اجتماعی

انساني ادراک، پوهه او مصنوعي ځيرکتيا

د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د ګوګل شرکت د مصنوعي ځيرکتيا ۷۵ کلن ډاکټر جيوفري هېنټون چې (د مصنوعي ځيرکتيا پلار هم بلل کېږي) استعفاء وکړه او په خپل دې تخليق يې پېښمانتيا څرګنده کړه او استدالال يې وکړ چې مصنوعي ځيرکتيا به د انسان ځای او کار ونيسي حتا د تخليق او څېړنې په برخه کې به هم په انسان مسلط شي، ده د چټ جي پي ټي(Chat GPT) ته په اشارې ووېيل، ځکه هغه څه چې انسان يې په مياشت، کال حتا په کلونو کې زده کوي، هغه به دی په يوې کاپي په سلګونو او زرګونو ماشينونو کې تکثيروي.

سپين روان نورزی
د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د ګوګل شرکت د مصنوعي ځيرکتيا ۷۵ کلن ډاکټر جيوفري هېنټون چې (د مصنوعي ځيرکتيا پلار هم بلل کېږي) استعفاء وکړه او په خپل دې تخليق يې پېښمانتيا څرګنده کړه او استدالال يې وکړ چې مصنوعي ځيرکتيا به د انسان ځای او کار ونيسي حتا د تخليق او څېړنې په برخه کې به هم په انسان مسلط شي، ده د چټ جي پي ټي(Chat GPT) ته په اشارې ووېيل، ځکه هغه څه چې انسان يې په مياشت، کال حتا په کلونو کې زده کوي، هغه به دی په يوې کاپي په سلګونو او زرګونو ماشينونو کې تکثيروي.
ښايي د دې انجينر موخه او بيان ځينې نور تعبيرونه هم ولري، خو ډېر خلک يې په دې اندېښنه کې کړل چې دا ځيرکتيا به د انسانانو ځای ونيسي او هر ډول انساني هڅه او تفکر به د ماشين تابع وي او له ماشينه به ځيرکتيا کاپي کوي.
موږ په دې بحث نه کوو چې دا به د انسان په خير وي او که په شر، زموږ د بحث محور دا دی چې ریښتيا هم انسان دومره محدود دی چې کاپيو ته مجبور شي، او د خپل سرنوشت په اړه د ماشين تابع شي؟
د انسان يو ستر صفت ټولنيزې اړيکې او په ټولنه کې ژوند دی، په همدې وجه انسان ټولنيز مخلوق بلل کېږي، له ټولنې موخه يوازې ټولنه نه ده، بلکې د يوه او بل همکاري او هره ورځ د نوي تفکر زيږېدل دي.
انسان چې هر شپه د خوب ځای ته ځي په دې فکر کوي چې سبا به د خپلې تېرې ورځې د سختۍ حل په کومو ميتودونو او تکتيکونو سره اسانوي، او له خلکو سره به په کوم انداز تعامل کوي، يعنې انسان له خپل پرون څخه زده کوي او په نن کې استفاده ترې کوي ،چې سبا يې روښانه وي.
له بلې خوا انسان په انساني ټولنه کې د فرهنګي مخلوق په توګه ژوند کوي، او هره ټولنه د ځانګړي فرهنګ لرونکې ده، او په دې فرهنګونو يوازې انسانان پوهېدلی شي او بس، ځکه انسان پرته له دې چې په اشارو او ظاهري عکس العملونو پسې وګرځي، احساساتو او روابطو ته هم ارزښت ورکوي او هرې اشارې ته غبرګون د احساساتو او روابطو په بنياد څرګندوي، د بېلګې په توګه که موږ ته پلار ترخه خبره کوي يا مو په څپېړه وهي، موږ ورته سر ټيټوو، يا مو ملګری او همځولی کنځا (زيړې) راته کوي، موږ ورته خاندو، خو که همدا عمل يو پردی کس وکړي، نو زموږ غبرګون به ۱۸۰ درجې تغيير وکړي، همدا ډول د وېرې او يا د برلاسي په وخت کې هم زموږ عمل او غبرګون د اشارو او خبرو په وړاندې سل په سلو کې توپير کوي او دا درک کوو چې څه بايد وکړو.
درېيمه دا چې د فرهنګ مترادفې جوړې شوې اصطلاح (هڅوب) ” هغه څه چې ولسونه سره بېلوي” ته په کتو انساني ټولنه د بېلا بېلو فرهنګونو ټاټوبی دی، او هر فرهنګ له هغه بله بېل دی، د بېلګې په توګه افغاني خواړه، په افغاني ټولنه کې خپلوي پالل، استوګنه، د خبرو انداز، د وسايلو کارونه، د وسايلو توليد، ارزښتونه او نښې (سمبولونه) له هرې بلې ټولنې سره توپير لري، همدا توپيرونه په هره ټولنه کې د ځانګړو اقتصادي، سياسي او ټولنيزو شرايطو محصول ګرځي، يا همدا شرايط د ټولنې لپاره فرهنګ توليدوي. که چېرې موږ خپله ادعا له لويو ټولنو د کوچنيو په لوري تعقيب کړو، نو څومره چې لاندې راځو دا توپيرونه به وينو، حتا تر دې پورې چې افراد هم لکه څه ډول چې په خپلو کې بيولوژيکي توپيرونه لري، همدا ډول فرهنګي او فکري توپيرونه سره لري، د هرې ورځې په تېرېدو سره د انسان فکر د بدلون په حال کې دی، او دې توپيرونو په انساني ټولنه کې د تنوع يو بې پايه او نه اټکلېدونکي رنګا رنګۍ جوړه کړې ده. که څه هم ټولنه د متنوع او ډول ډول انسانانو کوربتوب کوي، خو هغه څه چې د ټولو انسانانو يو شان دي، هغه د ځان ساتنې حس، په نورو د حاکميت جذبه او تعامل د هر انسان ځانګړتيا ده، خو د دې کچې او شرايطو معلومول چې يو کس د يادو شويو درېيو ځانګړتياوو په کوم حالت کې دی حتا خپله د انسان له وسه هم وتلې خبره ده، نو په همدې اساس موږ ويلی شو چې هغه ماشين چې يو انسان يې جوړ کړي يا يوه ډله انسانان يې جوړ کړي، دوی به څه ډول هغه دومره ځيرک کړي چې د يوه انسان په اړه سمه پرېکړه وکړي او يا د يوې ټولنې راز راوسپړي، ځکه که موږ په يوه غريبه ټولنه کې د يوې مور سره د هغه د مسافر زوی په اړه خبرې کوو، په لومړی مرکه کې يې مور د خپل زوی په اړه معلومات نه لري، د خبرو په جريان کې يې له سترګو اوښکې راتوېیږي، په دويمه مرکه کې همدا مور د خپل زوی په اړه يې معلومات پيدا کړي، حتا يو‎ لاسي ساعت، يوه شامپو او څو دانې خوشبويه صابونه يې هم ورته رااستولي، خو مېرمنې ته يې هم همدا شيان رالېږلي دي، د خبرو پر مهال بيا هم د مور له سترګو اوښکې بهېږي، يو ماشين چې په اروپا کې جوړ شوی، يا په کابل کې جوړ شوی او يا په يوه بل ښار کې جوړ شوی دا څنګه معلوم کړي چې د مور دا اوښکې د خپګان دي، عاطفې دي او که د غصې دي.
په اتلسمه پېړۍ کې انګريزانو او پروتګاليانو چې غوښتل يې نړۍ تر خپل ولکې لاندې راولي، د انسانپوهنې څخه په استفادې يې د هدف لاندې ټولنو د فرهنګو مطالعې پيل کړې ،چې په هغه ټولنو باندې د دوی له فرهنګ سره سم تسلط پيدا کړي، خو له څه مودې وروسته نه يوازې بريالي نه شول، بلکې د علومو په تاريخ کې يې دا پوهنه وشرموله او دې ته يې د علومو موټونګۍ (حرامزاده) نوم ورکړ.
لنډه دا چې يو ماشين به وکولی شي چې په رسنۍ کې خبرونه وړاندې کړي او يا په يوه هوټل کې د يوه خدمتګار په توګه ډڼده اجرا کړي، يا په يوه دفتر کې د يوه مامور په توګه کار وکړي، يا په بل هر کار کې به د انسان زحمت کم کړي او کارونه به اسانه کړي، خو دا نه شي کولی چې د انساني فرهنګ سره سم د خلکو احساسات درک کړي، او داسې پرېکړې وکړي چې د مقابل لوري د فرهنګي شرايطو په چوکاټ کې سمې وي، ځکه انساني ځيرکتيا د خالق (ج) له خوا له يوه ځانګړي فرهنګ سره جوړه شوې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *