سیاسی

هره توطئه په نطفه کې خنثي کېږي

اسلامي امارت د هغه څه په هکله غوڅ غبرګون څرګندوي کوم چې له حقيقت او واقعيت څخه لري وی. ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت وياند هغه انګازې او خبرونو ته غبرګون وښود چې په افغانستان کې د داعش د بزرګ نمايي په هکله يو شمېر هيوادو له خوا راخپاره شوي.

متين
اسلامي امارت د هغه څه په هکله غوڅ غبرګون څرګندوي کوم چې له حقيقت او واقعيت څخه لري وی. ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت وياند هغه انګازې او خبرونو ته غبرګون وښود چې په افغانستان کې د داعش د بزرګ نمايي په هکله يو شمېر هيوادو له خوا راخپاره شوي. د اسلامي امارت وياند ډاګيزه کړي چې داعش په افغانسان کې يوه لويشت خاوره هم په واک کې نه لري نه شي کولي چې د ځان له پاره د راټولېدو ځاي ذګي پيدا کړي. ځکه د داعش ډله د اسلامي امارت د واک ته رسيدو سره سمه ځپل شوي نه شي کولي چې د اسلامي امارت د مجاهدينو سره د مخامخ جګړي توان ولري له دي کبله ويلې شو چې غلچکې بريدونه او په ګڼه ګوڼه کې د وړوپيښو رامنځ ته کېدل په هر هيواد کې شتون لري. خو هر هغه څه چې یادولو وړ دي هغه چې تردي مهاله يي ددي توان نه دي مندلي چې په کور د ننه امنيتي انديښني زياتي کړي. ځکه د داعش په وړاندي د اسلامي امارت پريکنده دريځ او پرله پسي څارنه ددي لامل شوي چې پراختيايي ناشوني ښکاري خو په خواشيني سره ويلي شو چې يو شمېر هيوادونه چې د مختلفو لارو څخه د ګټو د خونديتوب له پاره لاري لټوي د داعش د شتون په هکله هم تبليغاتي ګټه پورته کوي چې هيڅ وخت به لاس ته راوړنې ونه لري. ځکه چې اسلامي امارت په هيواد کې د امنيت د خونديتوب له پاره مناسبې او پرځاي هڅي پيل کړي هيڅ بلوسګره ډله نه شي کولي چې په افغانستان کې د راټوليدو ځاي ذګي پيدا کړي او نورو هيوادو ته امنيتي ستونزې وزيږوي.
له دي کبله اسلامي امارت په هر وخت کې د سيمي او نړي هيوادونو ته ډاډ ورکړي چې هيڅ وخت به د افغانستان له خاوري کوم امنيتي ګواښ رامنځ ته نه شي. اسلامي امارت د خپلې تجربې له مخې د امنيت په تامين کې برلاسي دي او په راتلونکې کې به هم د امنيت د خونديتوب له پاره مناسبې لارې ولټوي. هغه هيوادونه چې د اسلامي امارت په هکله ناوړه او بي ځايه تبليغات کوي بايد ومني چې تر دي مهال ترسره شوي تبليغات د اسلامي امارت په وړاندي کومې لاس ته راوړنې نه لري. ښه به وي چې د ناوړه او بې ځايه تبليغاتو پرځاي په سيمه او نړي کې ډاډمن امنيت د تامين له پاره د اسلامي امارت سره اړيکې ټينګي کړي ترڅو په ګډه هغه ستونزي او انديښنې اوارې شي کومي چې يو شمېر هيوادونه د انديښنې په توګه تبليغوي. ددي له پاره چې په افغانستان کې اوسني رامنځ ته شوي امنيت ته په کتو سره خپلي انديښنې ورغاوي بي ځايه او د حقيقت څخه لري تبليغاتوته لمن وهل ګټه نه لري او د امنيت د زيانمنولو لامل ګرځي غوره به وي چې د افغانستان حالات له نېږدي وليدل شي او له بهر څخه د پرديو په لمسون له بې ځايه تبليغاتو څخه لاس واخستل شي ترڅو د ډاډ او باور د فضا په رامنځ ته کېدو سره اوسني انديښنې له مينځه ولاړې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *