې له دې د مخه کم وو ، چا ترسره کول ؟

دغه بدنام سازمان چې دنړۍ په زیاتره هېوادونوکې دجنګي جرایمو او وحشتونو مستند داستانونه لري او خلک یې له نامه څخه نفرت لري خپل نوم یې اوس (فرنټیر سرویس) ته اړولی څوله پخواني بد نام نامه څخه څه نفرت په ځان را کم کړي خونړیوال یې اوس ترهرنامه اوهره جامه لاندې سم پیژني .

جالبه داده چې پنتاګون په دغه بدماشانو ویاړي خود امریکا ملت اونورانسانیت بیا پرې شرمېږي .

جریمي سکاهل ، امریکایې لیکوال په لوړجرأت ددغه جاني سازمان د جنایتونو په اړه یو ضخیم کتاب لیکلی او په دغه کتاب کې یې د امریکا په حکومت چې ترې ملاتړ کوي ، هم نیوکه کړې ده .

دغه کتاب په عراق ، السلوادور، نیکاراګواه اوچیلي کې ددغه بد نام سازمان د جنایتونوهغه رڼه هینداره ده چې هېڅ یې پټ نه دي پرېښي ، سکاهل د امریکا حکومت هم په دغه جنایاتوکې لتاړګڼلی ، ددغه کتاب هرفصل دیوه نوي جاني کرکترحیرانونکې کیسې لري، سکاهل پرته له دې چې د بلک واټرد کمپنۍ په کومه ښیګڼه قلم وڅرخوي دغه سازمان یې یوملامت، شرمنده او کرکجن حرکت معرفي کړی.

دغه سازمان دامریکا دپخواني جمهور رییس بوش د واکمنۍ په مهال ډیر رونق ځکه پیدا کړچې بوش ته یې د ټاکنو لپاره بې دریغه پیسې مصرف کړي نو ځکه یې د هغه ملاتړترلاسه کړایرک پرنس علاوه پردې چې یوجاني او قاتل شخص دی بلکې د نړیوال مافیایی سازمان یوسترغړی هم دی ځکه نوموړي د امریکا حکومت ته د افغان جګړې د خصوصي کېدو اوهمدارنګه د افغانستان د نجیبه فلزاتو د کانونو د ساتنې وړاندیزهم کړی وچې دا له شک پرته دغلا بل ثبوت و ، یا په بل عبارت [ایرک غوښتل چې ځان دلیوه په جامه کې د رمې ساتونکی وټاکي ]

بل مهم داچې دا شخصي جنګي کمپنۍ د یوویشتوشخصي الوتکو یوکنډک هم لري چې په هغه کې د څانګرۍ الوتکې هم شاملې دي ددغه سازمان جنایت کاران په کوم ملک چې ماموریت ولري نودهغه ملک واکمنۍ ته هم کوم اعتبارنه ورکوي اونه یې حکم مني ځکه دوی په خپل ټول توان د امریکا د حکومت په ملاتړپه یوه ملک کې نظامي فعالیتونه ترسره کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *