اسلامی

شرعي حدود؛ د عدالت د تامین لپاره یې پلي کول اړین دي

له کله نه چې اسلامي امارت پر هېواد بیا ځلې واکمن شوی او د امریکا په مشرۍ افغانستان کې د ناټو سازمان اشغال پای ته رسېدلی، نو ورسره جوخت د بشپړ امنیت ټینګېدو ترڅنګ جنایي جرمونه هم د پام وړ کم شوي او په ځینو مواردو کې بیخي نه ترسترګو کېږي، چې دلته یې پر لاملونو بحث کوو او د جرمونو پر کموالي د دغو لاملونو اغېز هم څیړو.

 

له کله نه چې اسلامي امارت پر هېواد بیا ځلې واکمن شوی او د امریکا په مشرۍ افغانستان کې د ناټو سازمان اشغال پای ته رسېدلی، نو ورسره جوخت د بشپړ امنیت ټینګېدو ترڅنګ جنایي جرمونه هم د پام وړ کم شوي او په ځینو مواردو کې بیخي نه ترسترګو کېږي، چې دلته یې پر لاملونو بحث کوو او د جرمونو پر کموالي د دغو لاملونو اغېز هم څیړو.

اسلامي نظام، چې له نوم څخه یې ښکاري، هدف یې د ځمکې پر مخ د الله ج د حکمونو جاري کول دي.

د مثال په ډول که یو چا قتل وکړ، نو د اسلامي نظام دنده دا ده، چې قاتل باید ونیسي او د قضیې تر بشپړې ارزونې وروسته او د جرم د کره ثبوتونو په شتون کې د شرعي حدودو مطابق هغه ته سزا ورکړي، چې الحمدلله اسلامي امارت دغه کار وکړ او دا د یو بشپړ اسلامي نظام لپاره د ویاړ ځای دی، چې د یو مظلوم حق له ظالم څخه اخیستل کېږي او د الله ج حکم پر ځای کېږي.دغه راز بل هر فرد او شخص، چې یو نه یو ډول جرم ترسره کوي باید د جرم مطابق او د شرعي حدودو په رڼا کې سزا ورکړي او دا د اسلامي نظام مسئولیت او دنده ده، چې په دغې برخه کې هېڅ ډول لحاظ ونکړي او د الله ج حکم ته لومړیتوب ورکړي او الحمدلله اسلامي امارت د دغه مسئولیت پر ځای کول پر ځان واجب کړی او ترسره کوي یې.

تر اسلامي امارت وړاندې ولیدل شول، چې نظامونو د واسطې او پیسو په بدل کې قاتلین او نور مجرمین پرېښودل او د مظلوم حق یې په ډېرې سپین سترګۍ تر پښو لاندې کړ او همغه وه، چې د جهاد او مبارزې پر مهال هم اکثریتو هېوادوالو د اسلامي امارت د قضا کمیسیونونو ته د امید ځولۍ وروړله او له ظالمانو څخه به د خپل حق غوښتونکي کېدل.

نو ویلی شو، چې وروستیو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د مجاهدینو د با مسئولیت او هوښیارانه دندې ترسره کولو تر څنګ د جرمونو د کموالي یو لوی لامل د شرعي حدودو پلي کول دي او دغې چارې له افرادو څخه د جرمونو د ترسره کېدو جرئت اخیستی او جرمونه را کم شوي دي.

ښکاري، چې اسلامي امارت د شرعي حدودو د تطبیق سره د مخالفتونو پروا نه ساتي او په کار هم همداسې ده، ځکه خو وایي:

(چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي).

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *