اجتماعیمقالات

ګاونډي هېوادونه اونړیوال له افغان کډوالوسره ولې ناوړه چلند کوي ؟

حیا ت الله حلیم

افغانان له ۱۳۵۷کال د مخه آرام اود نړۍ په کچه منل شوي خلک و، له نړیوالوسره یې ديپلوماتیک روابط اوحسنه اړېکې ټېنګې وې اوپه ملګري ملتونوکې یې هم دیپلوماتیک هیثیت خوندي اوهېچا یې په اړه بد نظرنه درلود، خوکله چې روسانودمارکسیزم د فلسفې دخورولوپه مقصد په افغانستان کې لاسوهنه پیل کړه اوپه غیرمستقیم ډول یې د وخت دزمامدارانوملاتړاوپلوی هم ترلاسه کړ، نوپه افغانستان کې د مسلمانانو اوکمونيستانوترمنځ د ناامنیولومړی څرک دلاریونونواومظاهروله لارې راڅرګند شو، حکومت په رڼوسترګوورته کتل چې یوشمېرپردیپالوخپل ملي اومذهبي ارزښتونه ترپښولاندې کړل اوپه ډېره سپین سترګۍ د کمونیزم او لیلنیزم ددهری فلسفې پیروان شول ، دکمونیزم فلسفه دا وخت مترقي مفکوره ګڼل کېده اوهرڅوک به چې په دې مفکوره سمبال وه مترقي شخص به ګنل کېده ، د مسلمانانو اوکمونیستانو تر منځ مبارزو ورو، ورو زور واخیست او روسانو هم د خپلو رسنیوله لارې افغان مسلمان د تمدن ضد عناصرتبلیغول چې د لومړي ځل لپاره د افغانانو پر ضد د یوشمېرکمونیستي هېوادونود وګړو نظریه بدله شوه ، څوکمونیستانود یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د افغانستان سیاسی واک ترلاسه کړ،خویوکال وروسته له کودتا پخوانیولاریوني مبارزوخپل ځای وسلوالو مبارزوته پرېښود اودهېواد په هره برخه کې مسلمانان د کمونيستانوپه ضد را پاڅېدل اود خپلې برحق داعیې پربنا یې علني جهاد یې پیل کړ، دا وخت د لومړي ځل لپاره دختیځ ګاونډي په لوردافغان کډوالویستویې لیکې پیل شوې ، په ګاونډي هېواد افغان کډوالوته په پیل کې زیات قدراواهمیت ورکول کېده او ددوی لپاره به یې لازم سهولتونه برابرول ، کډوال چې دخپلواولادونوله اسکان څخه په ګاونډي هېواد کې فارغ شول نوبېرته به د جهاد په موخه افغانستان ته راتلل ، نړیوالومرستندویو ادارود راشن پاس په نامه د کورنیواقتصادي لاسنیوی کاوه ، خواېران ته تردې مهاله له خپلو کورنیوسره زیات افغان کډوال نه و ورغلي اویوازې د کارګروپه بڼه به افغانان اېران ته تلل چې دا پروسه آن له ۱۳۵۲کال څخه پیل شوې وه اواېرانیانوپه پیل کې افغانانوته په بده سترګه نه کتل ، کاربه یې ورکاوه اوپه دوی یې زیات باوردرلود.

کله چې په افغانستان کې د شوروي استیلاپای ته ورسېده نود افغان کډوالوله وجود نه ګټې اخیستنې خپل ځای (سرباری ) اوپه پاکستان کې میشت افغانان کډوال نوراضافه بارشول ، که څه هم دا وخت یوشمېر افغانانوپه پاکستان کې پانګونې هم کړې وې خودهغوی شمېره دومره زیاته نه وه چې د ټولوافغان کډوالو لپاره دبرائت سبب شي ، د زمانې په تېرېدوسره خبره تردې بریده را ورسېده چې افغان کډوالوته غیر مستقیم مزاحمتونه پیل شول، د پېښورښارپه لوېدیځ برخه کې د کچه ګړۍ کمپ د تاسیساتو جوړولو پرپلمه ونړېد، همدارنګه ددغه ملک په یوشمېرنوروبرخوکې هم افغان مهاجرینوته د کمپونوپه نړولویولړ سرخوږي جوړشول څو د ۱۴۰۲ کال په وروستۍ نېمایي کې ختیځ ګاونډي د یوه پرته پلمې په ترڅ کې د هغه کډوالوپه مقابل کې چې یووخت دفاع پاکستان یادېدل د پاکستان له تاکنود مخه دپاکستان دسرپرست وزیرانورالحق کاکړچې اوس د پاکستاني مقاماتوترمحکمې لاندې هم دی افغانانوته دجبري ایستلوداسې توراوشرمنده داغ دخپل هېواد د تاریخ په ټنډه کېښود څوچې دنیا ودانه وي ناوړه یادونه به یې وي ، پاکستاني مقاماتود حکومت له جوړېدو وروسته د افغان مهاجرینوپه وړاندې د کاکړ سیاست ته ادامه ورکړه اودادي اوس هم له افغان کډ والوسره د تېرپه څېرناوړه سلوک له سره پیل شوی ، پوښتنه دلته چې ختیځ ګاونډي ولې له افغان کډوالوسره له داسې تشدد نه کاراخلي چې دهېڅ قانون په چوکاټ کې نه راځي دنړیوالوچلند له افغانانوسره له دې وجې هم ناوړه دی چې په دې وروستیوکلونوکې ددوی بهیرد اروپايي هېوادونوپه لورورمات شواوهلته داسې پېښې را منځ ته شوې چې هم د زړه سوي وې اوهم افغانان د سرحدي متجاوزینوپه نامه وپېژندل شول، نوهمدا وجه وه چې دوی د یوشمېرهغه هېوادونوچې ددوی د مقصد ځای په مسیرکې پراته ول له ناوړه چلند سره مخ شول چې په دې برخه کې د ترکیې هېواد تریوه بریده مخکښ پاته شو، ځکه زیات شمېر افغانان بېرته خپلو هېوادونو ته را غلل د زمانې په تېرېدوسره به حالات بدلېږي را بدلېږي ، الله پاک به خیرپېښ کړي ، همدا اوس اسلامي امارت په هغه لاره روان دی چې د افغانانوعزت ، آبرواوهیثیت به خوندي کېږي اوهرافغان به قدرپیدا کوي، انساني هیثیت به ترلاسه کوي. حاضرحال ټوله ستونزه د افغانانواقتصادي کمزورتیا وجه ده، خوتمه ده چې اقتصاد مو پرپښو ودرېږي ځکه هره ورځ وینو، اواورو چې د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې پراختیایی پروژې پیلېږي ، کانونه استخراج اود قوشتېپې غوندې کانال چې په میلیونونو هکتاره کرنیزه مځکه یې په حوزه کې شامله ده ، ترکارلاندې دی چې دا ټول ددې ښکارندویي کوي چې د افغانستان اقتصاد به پرپښودرېږي اوکله چې اقتصاد پرپښو ودرېد، افغانان به احتیاج څخه خلاصېږي اوپخوانی برم به یې بېرته احیا کېږي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *