گزارش

د مېرمنو د لاسي صنایعو ته بازار موندنه

هلمند هم په هغو ولایتونو کې شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې مېرمنې تر ډېره د لاسي صنایعو په جوړېدو بوختې وې، خو په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته یې د لاسي صنعت کاروبار په ټپه درېدلی او ان تر دې چې اوس د وچې ډوډۍ وسه نه لري او له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.

هلمند هم په هغو ولایتونو کې شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې مېرمنې تر ډېره د لاسي صنایعو په جوړېدو بوختې وې، خو په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته یې د لاسي صنعت کاروبار په ټپه درېدلی او ان تر دې چې اوس د وچې ډوډۍ وسه نه لري او له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.

د لښکرګاه ښار په سیمېټې سیمه کې یوې بې سر پرستې مېرمنې ګل بې بې وویل، پخوا یې د لا سي صنایعو کار ښه و او په کور کې یې لاسي غاړې، د ماشومانوخولۍ» او یا په ځینو نورو نندارتونونو او بازار کې پلورل کېږي.

هغه زیاتوي، اوس یې که جوړ هم کړم، خو ځانګړی بازار نه لري.

«خیاطي کوم او خولۍ جوړوم، دومره وس نه لرم چې له همدې لارې خپل کورنۍ ورباندې وساتم. که د لاسي توکو بازار پیداشي او مرسته راسره وشي، دا به لویه خبره وي.»

دې له حکومت او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د ماشینونو او د ځانګړي بازار موندنې په برخه کې ورسره مرستې وشي.

یو بلې مېرمنې زرلښتې په مستعار نوم وویل چې اوس یې هم غاړې، د ماشومانو لپاره خولۍ او د مېرمنو لپاره جامې جوړې کړې، خو په وینایې، نه یې د لاسي صنایعو لپاره بازار او نه کوم نندارتون شته چې خپل توکي پکې وپلوري.

«د میاشتې له شپږو تر اوو جوړو جامې جوړوم، پلار او شپږ اولادونه ورباندی ساتم، پلار مې ړوند دی او خاوند مې ایران ته تللی. حکومت او مرستندویه ادارې دې راسره مرسته وکړي، څو د پلار د سترګو درملنه ورباندې وکړم.»

یو بله مېرمن چې د لاسي صنایع کار یې پرېښی، اوس یې خپل په کور کې هټۍ جوړه کړې او وایي د همدې هټۍ په مرسته خپل د کور ساتنه کوي .

«دغه وړوکې هټۍ مې جوړه کړې، څه وکړم اخیر مجبوریت دی، چاره نشته»

دغه مېرمن هم د نورو په څېر د اسلامي امارت تر څنګ له نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه ادارو څخه غواړي چې په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د پلور لپاره مناسب بازار برابر، د ښځینه جامو ګنډلو په برخه کې عصری وسایل ورکړي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس مولوي عبدالولي هاشمي وایي، هم اوس په کورونو کې مېرمنې لاسي غاړې او پټکي او ماشومانو خولۍ جوړوي او د نارینه‌وو لخوا یې په بازار کې پلورل کېږې.

« زموږ د وزارت لخوا او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا کومه پرېکړه نه ده شوې او هر وخت چې وشي، له هغه سره مطابق به خپلو کارونو ته دوام ورکوو.»

یوازې هلمند نه، بلکې تر سیاسي بدلون وروسته په نورو ولایتونو کې هم د مېرمنو د لاسي صنایعو کار ستونزو سره مخامخ شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *