د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یو شمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو. یادې غونډې ته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده او د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوې وې. په غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې پر وړاندې شوې مسوده هر اړخیز بحث شوی. تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې په یاده کړنلاره کې دې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي اداره ورسره همکاره شي او دغه مسوده دې د لا غني کېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د تدارکاتو ریاست ته د نظر اخیستلو لپاره ولېږل شي. همدارنګه د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په اړه د جوړې شوې پالیسۍ د اصلاح او غني کولو په موخه د اقتصادي معاونیت د اقتصادي ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه ګډې غونډې وکړي او اصلاح شوې پالیسي دې بېرته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن