د کابل – ميدان وردګو لويې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا
لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل – ميدان وردګو لويې لارې (ارغندې ۔ دراني بازار) د ٢٧ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې پیل کړی دی، چې اوسمهال په سیمه کې په عملي ډول کار جریان لري.
لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل – ميدان وردګو لويې لارې (ارغندې ۔ دراني بازار) د ٢٧ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دوو برخو کې پیل کړی دی، چې اوسمهال په سیمه کې په عملي ډول کار جریان لري. په همدې اساس د ټرانسپورټي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د ميدان وردګو – کابل لويه لاره سر له شنبې ورځې (د ۱۴۴۵، د محرم الحرام ۲۵مې) نېټې څخه؛ د هغو باروړونکو او غټو مسافر وړونکو موټرو پرمخ د سهار له ۶ بجو د مازيګر تر ۶ بجو پورې د سيسۍ (تنګي دوراهي) په سیمه کې تړل کېږي، چې کابل لوري ته د حرکت په حال کې وي. ټولګټو وزارت، د لویو باروړونکو او مسافر وړونکو وسایطو له ټولو موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي، چې د دغه وزارت له لوري تر بیا خبرتیا پورې دې د میدان وردګو له تنګي سیمې څخه په تېرېدو (د کابل ۔ لوګر) پر لویه لاره تګ راتګ وکړي. همدارنګه، د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره په همدې مسیر (کابل ۔ میدان وردګو) کې بدیل فرعي مسیر چمتو شوی، چې کوچني مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي.