افغانستان

د بغلان د برېښنا ریاست ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د بغلان د برېښنا غوري ریاست مسوولینو د روان کال په تېره میاشت کې د برېښنا صرفیې او متفرقه خدمتونو له درکه د ۵۳ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د بغلان د برېښنا غوري ریاست مسوولینو د روان کال په تېره میاشت کې د برېښنا صرفیې او متفرقه خدمتونو له درکه د ۵۳ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د بغلان د برېښنا شرکت رئیس ملا سردار ولي حمزه د باخترآژانس خبریال ته وویل:«موږ په ډېرو هڅو سره وکولای شول د روان کال د مرغومې په میاشت کې ۵۳ میلیونه افغانی عواید راټول کړي و، په داسې حال کې چې د لیندۍ په میاشت راټول شوي عواید له ۳۷ میلیونه افغانیو څخه زیات وو».
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې عواید په شفاف ډول راټولېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *