اجتماعیمقالات

په افغانستان کې د واټ د مقرراتو پرمختګ او مخینې ته لنډه کتنه

پوهنوال دیپلوم انجنیر حمیدالله دانش    

 د حمل او نقل په عمومي واسطو کې د لارښوونکې ( کلینر ) موجودیت د ( ۱۹۳۱ ) زېږدېز کنوانسیون چې په متحدې ایالاتوکې تر سره شو او موخه یې د واټ پر مخ د واحدو ترافيکي زیګنالونو او اشاراتو انعقاد او لاسته راوړنې وی په کال ( ۱۹۴۹ ) د جنیوا کنوانسیون د هېوادونو نړیوال کنفرانس د واټ او د واټ پرمخ حمل او نقل د اګست له ( ۲۳ ) څخه تر (۱۹ ) د ډسمبر پورې دایر او لاسلیک ته چمتو شو، چې په کال ( ۱۹۵۲ ) زېږدېزکې د مارچ په ( ۲۶) نېټې لازم الااجرا شو، نوموړۍ کنوانسیون د ( ۹۸ ) هېوادونو لخوا تصويب شو. دکنوانسیون ټولو متعاهدو خواوو ومنله چې دا کنوانسیون د مخکنیو په خاصه توګه د ( ۱۹۲۶ ) زېږدېزکال نړیوال کنوانسیون ځای ناستې شي او ډيری ګډونوال یې د اطریش د پلازمینې ( ويانا ) د ( ۱۹۶۸ ) زېږدېز کال له کنوانسیون سره یو ځای شول.

د وېن کنوانسیون د ملګروملتونو د اقتصادي، ټولنېزې شورا د واټ د ترافیکو په هکله د ( داکتبر له ۷ نېټې څخه د نومبر تر ( ۸ ) نیټې پورې په کال ( ۱۹۶۸) زېږدېز پورې په توافق و رسېدې او د نومبر په ( ۸) نیټه یې دا کنوانسیون چې ډېرۍ بحث یې د ترافيکي نښو او ترافيکي اشارو په هکله وه، لاسلیک کړ.

د واټ د تګ راتګ کنوانسیون چې دېوې سریزې، ( ۵۶ ) مادې او ( ۷ ) ضمیمې یې درلودې، همداراز د ترافيکي نښوو او اشارو په اړوند یې یوه سریزه، ( ۴۸ ) مادې او ( ۹ ) ضمیمې درلودې چې دا کنوانسیون د ډسمبر له ( ۳) نېټې څخه د مارچ تر( ۲۸) نېټې پورې په ( ۲۰۰۶ ) کال کې اصلاحات منځ ته راغلل.

دا کنوانسیون د ( ۷۸ ) هېوادونو لخوا تصويب شو چې زمونږ د هېواد د پولیسو د اکاډمۍ استاد سعدالله یوسفي یې هم غړیتوب درلود. ولی ځینو هېوادونو چې دا کنوانسیون یې لاسلیک نکړ امکان لري چې هغوي د ( ۱۹۴۹) زېږدېز کال د کنوانسیون غړیتوب درلود. په همدې کنوانسیون کې نښو او ترافيکي اشارې تصويب شوې.

ایرلند، کانادا، ا يالات متحدې، قبرس، آیسلند، چېن او مالیزيا د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د وين( ۱۹۶۸ ) زېږدېز کال کنوانسیون یې نه دی تصويب کړي او تراوسه پورې د ( ۱۹۴۹ ) زېږدېز جینیوا د کنوانسیون غړیتوب لري.

د امیرامان الله خان په وخت کې له بګۍ، موټرسایکل او موټر په هېواد او خلکو کې ډېر دود وموند، سره له دې هم د ترافیک په هکله کومه ځانګړي مقرره موجوده نه وه. دوخت حکومت د ترافیک د تنظیم مسئله، د لېږد واسطې د ګرزېدو د جواز، د مالیې او ګمرکي محصولاتو اخیستل یې په کال ( ۱۳۰۵ ) هجري شمسي او ( ۱۳۰۶ ) هجري شمسي کې د ښاروالۍ په اصولنامه کې شامل کړل.

د ترافیکو د ټولې له پیل سره په کال ( ۱۳۲۶ ) هجري شمسي کې د واټ د ترافیکو لپاره نوي اصولنامه نافذه شوه چې هلته د ترافیکو د ټولې دندې او واکونه ( دچلولوجواز، د ګرځېدو جواز، نغدې اخیستنې، او د ( کنټرول او مراقبتونو چارې ) په کې په ښه ډول انعکاس موندلې وه.

د ( ۱۳۲۶ ) هجري شمسي کال د ترافیکو په اصولنامه کې د لېږد واسطوحرکت کيڼ لوري ته حکم شوې وه چې وروسته بیا په کال( ۱۳۲۹ ) د لېږد وسایطو حرکت ښې لورې ته تعدیل شو.

د کورنيو چارو وزارت پیوستون د ترافیکو د ادارې سره، د لومړي ځل لپاره په کال( ۱۳۵۲ ) هجري شمسي کې د واټ قانون نافذ شو، چې تر ډېره حده د لېږد واسطو د ترافيکي سندونو ورکړه د واټ پر مخ د لېږد واسطو سیر او حرکت کلی احکام ( په ټوله کې ) په ځای شوې وه. نوموړي قانون وکړای شول چې تر ډېره حده په هغه وخت کې د ترافیکو د تنظیم په هکله ستونزې حل کړي. د نفوسو او د لېږد واسطو د ز ياتوالي سره، په قانون کې ځینې خلاوې رامنځ ته شوې. په پای کې په کال ( ۱۳۶۰ ) هجري شمسي کې د لومړي ځل لپاره د واټ دترافیک په برخه کې د قانون او مقررو ( د لېږد واسطو دګرځیدو او حرکت مقرره، دچلولو د جواز مقرره، د سیر د جواز مقرره ) له ټولو ضمایمو سره، د وخت له غوښتنو سره په جامع توګه د ترافیکو د نړېوالو د حقوقو سره سم ترتیب او په رسمي جریدې کې د غبرګولې د مياشتې په (۳۱ ) نیټه په کال ۱۳۶۰ هجري شمسي کې نافذ شو، چې د ځینو تعدیلاتو سره تر اوسه پورې په خپل قوت باقی پاتې دې.

سرچینې:

ـ ترافیکو قانون ۱۳۶۰ .

ـ دانش، حمیدالله، د ترافیکی پیښو علمی څیړنه.

ـ د سیر او حرکت مقرره.

ـ انترنیت.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *