ملابرادرآخوند د ترکيې د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره وکتل.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان او ترکیه د تاريخ په اوږدو کې دوه دوست او وروڼه هېوادونه پاتې شوي او اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.
نوموړي په دغه کتنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، په صنعتي پارکونو کې پر پانګونې، د متوسطو او کوچنیو کاروبارونو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د نندارتونونو پر جوړېدو، د سوداګریزو خونو پر ګډې همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو او د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي هر اړخیزې خبرې او ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې د ترکیې سوداګرۍ وزیر عمر بولات د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ترکيې ته د سفر په ترڅ کې تر دې دمه د یاد هېواد له بېلا بېلو چارواکو او سوداګرو سره ناستې ترسره کړې دي.