
جهان
پر مځکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوانی ژوندی مخلوق پیدا شوی
د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو تائید کړې، چې پر مځکه ترټولو پخوانی ژوندی مخلوق د جېليفېش (Jellyfish) په څېر سمندري ژوی و.
د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو تائید کړې، چې پر مځکه ترټولو پخوانی ژوندی مخلوق د جېليفېش (Jellyfish) په څېر سمندري ژوی و. ویل کېږي، چې دا ژوی په لومړي ځل ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا پر مځکه پیدا شوی و. دغه ژوی د ډیناسورانو له پیدايښت څخه ډېر پخوانی دی. د ډیناسورانو په اړه ویل کېږي، چې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه کاله پخوا پیدا شوي وو. د بیولوژي د علم پوهان له کلونو راهیسې پر مځکه کې د لومړي پیدا شوي ژوندي مخلوق په لټه کې دي. اوس ساینس پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې تر ټولو پخوانی ژوندی مخلوق په دوو ډلو ژویو کې چې یوه یې د سپنج ( (Sponge او بله یې د جېليفېش (Jellyfish) په نوم یادېږي پیدا کولی شي. دا دواړه ډلې ژوي د لویو سمندرونو د تل ژوي دي.