اجتماعیمقالات

د نړۍ هېوادونه یوپربل پسې له اسرائیلوسره خپلې سیاسي اواقتصادي اړیکي غوڅوي

حیا ت الله حلیم

له اسرائیلوسره د نړۍ د یوشمېرهېوادونو دروابطوپریکوڼ دهغه سالم قضاوت نښه ده چې دمظلومو فلسطینیانوپه ضد دظالمواسرائیلوپه کړنواونارواووکې تشخیص شوې ده ، حق هم داسې دی ځکه د فلسطینیانوپه ضد داسرائیلوتکبراوزوروینه دداسې اوج مرحلې ته رسېدلې چې نړیوال یې مجبورکړي له اسرا ئیلوسره د اړیکوپه غوڅولوخپل غبرګون وښیې ، حاضرحال لیدل کېږي چې د امریکا ترملاتړلاندې صهیونیستان اوس دهېچا خبره نه مني اوتقاضا یې د اوربند اودنړیوالود سوله ییزوناستوپه ترڅ کې هم دا وي، چې منځګړي دې ، ددوی دغوښتونوپه محوروڅرخېږي چې دا غوښتنې هم ددوی د لوړتکبراود امریکا په مرسته د زماني اقتدارد شرایطوزېږنده ، تحلیل شوی دي ، خوکه ژروي یا په ځنډ داسې وخت به را ځي چې د نړۍ په سیاسي ، نظامي اواقتصادي شرایط کې به بدلون راځي ، د امریکا زوربه کمېږي یا به اوبېږي اواسرا ئیل به منځني ختیځ کې د مسلمانانود غچ اخیستنې داورلمبوته یوازې اوبې اسرې پاتې کېږي ، همدا اوس هم لیدل کېږي چې د نړۍ یوشمېرآزاد هېوادونه د خپل سوله خوښوونکي سیا ست اوبشردوستانه قضاوت له مخې یوپربل پسې له اسرائیلوسره خپلې سیاسي ، اقتصادي ، دیپلوماتیک تعلقات غوڅوي اوپه دې توګه اسرا ئیلوته ښیي چې دوی د فلسطین په موضوع کې ملامت دي ، د انتقام وخت به را ځي .
لیدل کېږي چې په امریکا کې هم چې داسرائیلو لومړی درجه ملاتړې ده اوس د پوهنتونو دزدکړیالانولخوا د فلسطین په پلوی داسې لاریونه پیل شوي چې د آمریکا له ملامتوامنیتي مسؤلینویې د مخنیوي دتدابیرولاره ورکه کړې ده اوله ناچارې په ځینو مواردو کې د لاریون والاپه مقابل کې تاوتریخوالیو اوددوی غیرقانوني نیونوته متوصل کېږي ، دا په دې مانا چې نن په امریکایی پوهنتونونوکې محصلینوهم دا حقیقت چې اسرائیل د فلسطین په مقابل کې ظالم اوناروا دی، درک کړی اوخپل د انصاف غږ یې د امریکا په زړه کې پورته کړی ، د لاریونودا لړۍ ورځ تر بلې د امریکا دنورو ایالتونوپوهنتونونوته هم غځېږي آن تردې چې محصلینوهم خپل ټولنیزموقف په خطرکې اچولی ځکه امریکایې استخبارات دوی د راتلونکواجرآتو لپاره پټ په نښه کوي همدا وجه ده چې په وړاندې یې په ظاهره هم قهریه ، قوې ته متوصل کېږي .
په هرصورت زموږ خبره له اسرا ئیلو سره د نړۍ د یوشمېرهېوادونود روابطودغوڅوالي په اړه را تکیه ده ، د ترکیې هېواد د یوې اعلامیې په ترڅ کې زیاته کړې چې له اسرائیلوسره یې د غزې په تړانګه د ړندو بمباریواونسل وژنې له امله دهرډول تولیداتواوسوداګریزې را کړې ورکړې پرمخ خپله دروازه له سره تړلې ده ، دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د ارقامو له مخې تېرکال د اسرا ئیلواوترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوه میلیارده ‌ډالروته رسېدلې وه ، په ۱۹۴۹کال ترکیه د منځي ختیځ د هېوادونوپه کچه لومړنی هېواد وچې اسرا ئیل یې په رسمیت وپېژندل خو وروسته یې ددوی د تکبراوځان غوښتنې له وجې اړیکې ورسره خړې پړې شوې ، داړیکو غوڅولوپه لړکې دکلمبیا دهېواد مشر(ګوستاووپترو ) هم دکارګرد ورځې په مناسبت خپله وینا کې اسرائیل اوپه تېره بیا (نتانیا هو) د فلسطیانواوعلی الخصوص د فلسطیني ښځواوماشومانوقاتل اوددوی په نسل وژنه یې پړاو ملامت بللی نوځکه یې له دغه اشغالګرهېواد سره د هرډول مناسباتود پرېکوڼ اعلام کړی ، په سویلي آمریکا کې د [بلیوي] هېوادهم د فلسطینیانودنسل وژنې په تورداسرائیلوله اشغالګررژیم سره په مطلق ډول خپل تعلقات غوڅ کړي ، نه یوازې بهرني هېوادونه له اسرا ئیلوسره خپلې اړیکې غوڅوي ، بلکې اسرا ئیلي ځوانان هم د خپل ملک د واکمنو له ناوړه سیاست نه نورستړي شوي اوله اسرا ئیلود وتلولارې چارې لټوي ، د (ها آرتص) په نوم عبري ورځپاڼې خبرورکړی چې اسرا ئیلي ځوانان له هېواده د وتلوپه حال کې دي ځکه دوی په اسرا ئیلوکې په خپله راتلونکې امید له لاسه ورکړی خپل کوراوکاشانه نور دواکمنو له لاسه د نړېدواوشړېدوپه حال کې ګوري نوځکه یې له قرارنه فرارته ترجیح ورکړې ، ډېری له دغه ځوانانوپه روحي او رواني ستونزو هم اخته دي ، ددوی لویه اندېښنه دا ده چې داسې وخت به را ځي چې د نړۍ هېوادونه اسرا ئیلوته لاس یوکړي اود سترګوپه رپ کې یې ددوهم ځل لپاره د نړۍ له نقشې نه ورک کړی .
زموږ په اند هم له اسرا ئیلوسره د نړۍ دیوشمېرهېوادونود اړیکوپریکوڼ ددغه ملک لپاره د سترشرم خبره ده ، ددووهېوادونوترمنځ د اړیکوشکېدل په ټوله نړۍ کې یوعام معمول دی خوله یوه ملک سره دمتعدد ملکونه داړیکو شلېدل بیا د لوړشرم خبره ده ، اسرا ئیل په منځني ختیځ کې یوداسې په غم ککړهېواد دی چې د اسلامي هېوادونوتعلقات ورسره کم دي ځکه د الله په کلام ثابت دوی د مسلمانانو سرسخت دښمنان دي خوداچې په دې وروستیو کفري نړۍ هم له دوی سره خپل تعلقات غوڅوي ، معلومېږي چې عملکردونه یې له انساني اوبشري معیارونوخارج شوي ،حتمي به داسې ورځ راځي چې دوی د هستۍ له جغرافیا محوه او دنړۍ په هېوادونوکې بیا ځلي آواره شي .
دداسې ورځې د ژر رارسېدوپه هیل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *