سخن انیس

له بهر څخه دحکومت په تشکيلاتي جوړښت ټينګار مناسب کار نه دی

نړيوال بايد ومني چې د اسلامي امارت د مجاهدينو سرښندونکو هڅو په سيمه کې د اشغالګرو مستعمراتي لمن ورټوله کړه دخپلواکۍ او آزادي پربنسټ يې ټينګار وکړو هڅه يې وکړه چې دټولو هېوادوسره ښې اړيکې ولري خو دلاس وهونکو هېوادو د دوه مخي سياست له کبله يولړ ستونزې چې د ټولو انساني اصولو خلاف ګڼل کېږي رامنځ ته شوې ځکه د اسلامي امارت په وړاندې دبنديزونو نه نيولې بيا ترسياسي فشارونو پورې خنډونه رامنځ ته شول او هغه ژمنې چې مقابل لوري دسولې اوثبات د رامنځ ته کېدو له پاره ترسره کړې وي عملي بڼه ونه ليدل شوه.

نړيوال بايد ومني چې د اسلامي امارت د مجاهدينو سرښندونکو هڅو په سيمه کې د اشغالګرو مستعمراتي لمن ورټوله کړه دخپلواکۍ او آزادي پربنسټ يې ټينګار وکړو هڅه يې وکړه چې دټولو هېوادوسره ښې اړيکې ولري خو دلاس وهونکو هېوادو د دوه مخي سياست له کبله يولړ ستونزې چې د ټولو انساني اصولو خلاف ګڼل کېږي رامنځ ته شوې ځکه د اسلامي امارت په وړاندې دبنديزونو نه نيولې بيا ترسياسي فشارونو پورې خنډونه رامنځ ته شول او هغه ژمنې چې مقابل لوري دسولې اوثبات د رامنځ ته کېدو له پاره ترسره کړې وي عملي بڼه ونه ليدل شوه. ډېری ستونزې دنورو ستونزو په شمېر کې ورزياتې شوې او د اسلامي امارت په ځينو چارواکو بنديزونه ولګول شول، دې ډول سرغړونو بې باوري رامنځ ته کړه تمه ده چې مقابل لوري خپلو ژمنو ته د اسلامي امارت په څېر ژمن پاتې شي او د اړيکو د خړپړ کېدو لامل نه شي. اسلامي امارت حق لري چې دنورو هېوادو په څېر خپل برخه ليک پخپله وټاکي او دهېواد د پرمختګ او هوساينې له پاره هغه لار غوره کړي چې د افغانانو دملي او اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري. معلومېږي چې ځيني هېوادونه اوس هم په افغانستان کې دخپلې خوښې واکمني د رامنځ ته کېدو له پاره داسې وړاندوينې کوي چې افغانانو ته دمنلونه وي. ځکه افغانان نه غواړي چې ديوي اوږدې او خونړۍ جګړي وروسته يوځل بيا مستعمراتي واکمني تجربه کړي. ښه به وي چې د اسلامي امارت سره د ديپلوماتيکو اړيکو د رامنځ ته کېدو په وړاندې رامنځ ته شوي خنډونه له منځه ولاړشي. د افغانانو له پاره دفرمايشي حکومتونو هڅې پای ومومي. د روسي دبهرنيو چارو وزير په تازه څرګندونو کې د اشغالګرو هېوادو په څېر دټول ګډونه حکومت دجوړېدو په هکله څرګندونې کړې. هيله ده چې د روسيې دبهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت دريځ په ښه توګه وپېژني او دسوله ييزو هڅو څخه يې ناوړه ګټه پورته نه کړي ځکه چې اسلامي امارت هېڅ وخت نه غواړي چې نورو هېوادو له پاره دحکومتو نو د تشکيلاتي جوړښت لارښوونه وکړي ځکه هر هېواد د خپلو ارزښتونو له مخې حکومتونه جوړوي نه غواړي چې نور هېوادونه دخپلو ګټو دخونديتوب له پاره خپلې لارښوونې او وړاندوينې ومني. اسلامي امارت غوره ګڼي چې ديوه ناپيلي او بي پرې نظام په توګه خپلې چارې پخپله سمبال کړي. آزمايل شوې څېرې چې دهېوادوالو له پاره يې پرته له دې چې ستونزې او کړاونه رامنځ ته کړي نور يې هېڅ لاس ته راوړنې نه ترسترګو کېږي.

نړيوال چې دا مهال دتښتيدلو سياسيونو دګډون له پاره وړاندوينې کوي. ولې دهغوی په ناوړه غيرې قانوني توګه ترلاسه شوې پانګه ځان نانګاره کوي دنړۍ خدمت کوونکي سياسيون همداسې وي چې دځان له پاره پانګه راټوله کړي او ملت له لوږې او اقتصادي ستونزو په ګرداب کې واچوي.

ښه به وي چې هرهغه هېواد چې د افغانانو دسوکالۍ نيت لري بايد د افغانانو له پاره دحکومتونو نسخې ونه ليکي ځکه د فرمايشي نسخو ليکل دهېڅ ناروغ درملنه نه شي کولی نولازمه ده چې د اسلامي امارت سره د ديپلوماتيکو اړيکو دپيوند له پاره نورې پلميزې وړاندوينې پای ته ورسېږي او دنړيوالو اړيکو له پاره خنډونه او ستونزې له منځه ولاړې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن