اجتماعی

په اقتصادي وده کې د انرژۍ رول

هېوادونه د پرمختګ له پلوه په مختلفو ډولونو وېشل شوي چې ځينې يې پرمختللي، ځينې پرمختيايي او ځينې يې وروسته پاتې هېوادونه دي او دغه هېوادونه يو له بل سره په سيالۍ دي.

ع. عیان

هېوادونه د پرمختګ له پلوه په مختلفو ډولونو وېشل شوي چې ځينې يې پرمختللي، ځينې پرمختيايي او ځينې يې وروسته پاتې هېوادونه دي او دغه هېوادونه يو له بل سره په سيالۍ دي.

وروسته پاتي هېوادونه غواړي چې د پرمختيايي هېوادونو او پرمختيايي هېوادونه غواړي چې د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودرېږي. نو پدې لاره کې هر هېواد کوښښ کوي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلو سرچینو څخه اعظمي استفاده وکړي او خپل صنعت ته وده ورکړي. که څه هم تاریخي تجربو په ډاکه کړې، چې بشریت د خپلې ټولنیزې او اقتصادي ودې په ترڅ کې د وخت د تخنیکي شونتیاوو په پام کې نیولو سره له بېلابېلو اومو توکو څخه ګټه ترلاسه کړې او دغو اومه توکو د وخت له شرایطو سره سم ستراتیژیک ارزښت خپل کړی دی.

د بیلګې په توګه د صنعتي انقلاب له پیل بیا د نولسمې پیړۍ تر نیمایي پورې د انرژۍ په ډګر کې د ډبرو سکارو ستراتیژیک ارزښت درلود، خو د نولسمې پیړۍ له نیمایي وروسته، د صنعتي پراختیاوو سره دغه رول تیلو ترلاسه کړ چې له دغو طبیعي توکو څخه له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکي هم خلکو کار اخیسته. نو له دې څخه څرګندېږي چې د صنعت او د اقتصاد د پرمختیا لپاره انرژۍ او طبیعي توکو ته ډېره اړتیا ليدل کېږي.

انرژي د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم او بنسټیز فکتور ګڼل کېږي. د هر پراختيايي فعاليت لپاره انرژي بنسټ دى. د اقتصاد هر سکتور په يوه بڼه نه، يوه بڼه انرژۍ ته اړتيا لري. د يو هېواد د اقتصادي پرمختګ کچه د هغه هېواد د انرژۍ له توليد، لگښت او صادراتو څخه اندازه کېږي.

د صنعتي انقلاب څخه مخکې د انرژۍ اړتياوې له څارويو، انسانانو او يا هم له هوا څخه پوره کېدلې؛ خو د ساينسي پرمختګ له کبله د ډبرو سکاره، ګاز او داسې نور د انرژۍ د لاسته راوړلو لپاره مهم توکي وپېژندل شول.

د انرژۍ توليد هم طبيعي سرچينو، عصري ټکنالوژۍ او بشري ځواک ته اړتيا لري. هغه هېوادونه چې له سياسي ثبات څخه برخمن وي؛ کولای شي د کانونو د راویستلو لپاره عصري ټکنالوژۍ وکاروي او د ټکنالوژۍ د کارونې له پاره مسلکي خلک وروزي.

باید زیاته کړم چې د انرژۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه په کار ده، ځکه چې هېڅ يو کار له برېښنا سرته نه رسېږي. افغانستان بهانده سيندونه لري چې نورو ګاونډي هېوادو ته بهېږي که چېرې دغه سيندونه مهار شي، لوی او واړه بندونه پرې جوړ شي، هم به کرنه پر مخ لاړه شي او هم به يې له برېښنا څخه په صنعت او نورو اقتصادي چارو کې کار واخیستل شي ځکه چې د برېښنا توليد د نننۍ پرمختیا او پراختیا غوره او بنسټیز عامل دى.

خو بشر د يو پرمختللې او په زړه پورې انرژۍ او ځواک لرونکی دی حتی پرمختللي هېوادونه له هستوي او لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخلي چې دا ځواک بې له شکه کولای شي د بشر ژوندانه ته په بشپړه توګه بدلون ورکړي. دم ګړۍ که تاسې وګورئ تر ټولو زيات توليدات د فابريکو په واسطه د برېښنا د انرژۍ په مرسته ترسره کېږي.

د برېښنا له انرژي څخه نه يواځې د يو خوځنده ځواک او د تنوير(روښنايي) لپاره ګټه اخستل کېږي، بلکې د ټولنې د ژوندانه په ښه کولو کې، له صنایعو څخه په کار اخیستنه کې، د اقتصادي ودې او ټولنیزې کچې په لوړولو کې ترې په اغېزناکه توګه کار اخیستل کېږي. تجربو ښکاره کړې چې په ښارونو کې برېښنا د لرو پرتو سیمو يعنې کليو او بانډو، په هر ځای یا ولایت کې چي برېښنا کوټ یا برېښنايي اسانتیاوې رامنځ ته کېږي، څرګنده  ده چې هغه سیمه د تخنيک او اقتصاد له پلوه ګړندي ګامونه پورته کوي او د توليداتو کچه یې لوړېږي، خلکو ته د کار موندنې زمينې پيداکېږي او همدا ډول د خلکو طبعي استعداد او پوهه د هېواد د اقتصادي ودې او پیاوړتیا لپاره تخنیک او کار کولو ته پام کېږي. نو ويلای شو چې برېښنا داسې ځواک دی چې ور څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې د هېواد ملي عايد په چټکۍ ورځ تر بلې زیاتوالی مومي.    پټه دې پاتې نه وي چې د برېښنا اهميت او ارزښت څه په ملي کچه او څه په نړیواله کچه د بشر په پرمختګ او د یو هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر خوځنده رول لري. برېښنا د شلمې پېړۍ له لومړۍ نمايي څخه وروسته د ژوندانه او د صنعت په ټولو کړنو او د انرژۍ په توليد کې تر ټولو زیات رول لوبولی دی.

له بده مرغه که دولت له ازبکستان څخه د پیسو په بدل کې د هېواد پلازمېنې او ځینو نورو ښارونو ته د برېښنا د راوستلو پر ځای د هېواد یوه یا دوې برېښنايي فابریکې رغولې وای، نو هېواد به مو د اقتصاد له پلوه دا ستره ضربه نه لیدله او هغه لګښتونه چې د برېښنا په مزو، پایو او تر دې ځایه په راوستو شوي، کېدای شوای چې د هېواد یوه خپله فابریکه پرې رغول شوې وای، چې د ازبکستان هېواد سره د کومې ستونزې له امله به مو برېښنا هم نه پرې کېده او په ډېر ویاړ سره به مو د برېښنا له نعمت څخه خوند اخیسته.

افغانستان که څه هم د ډېرو ارزښتونو او بدمرغيو تر څنګ، د طبيعي زیرمو له پلوه یو موړ هېواد دی، طبيعي زېرمې د يو هېواد د جوړېدو بنسټیز ركن ګڼل کېږي، طبيعي زېرمې نه یوازې دولت ته د عادي او پرمختيايي بودجې د برابرولو مهمه سرچینه ده، بلکې يو دولت د نړيوالو د پاملرنې وړ ګرځي، پانګونه منځ ته راځي او هم تر ډېره بریده دولت پر خپلو پښو درېږي.

افغانستان نه یوازې دا چې څو لسیزو کورنیو جګړو ډیر ځپلی، بلکې ټول سیستمونه یې لکه: اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او داسې نورو بنسټونو یې ډېر زیان لیدلی دی. له بده مرغه افغانستان د خپلو اقتصادي زیرمو څخه تر اوسه پورې لکه څنګه چې لازمه ده، سالمه ګټه نه ده پورته کړې، له همدې امله اوس مهال افغانستان د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو په قطار کې ځاى لري.

ساينس او تکنالوژۍ ډېره وده کړې، هغه کارونه چې پخوا به په کلونو کلونو سرته رسېدل، اوس په ورځو سرته رسېږي د نړۍ اقتصاد په چټګۍ سره پر مخ روان دى، ټول هېوادونه په سيالۍ، يو له بل څخه د پرمختګ ګامونه اخلي، د ساينس او تکنالوژۍ په برکت د خپلو اقتصادي سرچینو څخه کار اخلي او د پرمختګ پوړۍ شاته پرېږدي. له دې ډلې څخه افغانستان هم یو غرنۍ هېواد دی، ډېرې طبیعي زېرمې او انرژیکي توکي لري چې ځینې یې تر ځمکې لاندې او ځینې نور مواد یې په غرونو کې پیدا کېږي لکه، د ودانیو ډبرې، مالګه د ډبرو سکاره. خو سره له دې افغانستان یو ډول قیمتي کریمه ډبرې چې په ډېرې ستونزې سره پیدا کېږي لکه: لاجورد، زمرد، فیروزه، لال، سره زر او داسې نورو توکو له نعمت څخه یو برخمن هېواد دی. د ډبرو سکاره چې په شمال کې (په آش پشته، دره صوف او کرکر) کې یې کچه ۱۵۴زرو ټنو ته رسېږي. له ډبرو سکارو څخه د تسخین (سون) موادو په توګه په کارخانو او د کورونو په تودولو کې کار اخیستل کېږي.

د دولت بودجه د دې جوګه نه ده چې پر خپلو بنسټیزو پروژو کار پیل کړي، دا کار د خصوصي پانګونې په مرسته ښه ترسره کېدای شي، چې پانګوال راجلب شي د صنعتي کمپنیو د بیا رغاونې او د ګڼو طبیعي زېرمو پر راویستلو پیل وکړي تر څو ډېرو هېوادوالو ته د کار موندنې زمینې برابرې شي، اقتصاد پیاوړی شي او هېواد پر خپلو کورنیو عوایدو بسیا شي. له نیکه مرغه تر یوې اندازې پورې دا کار شوی هم دی، خو که چېرې پدې برخه کې پانګونه وشي او په سمه توګه راوسپړل شي زموږ اقتصاد به ډېره وده ومومي. طبيعي زېرمې که څه هم د اقتصادي پرمختګ لپاره اهم توکي ګنل کېږي؛ خو چې ترېنه په اغیزناکه توګه ګټه تر لاسه نه شي، يوازې شتون يې څه ګټه نه لري. له هغې څخه د ګټې اخېستنې لپاره عصري تکنالوژۍ، پانګې او بشري سرچينو ته اړتيا ده. څومره چې طبيعي وسايل و کارول شي؛ هومره ښه پايلې ورکولای شي.

که چېرته په هېواد کې وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره شي، تولیدي کمپنۍ جوړې او بیا ورغول شي او د طبیعي زېرمو د راویستلو لپاره زمینې برابرې شي، نو پوره باور دی چې په هېواد کې به روان ټول اقتصادي ناورین له منځه ولاړ، نا امنۍ به لرې او هېواد به مو د پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کړي، د بل له سواله به خلاص شي او په پای کې هېواد وال به مو هوسا او ارامه ژوند غوره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن